Homeخبرونهپه کندهار کې یو پولنډی سیلانی په ترافیکه پېښه کې ټپي شو

په کندهار کې یو پولنډی سیلانی په ترافیکه پېښه کې ټپي شو

د طالبانو د کندهار ولایت امنیه قومانداني وايي، نن سهار (د جولای ۲۸مه) اته بجې یو پولنډي سیلانی په کندهار ولایت کې په ترافیکي پېښه کې ټپي شوی دی.

پېښه د دامان ولسوالۍ د ارغستان‌پُل په سیمه کې هغه مهال وشوه چې د سیلاني موټر له یوه وېګن موټر سره ټکر شو.

د امنیه قوماندانۍ په خبرپاڼه کې ویل شوي، یاد سیلانی روغتون د کندهار میرویس روغتون ته وړل شوی او روغتیايي وضعیت یې د اندېښنې وړ نه دی.

نور جزییات تر اوسه نه دي خپاره شوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...