د تلوېزون پر هینداره د وحشي ژوو خپرونه را واوښته، د ژوو په اړه پلټونکي ډلې د ونو او ځنګلونو په منځ کې زیات مزل وکړ، ډېر نوي څه یې د طبیعت له رنګنیو څخه زموږ سترګو ته وښودل اوبه یې په لوی سیند کې روانې وې، د بوټو او وښو منظومه تازه په نڅا راغلې وه، د پسرلي له راتلو یې اورېدلي و او د ونو پاڼې هم د لورې د لپې په کچه لویې شوې وې.
ګڼ ځنګل او لویې ونې ښکلې وې ،کورنه ډېر لږ مخ ته راتلل، هغه هم د لمرد وړانګو د مخنیوي د سیوري په اندازه ترتیب شوي وو خو سیلانیان په کښتۍ کې سپاره شول خو نورې وړې کښتۍ هم په کې روانې وې دوه او زیات کسان به په کې سپاره وو، ساده د کار توکي یې لرل، د سیند او وچې ژوي یې ښکارول او په کښتیو کې یې له ځان سره انتقالول.
انځورګر کمره دا وخت لوی مار ته برابره شوه ؛تر وحشي ژوي داسې تاو راتاو دی چې نور یې خوړلو ته چمتو کړی دی که څه هم يې خپل ژوند د پایښت لپاره د تېښتې هڅه کوله او ممکن دا موکه یې هم موندلې وی خو دا وخت له لېرې یو لېوه راغی تمه دا کېدله چې به یې وژغوري خو کله چې لېوه ته دا وخت په لاس ورغی چې د هوسۍ تر ټول تن پرته له سر مار پېچل شوی دی نو یې خوله د هوسۍ پر خوله ولګوله.