شاه محمود میاخېل
د هیوادونو تر منځو روابط په دوه اړخیزو ګټو ولاړ وي. جغرافیوي موقعیت، ژبه، مذهب، دین، کلتور، فرهنګ او بشري حقونه وروستې خبرې او یا د روابطو او مداخلوساتلو لپاره شعارونه دي.
ځینې افغانان چې وایي ما د خدای لپاره یار نه دی لیدلی، سمه خبره ده ځکه د افغانستان ګاونډیان، منطقوي هیوادونه او نړیوال په افغانستان کې دلچسپي د افغانانو لپاره نه بلکې د خپلو مؤخو او اهدافولپاره لري. متاسفانه د ځینو افغاني سیاستوالو تر اوسه يورې په دې خبره سر خلاص نه دی او فکر کوي چې د ملکونو تر منځ روابط په انډیوالې ولاړ وي. یا وایي چې فلاني او فلاني هیواد د افغانانو سره ناځواني وکړه. په بین المللي روابطو کې د ناځوانې او انډیوالې اصطلاګانې نشته.
ځینو هیوادونو ته افغانستان وسیله (Means) دی چې خپل منطقوي او نړیوال اهداف او ګټې تر لاسه کړي او ځینو هیوادونو لپاره په خاصه توګه ایران او پاکستان ته افغانستان هدف (End-state) دی چې خپل نفوذ او کنترول افغانستان کې ولري.
لکه پورته مې چې وویل، د پورته اهدافو تر لاسه کولو لپاره قوم، ژبه، کلتور، فرهنګ، تاریخ او نورې خبرې ضمني دي. د ایران د یو لوړ پوړي چارواکي سره مې یو وخت مجلس درلود او راته یې وویلې چې مونږمسلمان ورونه یو او شریک فرهنګ او ګټې لرو. ما ورته وویل که داسې وي نو بیا مو عراق سره ولې څوکاله جنګ وکړ؟ د ملکونو روابط په دوه اړخیزو ګټو ولاړ دي.
همیشه مداخله ګرې خواوي د خپلو مؤخو لپاره بیلابیل اشخاص او ګروپونه استعمالوي او کله چې د دوی منافع په تضاد کې شي، بیا هغه ګروپونه او ډلې چې دوی یې حمایت کاوه، ضعیفه کوي او حتی د تشناب کاغذ غوندې باطل دانو ته هم اچوي.
شوروي اتحاد د خلق دیموکراتیک ګوند نه تیر شول، پاکستان د مجاهدینو او په لومړي ځل د طالبانو نه د خپلو ګټو په خاطر تیر شول او امریکا او ناتو هم د مجاهدینو او د جمهوریت نه تیر شول. ایران هم د افغان شیعه، تاجک او نورو پلوي ډلو نه چې په افغانستان، سوریه او عراق کې ترې ګټه اخستله د تیریدو په حال کې دي ځکه نور ورته هغه ډلې ګټورې نه دي او غواړي چې د طالبانو سره نږدې اړیکي ولري.
بله خبره چې نهایت زیات مهمه ده، ایران هم د پاکستان غوندې جنګي او ترورستي ډلې لکه القایده، حزب الله، فاطمون، جهادي تنظیمونه، طالبان، داعش او نورې ډلې د خپلو اهدافو لپاره په کلونو کلونو ساتلي او استعمال کړیدي. اوس د دې وخت راغلې چې ځینې د دې ډلو نه د تاریخ کندې ته واچوي او په عوض یې طالبانو سره په شریکه کار وکړي.
د پاکستان پرضد ډیر تبلیغ شوي خو د ایران د استخباراتي معاملو او مداخلو په هکله د جمهوریت په وخت کې ورباندې کم بحث شویدی ځکه چې د جمهوریت په دور کې ایران ته پلوي ډلې او اشخاصو نفوذ په حکومت او رسنیو کې زیات و. ایران هغه وخت ډیرو لوړ پوړو چارواکو ته په خلطو کې ډالرې او تحفې ورکولې چې یو څو بیلګې یې علني شوي هم وي.
د جمهوریت له لومړیو شپو نه ایران په غرب د افغانستان کې ځیني قوماندانان لکه امان الله خان د زیرکوه، اسمعیل خان، ځینې وکیلان، د مدني ټولنو غړي، متنقذین او ملایان او همداشان د طالبانو قوماندانان لکه ملا منصور، ملا ذاکر، ابراهیم صدر او نور تقویه کول اوحتی ځینو ګروپونو ته یې سلاوې هم ورکولې.
همداشان ایران د بن لادن کورنۍ ته پناه ورکړئ او د القایدی اوسنې مشر سیف عادل هم په ایران کې دی. کله چې په ننګرهار کې د داعش ډله ختمه شوله، اکثره بهرنیان هم د ایران له لارې افغانستان ته تللي و.
ایران کوښښ کاوه چې د سافټ پاور له لارې په مشرقي ولایتونو کې نفوذ پیدا کړي. د مشرقي یو شمیر مشرانو سره یې خاص روابط هم درلودل. ایران د ننګرهار او کونړ پوهنتونونو سره زیاته دلچسپي درلوده چې په تعلیمي ادارو کې د اوږدمهالو اهدافو لپاره نفوذ وکړي.
د دغه وړې مقدمې نه وروسته، د جمهوریت یوه مهمه نیمګړتیا دا وه چې غوښتل یې لس هندوانې په یوه لاس کې ونیسي چې هم ایران خوشاله کړي، هم پاکستان، هم هند او چین، هم شوروي، امریکا او ناتو هیوادونه، هم ترکیه او عربي هیوادونه تر اندونیزیا پورې او داسې نور. هغه پښتو متل دی چې وایي فلانی هر چا خان دی نو هر چا خان د هیڅ یو هیواد ستراتیژیک متحد پاتې کیدلې نه شي.
دا چې د ملکونو، سیاسي او جنګي ډلو تر منځ اړیکي په دوه اړخیزو ګټو ولاړې دي، په همدې خاطر ایران غواړي چې خپل پخواني یو شمیر متحدان د تاریخ کندې ته واچوي او د نوي منطقوي جیوپالیټیک سره ځان عیار او برابر او نوي متحدین پیدا کوي. په همدې خاطر ایران سفارت طالبانو ته سپارلې دی حال دا چې په مفکوري او عقیدوي لحاظ ایران او طالبان سره زیات متفاوت دي خو د سیاست د فرمولې په اساس مذهي او عقیدوي اختلافات په سیاست کې اهمیت نه لري بلکې ګټې مهمې دي. که څه هم د طالبانو په تیر دور کې د ایران او طالبانو روابط ډیر خراب و او د ایران دیپلوماتان په مزار کې ووژل شول خو طالبان هم اوس سیاست کوي او غواړي چې د ایران سره ښه روابط ولري.
دا چې ایران او طالبان به په دغه ملګرتیا کې څومره ګټه وکړي او نور ملکونه په خاصه توګه امریکا به د ایران او طالبانو د دې روابطو په غبرګون کې څه وکړي، وروستې خبرې دي.
مننه میاخیل صاحب هیله کوو چي نور هم حقیقتونه راوه سپړې ممکن افغانان په لس ځلو مارچیچلو باندي پوه سي چي باید موږ بیا یولسم ځل ددغه غارڅخه وه نه خوړل سو نړی چي پرمختګ کړی دی هغو دغه لوړي خبري چي تا وکړې د پخوا څخه درک کړي دي خو موږ چي یې اوس درک کو هم مشکل حل دی.
د پورته لیکنی په هکله دوه لنډ ټکی:
۱ – که څه هم میاخیل صاحب پر خپل تحلیلی پاکټ باندی د اخیستونکی ( لوستونکی ) ادرس لیکلی دی خو خپل ” فکری ادرس ” ئی نه دی لیکلی چی البته ما غوندی کسانو ته به ددی ادرس معلومیده ګرانه خبره نه وی.
۲ – زموږ اکثره غربګراء ( په حقیقت کی غربګداء ) سیاستمداران هغو ښو ! میرمنو ته ورته دی کوم چی په ناځوانانه توګه د میړونو لخوا طلاق ور کړه سوی وی خو بیا هم د پخوانیو او مطَلقه میړونو حسرت په زړه کی روزی او بد ئی نه وی پر پیرزو او په اصطلاح حتی پسی دیغ هم وی.
مذهب يوه پاکه پديده، خو موږ يې د تقدس ساتلو او هم د ښه کارولو جوګه نه يو.
ځينو ته به ښه پټه وي چې امام خميني د سلمان رشدي په تړاو فتوی ورکړه او ډېر وخت يې د ((لا شرقية)) او ((لا غربية)) شعارونه وډنګول، خو د حسن روحاني او د اوباما په وخت کې چې خبرې مخته ولاړې. ايران ځينې وړانديزونو او غوښتنو ته غاړه کېښووه چې په هغې کې د سلمان رشدي له فتوی لاس په سر کېدل او ان له موبايلونو ، دېوالونو او مخابراتو څخه يې غربي ضد شعارونه ليرې او ورک کړل او نړيوالو يې په مقابل کې ورته په لسګونه ميليارده ډالره خوشې کړل، خو پر ايران يې خپل توکي خرڅ کړل او هغه پيسې يې ترې بيرته چې په يوه لاس ورکړې او بل لاس يې ترې بيرته واخېستې.
زموږ يو سرتنبه جهادي مشر يو وخت داسې ويلي وو:
حوت ۱۳۶۶ : [د حزب خپله ګڼه ”شهادت“]
حکمتيار : ((اګر در هر دو کشور نظام اسلامي حاکم باشد ما تصميم ميګيريم که مرز از ميان ما برداشته شود و هر دو کشور به يک کشور بدل ګردد)).
که اوس ترې وپوښتل شي چې دې دې اسلامي نظام شعارونه چې تا ورکول، نو ولې مو په ټول توان ونه شو کولی چې لږ تر لږه د يو مسلمان ومجاهد په توګه خپل يووالی وساتو او حال دا چې هر ځای به مو ليکلي وو : ((واعتصموا بحبل الله جميعا ولاتفرقوا))، نو موږ څه وکړل؟
بيا خبره غربګرا ته ولاړه شي، ښه دا تاسې اسلام ابادګرا څه وکړل؟ همداسې تهرانګراو څه وکړل؟
ايا موږ کله هم د جنرال اسد دُراني وروستۍ مرکه اورېدلی ده چې څه يې ويلي دي؟
جنرال حميدګل خو ويلي وو چې ((سمه ده جهاد به افغانانو کړی وي، خو لارښوونه يې زما وه)) يعنې هغه د جهاد سرښندنه او نېکنامي يې هم پر موږ نه لورېدله او هغه يې هم ځانته منسوبوله. ان تر دې يې ويل چې ((افغانان د خپل سياسي برخليک ټاکلو حق نه لري))، نو ډېرې ترخې لا شته چې د هېچا له زړه وتلې نه دي او لا تر ننه يې په غوږونو او ذهنونو کې خطور کوي او لا سترګو ته يې ولاړې دي.
د سید محمد خان ورور نظر به هم صواب وی
امّا
د افغانستان پر کرهڼیزه مځکه باندی د شوروی د کمونیزم د یاغی او مست غوائی د لیونی غوبل د مخنیوی بیه دومره لوړه وه چی د شوروی د ټولو رقیبانو او دښمنانو غبرګونونه او مداخلی ور ته یوه عادی خبره ښکاریده یا په بله ژبه د شوروی د یرغل زلزله دومره ویرانوونکی وه چی د افغان وولس د ټولو یا ډیرو ارزښتونو ماڼی ئی ور ونړولی او یا حد اقل ور ولړزولی او داسی ویروونکی حالت ئی را منځته کړ چی د نړیوالو او سیمه ایزو لخوا د را استول سوو د ” نجات او ژغورنی ” د ټیمونو د پټو او ښکاره ناوړو کړنو د مخنیوی توان هیچا نه درلود خصوصاً ” پاکستانی ” ټیم ډیر خائنانه اعمال تر سره کړه چی همدا نن ورځ هم دوام لری.
بله خبره دا ده چی د ښاغلی میاخیل تحلیل ځکه ګُمراه کوونکی او مرموز دی چی پر دی تریخ واقعیت ئی رُڼا نه ده اچولی او اعتراف او اعتراض ئی نه دی کړی چی:
《 ولی او څنګه غربیانو او امریکائیانو تر شل کلن ګَرم حضور وروسته نه یوازی احمد او محمود او دولتی دستګاه بلکه ټول افغان وولس ئی په ناڅاپی توګه لاس تړلی طالبانو ته تسلیم کړ؟ 》.