پنجشنبه, مارچ 28, 2024
Home+د شعر کومه برخه/طارق وزیر

د شعر کومه برخه/طارق وزیر

کله چې څوک په شعر نقد کوي، یا د کومې موضوع د تشریح لپاره مثال ته ضرورت ولري نو ډېری وخت د ټول شعر راوړل سخت وي، مطلوبه برخه را اخلي.

خو ځینې وخت ستونزه پیښیږي،یوه برخه د ټول شعر موضوع ممکن ناسمه ورسوي، چې د شاعر په حق کې ناانصافي ده.

بیا تر ډېره هغه شعرونو کې دې برخې ته توجه پکار ده،چې یو فکر ورکې وړاندې شوی وي، ځکه تضاد رامنځته کیږي.

د غزل په اړه مشهوره خبره ده چې هر بیت یې خپله باچا دی او له ټول غزل یو بیت رااخیستلی او بحث ورباندې کولی شو او هم یې نورو ځایونو کې نشرولی شو.

مثلا که د کاروان صاحب له ټول غزل یو بیت راخلو:

    راشه څاروان یې شه کاروان یې کړه د ذوق لیوني

   په غرونو سر دي د سندرو ښار ته لار نۀ لري

که څه هم ددې غزل عمومي موضوع د ټولنې د ستونزو ښودل دي، اوس  که چاته د خبرو پر مهال ددې بیت ضرورت شو نو که یې له ټول غزل پرته همدا بیت ووایۀ، نو څۀ تاوان به وشي؟

زما په نظر غزلونو کې دا کار تاوان نۀ کوي،ممکن ډېرو کمو غزلو کې دا خبره  سمه ونۀ خیژي.

خو نظم کې دې موضوع ته دقت پکار دی،ځکه تر ډېره په نظمونو کې مشخص پیغام وړاندې کیږي او د موضوع بېلابېل اړخونه شاعر را اخلي.

نو ځینې وخت شاعر چې کوم نظر لري،خپل نظم کې مخالف نظر هم را اخلي،ردوي یې او د خپلې خبرې په ښۀ رسولو کې ترې استفاده کوي؛ په دې حالت کې که څوک د نظم یوه برخه تشریح کوي، نو ممکن د شاعر نظر هغه څۀ وګڼي چې شاعر یې مخالفت کوي.

 ارواښاد غني خان د جبر او اختیار په اړه یو نظم لیکلی چې  د اختیار د پلوۍ لپاره یې ښۀ دلایل وړاندې کړي،چې زما لپاره تر ډېره قناعت بښونکي وو.

 د شعر په اړه یو کتاب کې ددې نظم یو بیت را اخیستل شوی ؤ او بیا یې لاندې لیکلي وو، چې غني د جبر خوا نیولي،سره له دې چې غني خان انسان مختار ګڼي.

    زۀ موټر هغه ډرایور دی ځم په کمه چې مې بیایي

   که جمات که میخانه وي که په سمه که صحرا وي

پورتنۍ بیت کې د جبر پلوي ده،خو

دغه ټول نظم کې شاعر اختیار تاییدوي، دلته ملا ته وایي چې که تۀ وایې چې هر څۀ قسمت کوي، نو زۀ موټر او قسمت ډرایور دی،اوس که موټر کنده کې پریوځي نو ګناه د ډرایور ده،همداسې که زۀ ګناه وکړم، دا خو قسمت کې ؤ، نو خدای ولې سزا راکوي؟

خو دا مانا هغه وخت اخلو چې ټول نظم ولولو،که یوازې همدا بیت لاسته راځي نو بیا به د نظم موضوع ټوله بدله وي.

ناقد کولی شول چې له دې نظم هغه برخه راواخلي، چې د اختیار د تایید خواته لوستونکی بیایي نو داسې حالت کې د نظم موضوع ته تاوان نۀ رسيدۀ.

مثلاً که له همدې نظم دا بیتونه راخلو نو تۀ وا څۀ به کم شي:

ملاجان وایي تا ایښی په اسمان کې یو کتاب دی

چې هغې کې تا لیکلی هر ادم له هر یو کار دی

نو چې داسې انتظام دی اې زما منصفه خدایه

مانه څۀ لا کې تپوس نه مې واک نه مې اختیار دی

دلته شاعر وایي که دا خبره ومنم ،چې هر څۀ لیکل شوي نو بیا خدای رانه تپوس ولې کوي؟ حساب کتاب له انسان سره کیږي او الله ج دا خبره کوي نو که انسان بې وسه او د قسمت په ځنځیر تړلی وي نو منصف خدای به ورسره حساب وکړي؟

 بیا به هم یادونه وکړو چې له شعر د هغې برخې رااخیستل چې د عمومي موضوع سره ټکر ولري،بې انصافي ده،که څۀ هم په موضوع یې خبرې نۀ کیږي،بلکې د بیت موسیقي،الفاظ،کوم صنعت … ورکې څیړل کیږي خو بیا هم داسې برخه انتخابول نۀ دي پکار، چې موضوع او فکر غلط رسوي.

د استاد پسرلي صاحب لاندې بیتونه وګورئ، چې له ټول غزل پرته را اخیستل یې هم ستونزه نۀ پېښوي.

   زړۀ چې دې تش نۀ کړي نارواوو نه سجده نۀ شوه

   زۀ چې منم بس په عابدانو کې مینا منم

پسرلی

  مینه زما ساه ده که یې درد که یې دوا ګڼې

  دې ښکلي مرض ته مسیحا نه چاره نۀ غواړم

پسرلی

یا هم د غني خان د نظم دا برخه:

   لیونیه سجده څۀ ده

   ملا ځان خاورې کول دي

   د مستۍ د ګلو هار

   د یار پښو کې اچول دي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب