د درخانۍ سندره
درخانۍ په پلو غوټه کړه ادم، ادم سندرې
بغاوت پکښې کرلي دُر، مرجان و مرغلرې
د مخ پلو دې لېري کړه ملالې حسن دارې
بیرغ د ازادۍ راوړه د ټول لښکر سردارې
کښتونه د غزل وکره، سپین جبین خالدارې
د عشق مزل اسان نه دی کوڅې یې دي خونخوارې
راووځه میمونۍ، د څوپیړیو بدل واخله
راووځه شین خالۍ، په کاکړیو ګل نګارې
یوه ناره *خو وکړه درخانۍ ادم دې څه شو؟
د تورو شپو څراغ تر ورځو سپین صنم دې څه شو؟
طالب ځیري ته رانغلې ماښام و نیمه شپه شوه
نه شرنګ د دروازې شو نه موسکۍ بیا ګل بشره شوه
له درده پاڼې، پاڼې یې کتاب په حجره کې
د زهد کوڅې یې پرېښوولې ناست په میکده کې
پوړونی دې رنګین کړه شپې رنګ اخلي د تیارې
بیرغ دې تر سر تاو کړه ژر شه راوله سپیدې
کړکۍ پرانیزه، ږغ وکړه را وغواړه سپرلي
جوپې د ښکلو وړانګو وزرونه ګلابي
کیسه ستا د بقا ده، که سبا ده او که نن
د میینې د منزل ده، څه د روح ده څه د تن
د ګلو پاڼې ټولې کړه ورجوړه کړه لمن
کمیس د نجلۍ زوړ شو ورته راوړه تار او ستن
کتاب یې په حسرت د المارۍ له قفس ګوري
قلم کې یې توري نه لري د رنګ په غم غمجن
پوړونی یې دیوال باندې ختلي دي پر دار
په جرم د سپېدو یې دي نیولي سپین سهار
نجلۍ په خوب کې ویني د مکتب د نجونو پلونه
شیندلي پسرلي باندې د ګلو بارانونه
هلک په خوب کې ویني د مکتب لارې لنډیږې
د غبرګو خویندو مینځ کې په نازونو روانیږي
نجلۍ په خوب کې ویني ډک د ستورو، وي اسمان
د عشق دریاب بهیږي ډک له شوره ډک د شان
له غشو جوړوي د قلم څوکې خنجرونه
دمخه د سپوږمۍ اخلي د پاڼو تصویرونه
زهره په غیږ کې نیسي ورسره کړي مجلسونه
وږمې راځي و بام ته اغوستلي نګهتونه
(پروین) ته جوړوي د ستورو ستورو محفلونه
سندرې د روڼا څپې، څپې لکه سیندونه
۲۰۲۵ / ۷ / ۲۶
د سیند خوب
شېبو کالي د وږمو واغوستله
نجلۍ د ریګو زر زري ننکۍ
لپو کې نیسي سیند ته،
د خوب انځور جوړوي
هلک د سیند پر څپو
د نارنجي کبانو
ښکلې سندره لیکي
وږمو لاسونه تر خپل ځان راتاو کړل
بیدیا بیده شوه خوب کې
للمي ګلونه ویني
شېبو کالی د اوبو واغوستله
د ګلو پاڼې ځان ته
له خپل ځانه څخه
د شنو سایو ډکه بیړۍ جوړوي
څانګې لمبیږي
په لاسونو کې یې
د شور بنګړي واچول
د باران یو، یو تار يې
د ستن تر سپم تیر کړ
بڼ ته جامې د څاڅکو، څاڅکو
او د شور ګنډي
هلک د ملا دسمال کې لور ځوړند کړ،
کور ته ځي
نجلۍ په شور کې د باران
د دروازې تر درشل ورسیدل
شېبو کالي د ستورو واغوستله
سپوږمۍ دریه وهي
شپه د اتڼ نارې کوي تاویږي
هلک د ناوي د مخ
پوړونی لیري کړ خالونه شمیري
نجلۍ بڼو کې دې سپیدې راوړي
په دواړو سترګو کې یې
سپین سهارونه خاندي
د ښار مشهورې مسلۍ *
د (ادم خان *) بدله وویله
شېبو کالي د نګهت واغوستله
هلک کوڅه کې
د نګهت پر پلونو پلونه ږدي
د مڼو بڼ د کلی مینځ کې دي
نجلۍ د ستورو څخه وپوښتله
د نګهتونو ښار ته
څومره مزل پاته دی؟
وږمې د ګلو غیږه ډکه کړله
نجلۍ د ګل د پاڼو
په جنتي باران کې تاو راتاویږې
د اټن ښکلي سندره وايي،
(لونګینه پر څنګ، څنګ راواوړه)
لونګینه پرڅنګ، پرڅنګ را واوړه
۲۰۲۵ / ۷ / ۲۳
*په کندهار کې هغه دریه زنو ښځو ته چې په ودونو کې سندرې وايي مسلیانې وايي چې مفرد یې مسلۍ ده.
مسلیان د لرغونې هند هغه قوم دی چې پر دغه هیواد یې تر اریایانو وړاندې واک چلاوه کله چې اریایانو په کتلوي شکل دې هیواد ته مهاجرتونه پیل کړه مسلیانو له دوی سره جګړې وکړې چې د هند څخه یې بیرته وشړي خو بریالۍ نه شول ټوله اسیر او غلامان شول. د وخت په تیریدو سره چې بیرته ازاد شول د سیمې نورو هیوادونو ته یې کډې وکړې اوخواره شول.
*په کندهارې ودونو کې کله چې شپه وروستنۍ پړاو ته رسیږې د سهار له اذان څخه ترمخه مسلیانې او په واده کې ګډونوال میرمنې د زوم او ناوې د خونې دروازې ته کښینې او د (ادم خانه) ځانګړې سندره ورته وايي په دغه وخت کې زوم د دروازې ترچاک هغوې ته پیسې راباسي دغه سندره د واده د شپې وروستۍ سندره وي ځکه چې له دې وروسته اذانونه کیږې او سپیدې چاودي.
جولا اسمان
اسمان جولا دی اوریځې اوبدي
د څاڅکو پښې دي یبلې بربنډې
مځکه له شوره ډکه خندیږي
ژوندون پر څانګو د ونو شین دی
ژوندون ساعت کې کوچنۍ ستن ده
په خپل مدار کې تاو راتاویږي
یوه نجلۍ ده ناسته سپوږمۍ کې
بله پر مځکه ژوندۍ ښخیږي
یوه تیارو کې لکه مړه شمعه
پر تنکۍ ملا یې تڼاکې غرونه
اوښکې اورونه
تیارې لنګیږي، شپه نه تیریږي
میینه ده ورکه په دغه ښار کې
ښایست ناروغ دی
ساه ستړې شوې
وزر یې سوزي تبې نیولی
تږې ده تږې نه اوبه کیږي
ونې نڅیږي ونې نڅیږي
څانګې د یوبل غیږو ته لویږي
سپیدار کالي وږمو ته سکڼي
د پاولو شور یې د مست سیند پلونه
څپې، څپې یې، غټ مړوندونه
یوه نجلۍ ده ناسته سپوږمۍ کې
بله پر مځکه ژوندۍ ښخیږې
سپېدو پل کښېښود، د بام پر څنډو
راپورته سر کړ لمر له بستره
قدم یې واخیست
غیږ یې کړه ډکه له شنه اسمانه
زرین تارونه یې
د وړانګو ږمنځ کړه
لکه پۍ مخی پاچا چې ناست وي
په سمندر کې اسمان لولي
د سمندر مخ د لمر هینداره
د ساحل غاړه د بقا پلونه
دغرب د لوڼو سپین اندامونه
ګوتې یې لولي ژړ اوربلونه
لمسوي بتې سپین وزرونه
یوه نجلۍ ده ناسته سپوږمۍ کې
بله پر مځکه ژوندۍ ښخیږې
د کړکۍ سترګې چادرې پوښه
تر دروازو دې دیوال راغلی
د لمر په ساه کې د چړو څوکې
چې له اسمانه کښته اوریږي
د ونو څانګې تشې له ژونده
بیلتون ځپلی ملال ماښام دی
شرنګ د جام نشته
ګونګی اذان دی
دلته ادا ده له هر څه تللې
دلته معشوق دی تور اوبدرنګه
د وخت بازار ډک د څېرو دی
له یوه رنګه، ټوله یو رنګه
رنګونه ټوله سیلیو وړي
چینې تور رنګه، اوبه بې رنګه
د روڼا څاڅکي ډک دي له اوښکو
د چا له سترګو
څک، څک بهیږې
یوه نجلۍ ده ناسته سپوږمۍ کې
بله پرمځکه ژوندۍ ښخیږې
هره خوا ژوند دی وږمې، وږمې دي
جوړې د ګلو د ښار کوڅې دي
ورځ چې سبا شي سحر روا شي
لښکر، لښکر پلوشې راشي
د هر چا برخه سپینه لیلا شي
لمن کړي ډکه کړکۍ له ستورو
د شپې له سیورو
پردې نڅیږي
وږمې سندرې د ستورو وايي
د بستر غیږ کې ورک پردی توب شي
وریښم، وریښم
د هر اړخ خوب شي
پر هر چا سمې د خیال جامې شي
د هرچا لار کې را شنې سپیدې شي
یوه نجلۍ ده ناسته سپوږمۍ کې
بله پر مځکه ژوندۍ ښخیږي
۲۰۲۵ / ۷ / ۲۱