جمعه, اپریل 26, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهنړیوال بانک پروان کې ۲۵ پراختیایي پروژې پيل کړې

نړیوال بانک پروان کې ۲۵ پراختیایي پروژې پيل کړې

تاند:( جمعه، د کب ۱۲)په پروان کې د افغانستان د ټولنیز او معیشت د ملاتړ پروګرام له لوري د ٢٥ پراخیتایي پروژو چارې د ٧.٢ ميليونو افغانيو په لګښت پیل شوې.

په دغه ولایت کې د افغانستان ټولنیز او معیشیت  پروګرام ولایتي مسوول انجنير عبدالعزيز جاويد وویل، د په دغو پروژو کې د ژورو څاه ګانو کیندل او استنادي دېوالونو جوړول شامل دي، چې ١٧ یې په جبل السراج او ٨ یې په سيدخېلو ولسوالیو کې جوړېږي.

جاويد زياته کړه، چې د افغانستان ټولنیز او معیشیت پروګرام پروژې د نړیوال بانک له خوا تمويل او د خلکو له خول انتخابېږي.

هغه وویل، چې د یادو پروژو ٨٠ سلنه بودجه خلکو ته د کار زمينه برابرولو په برخه کې په مصرف رسېږي او پاتې ٢٠ سلنه یې د پروژو د توکیو لپاره لګول کېږي.

 څه موده مخکې د طالبانو مالیې وزارت وویل، چې په افغانستان کې د نړیوال بانک د نمایندګۍ د پرانیستلو لپاره دغه بانک سره پر خبرو دي، څو د نېمګړو پاتې پروژو د ترسره کولو لپاره یې لږ ترلږه بیرته دفتر پرانیستلو ته وهڅوي.

3 COMMENTS

  1. نړیوال بانک پروان کې ۲۵ پراختیایي پروژې پيل کړې!

    ولې پروان کې؟
    دا ساده خبره او ساده سوال نه ده؟

  2. تاند:( جمعه، د کب ۱۲)په پروان کې د افغانستان د ټولنیز او معیشت د ملاتړ پروګرام له لوري د ٢٥ پراخیتایي پروژو چارې د ٧.٢ ميليونو افغانيو په لګښت پیل شوې.

    د دغو افغانیو څخه 78000 ډالر جوړیږی. او پروژی 25 دی. چه په هره پروژه 3120 ډالر مصرف راځی. که څلور میاشتی د انجنرانو، معاونانو، اداری مامورینو معاش+ سفر خرچ + د موټر کرایه+ د موټر تیل، د مامورینو د دفتر کرایه+ د مبایل د کارتونو خرچه + قرطاسیه، دکمپیوتر سامان الات او نور ورته محاسبه کړی. شاید 20000 ډالرو ته ورسیږی. نو په یوه پروژه به 2320 ډالر ولګیږی. اوکه پروژی د څلورو څخه 8 میاشتو پوری دوام وکړی. نو بیا په یوه پروژه 1520 ډالر مصرف کیږی. دا په اوس وخت کی د نړیوال بانک ډیری قوی پراختیایی پروژی دی.

  3. دا ټول غله دي دوی ټولې پيسې په خپلو کارګرانو مامورینو ، کش او پش باندې مصرفوي ۱و اصلی هدف ته څه نه پاتېکیږي !

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب