شنبه, اپریل 20, 2024
Home+ساينسي تګلاره او د تمدن پرمختګ | خالد اوریا

ساينسي تګلاره او د تمدن پرمختګ | خالد اوریا

کله چې د ساينسي اکتشافاتو او اختراعاتو په هکله خبره کيږي نو د ټولو پام اروپا او په ټوله کې غربي نړۍ ته وراوړي. مګر د ټولو ساينسي پرمختګونو بنسټ کومه ساينسي تګلاره د اسلامي تمدن د طلايي دورې لاسته راوړنه ده. خو په اسلامي نړۍ کې ورته هغه لازمه توجه ونه شوه چې بايد ورته شوې وای.

د ساينسي تګلارې بنسټګر د ابن هیثم په نوم يو عرب مسلمان ساينسپوه و. ابن هيثم په (۹۶۵م) کال کې د بصرې په ښار کې نړۍ ته سترګې وغړولې. د رايجو علومو له زدکړې وروسته یې له فلسفې اوطبیعیاتو سره يې علاقه پيدا شوه. نوموړی په (۱۰۲۰م) د الحاکم د خلافت په دوره کې د نيل سيند د اوبو تنظيمولو لپاره مصر ته ولاړ خو دا کار ورته ناشونی ښکاره شو او د خلیفه د خپګان باوجود یې دا کار پريښود. هغه د خلیفه له مرګه وروسته یو ځل بیا قاهرې ته ولاړ او د عمر تر پايه د علمي کتابونو په ليکلو او ترجمه کولو بوخت و.

ابن هيثم د اپتيک (د نور فيزيک) په برخه کې لوی کشفيات وکړل. له هغه دمخه ګومان کیده چې موږ ځکه اجسام ليدلي شو چې زموږ سترګې له ځانه یو ډول وړانګې لري چې له اجسامو سره برخورد کوي او بيرته زموږ سترګو ته راګرځي. خو ابن هيثم دا وويل چې که داسې وای نو موږ بايد په توره تياره کې هم هرڅه لیدلی شوای، خو معلوم داره ده چې داسي نه ده. وروسته ابن هيثم دا وښودله چې د شیانو د لیدلو اصلي علت د لمر وړانګې دي چې په يو مستقيم خط حرکت کوي او کله چې له اجسامو سره ټکر کوي نو نور انعکاس کوي او زموږ سترګې دا انعکاسات په تصوير بدلوي. ابن هيثم د همدې اصل پر بنسټ (توره کوټه) هم جوړه کړه چې اوس د همدې اصل پر بنسټ کامرې او پروجکټورونه کار کوي. همدارنګه ويل کيږي چې ابن هيثم لومړنی شخص و چې د غږ د سرعت په اندازه کولو وتوانيد.

پر دې ټولو سربیره بیا هم د ابن هيثم تر ټولو لويه لاسته راوړنه د علمي تګلارې رامنځته کول دي. هغه خپلو شاګردانو ته چې د اسلامي خلافت د پراخې خاورې له هرې څنډې ورته راتلل دا اصول ښودل. لکه چې وایي:

“د حقيقت موندنه ستونزمنه او هغه ته د رسيدلو لاره له خنډونو ډکه ده. د حقيقت لارې د څيړونکو په حيث باید تاسې پخپل قضاوت کې ډیر ځیرک وئ او په آسانه په لرغونو متونو باور ونه کړئ. تاسې بايد هغه متنونه په انتقادي ډول وڅېړئ او د هغه په هکله له ځانه پوښتنې وکړئ. تاسې بايد يواځې منطقي دليل او تجربې ته تسليم شي او د هیچا تشې خبرې هم د دليل په توګه نشو نیولی، ځکه چې له هر انسان څخه د هر ډول غلطیو تمه کيږي.

د حقيقت لارې د څيړونکو په حيث، تاسو بايد حتی خپلو نظریاتو ته هم د شک په سترګه وګورئ او د هغه د سم والي په هکله بايد تحقيق وکړئ چې وکولی شئ له تعصب او بې فکرۍ څخه خوندي وئ.

که دا لاره خپله کړئ نو حقيقت به تاسو ته ځان ښکاره کړي.”

دا د ابن هیثم علمی تګلاره ده او دومره قدرتمنه ده چې اوس زموږ د لاس روباتيک سفيران د شمسي منظومې له سرحدونو هم تير شوي دي. د انسانانو د عمرونو اوسط دوه چنده شوی دی او موږ ورک جهانونه بيرته راژوندي کړي دي.

نن همدا علمي تګلاره ده چې د علمي پرمختګونو ضمانت کوي.

اوسمهال موږ د ابن هيثم له سوچ او حتی د هغه له خيالونو هم ډیر وړاندې تللي یو او ډير پرمختګ مو کړی، خو دا ټول د هغه نيالګي ميوه ده چې هغه ایښی و.

2 COMMENTS

  1. د خالد وریا ورور د معلوماتی او خوندوری لیکنی څخه په مننی سره ، عرض می دا دئ چی:
    انسان د کرامت درلوونکی مخلوق دی او د کرامت د ډیرو اړخونو څخه یو ئی د ” علم ” د لاسته راوړلو قابلیت او وړتیا ده. د الله سبحانه یو ذاتی صفت ” علم ” دی له بلی خوا انسان د الله سبحانه د کمال او جمال هنداره ده نو ځکه انسان هم د ” علم ” سره مینه لری ( البته علم د مکان او زمان او کیفیت له مخی یو نسبی امر دی ) .
    مهمه خبره دا نه ده چی د ” تجربی او طبیعی علومو ” مخکښان په کومی جغرافیا او کومی مذهبی او تباری او قومی ډلی پوری اړه لری بلکه مهمه دا ده چی د ” علم ” څخه باید ناوړه او ناروا ګټه وا نه خیستله سی .
    د بده مرغه نن سبا د ” علم ” پرمختګ ” بعضاً او حتی اکثراً ” د علم د خاوندانو د حِرص لامل ګرځیدلی او د ستونزو د هواری تر څنګ ئی د ستونزو غونډیانی هم جوړی کړی دی.
    یو وړوکی مثال:
    د طِب او درمل جوړوَنی په برخو کی ډیر پرمختګ سویدی خو په څنګ کی ئی په همدی علمی مرکزونو کی د تنباکو صنعت هم فعّال دی کوم چی هر کال په نړی کی د سلهاوو زرو انسانانو د مرګ لامل ګرځی.
    یا مثلاً د کرهڼی په برخه کی دومره پراخ علمی پرمختګونه سوی دی چی حتی د لسو میلیارډو انسانانو ګیډه په کافی اندازه مړیږی خو د غربی حریص او استعمارګر سرمایه داری سیسټم د ظالمانه چلند له کبله نن ورځ په سلهاوو میلونه انسانان وږی څملی.

  2. ابن هيثم دا وښودله چې د شیانو د لیدلو اصلي علت د لمر وړانګې دي چې په يو مستقيم خط حرکت کوي او کله چې له اجسامو سره ټکر کوي نو نور انعکاس کوي او زموږ سترګې دا انعکاسات په تصوير بدلوي.

    کاشکی ابن هثیم د لمر په څنګ کی برق هم یاد کړی وای. ځکه د شپی لخوا بریښنا او برقونه هم ورته کار کوی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب