سه شنبه, دسمبر 3, 2024
Homeادبد ارشاك او اوشاس حماسه / مجيب الرحمن اميري

د ارشاك او اوشاس حماسه / مجيب الرحمن اميري

دا كيسه ښاغلي عبدالغفور لېوال د ازاد نظم په بڼه پر ۱۳۸۰ لمريز كال پر پښتو ليكلې ده. د نومړي د يادښت له مخې، دا كيسه يوسلوشل كاله كم دوه زره كاله وړاندې پېښه شوې ده، چې د كوشاني مدنيت په وركو پاڼو كې يې يو تت افسانوي انځور شته. دا افسانه يوه داسې حماسه ده، چې بنسټ يې پر مينه ولاړ دى او د قوي مينې زېږېدنه يوه حماسه ده. موږ به لومړى د دې حماسې لنډيز راوړو او بيا به يې پر حماسه يي ځانگړنو رڼا واچوو، د دې حماسې لنډيز داسې دى:

په كاپيسا كې ښكلى پسرلى دى، جشنونه جوړ دي، يو مسافر پوښتنه كوي، چې دا جشن او دا ښادي د څه لپاره ده؟ خو كاپيساوال ورته ځواب وركوي دا جشن د اريايانو د بري او خپلواكۍ په خاطر دى. هغوى مسافر ته وايي:

څه موده مخكې زموږ پر ښكلې كوبا

د اسمايي پر ها سپېڅلې سيمه

د ارغوان په رنگو ښكلې سيمه

د غليمانو لوى تاړاك تېر شو

د اريايانو د دښمنو تاړاك

ها پنجاليان يادوم

د اباسين له سينده پورې خلك

چې لونگۍ نه لري لنگونه تړي

ها چې له رنگه تور دي

د زړه له سنگه تور دي

چې يې راجا مشر دى

له كنشكا يې بغاوت كړى دى

دوى نه بودا هم چې نفرت كړى دى

څه موده مخكې يې ښكرونه شنه شول

او د راجا لښكريان

ښكلي كابل ته راغلل

د اسمايي معبد زموږ د نېكمرغۍ معبد و

هلته وه ښكلې ملكه د خپلواكۍ ولاړه

ها چې هوسۍ نومېده

هغه هوسۍ چې كنشكا هم ورته سر ټيټوي

ستركنشكا خپل هغه تاج چې همايون نومېده

د خپلواكۍ د دغې ښكلې ملكې سرته په نذر وركړ

داسې يو تاج چې له سرو زرو او الماسو جوړ و

داسې يو تاج چې په دنيا كې يې مثال نه درلود

كاپيساوال همداسې لگيا دي او مسافر ته كيسه بيانوي او ورته وايي: دا تاج د همايون تاج په نامه يادېده او ستركنشكا هغه هوسۍ ته وركړ، خو پنجاليانو دغه تاج له ځان سره وتښتاوه او راجا پرخپل سر كېښود، كله چې لوى كنشكا دا خبر اوري، له پكتيانا او روهستان څخه پكتانه زلمي راټولوي او لوى لښكر ترې جوړوي، د لښكر مشر هم همدا بوډا سړى كېږي، چې په كاپيسا كې يې لوى جشن جوړ كړى دى. ده چې جگړه گټلې او پنجاليان يې تر اټك تېر كړي، نو د همدې خوشحالۍ په خاطر نن جشن كوي، خو دوى لا تر اوسه د كابل په اسمايي معبد كې د هوسۍ تاج هغه همايون تاج تر اوسه نه دى ترلاسه كړى او تر اوسه پورې د تور راجا پر سردى، خو ستركنشكا له پكتانو زلميانو لښكر جوړوي او د راجا جگړې ته ځان تياروي، څو همايون تاج يا د اريانا وياړ او خپلواكي بېرته وگټي، خو د دې تاج او تاخت د گټلو لپاره ستركنشكا يو شرط ږدي او هغه دا چې، كه هر يوه زلمي د راجا سرغوڅ كړ او تاج يې بېرته راوړ، هغه چې هر څه وغواړي، د انعام په توگه به يې ورته وركوي. په دې توگه مسافر ته دا د جشن د خوشحالۍ ټوله كيسه كوي، خو مسافر ورته وايي:

زه يو راز له خپل كماله لرم

يوه كيسه هم له پنجاله لرم…

په دې كې سازونه او نڅاوې درېږي او بوډا سالار له مسافر نه پوښتنه كوي، چې ولې دلته راغلې او كيسه څه ده؟ مسافر ورته په ځواب كې وايي: راجا اوس هم خوشحاله دى، د ښكلې هوسۍ تاج يې پر سر اېښى دى، نوموړى ورته وايي ماخوب ليدلى چې بودا راته وايي راجا د ابليس يار دى او ابليس پر راجا طلسم كړى او دا طلسم ډېر بدرنگه دى او يوازې په ښكلا سره ماتېداى شي، ښكلا بايد بودا ته نذر شي او دا ځكه چې بودا حسن پرست دى. په دې سره دې د كاپيسا يوه ښكلې پېغله بودا ته نذر شي او طلسم به مات شي، له همدې سره مسافر ځي او ترى تم كېږي. سالار فكر كوي، چې ايا دا به رښتيا وي او كه نه او ايا دا ښكلې به څوك وي، چې بودا يې نذر غواړي؟ په بگرام كې ټولې ښكلې راټولې دي، اتڼونه گډ دي او سازونه روان دي، پكتانه انټچيان داسې اوږې غوځوي، چې ټول ورته حيران دي. په دوى كې يو ځوان اتڼچي چې (ارشاك) نومېږي، ډېر ښه ځلېږي او د (اوشاس) په نامه تر ټولو ښكلې پېغله هم په همدې صحنه كې پر ده مينېږي. بلارخره يې د دواړو له يو بل سره مينه پيدا كېږي، خو كله چې بوډا سالار د دې پېغلې حسن او ښكلا گوري، نو دى هم پرې مينېږي او په دې سره د ارشاك رقيب كېږي، بلاخره ارشاك خپل رقيب وژني او رقيب هم د مرگ پرمهال وصيت كوي، چې د ده قاتل ونه وژني او همدى بايد د پوځ مشر شي، ځكه دى زړور دى، دى مين دى او مين هر څه كولاى شي او همدى به راجا وژني او د هوسۍ تاج به بېرته راوړي، همداسې كېږي، ارشاك جگړې ته ځي، او جگړه گټي، خو هلته اوشاس چې د بودا نذرانې ته وړل كېږي، نو له هغې سره د ناروا كار له امله هغه دې ته اړ كېږي، چې ځان د نيل درياب ته اچوي، هغه درياب ته، چې اباسين ته ورځي او هغه درياب ته چې تر اباسين پورې غاړه ارشاك هلته پر جگړه بوخت دى او همدا درياب د دې پاك او سپېڅلى جسد تر ارشاك پورې ور رسوي او په دې سره د مينې دا هنگامه او دا حماسه پاى ته رسېږي.

د دې حماسې مهمې ځانگړنې دا دي:

۱ –  دا حماسه يوه عشقي حماسه ده او عشق په كې داسې پسولل شوى، چې حماسې ته يې يو نوى رنگ او خوند ورپه برخه كړى دى. او دا ازاد نظم په بڼه ليكل شوې ده.

۲ – دا حماسه د يوه ملي او پښتني ثقافت په چوكاټ كې ليكل شوې، هېڅ داسې څه په كې نشته، چې هغه دې له پښتني كولتوره لرې او يا له هغه سره په ټكر كې واقع شوي وي.

۳ – له وطن سره مينه او مېړانه په كې انځور شوى او د راجا او پنجاليانو له خوا د همايون تاج، چې د خپلواكۍ او غيرت نښه ده، تښتول شوى او ارشاك همدا تاج ترلاسه كوي او راجا وژني. پر همدې بنسټ په دې حماسه كې ډېر لوړ او عالي هدف پروت دى. هغه جگړه چې په دې حماسه كې بيان شوې د اريايانو او پنجاليانو ترمنځ جگړه ده، ځكه هغوى پر كابل يرغل او تاړاك كړى و او د كابل له اسمايي معبد څخه يې همايون تاج وړى و. هغه تاج چې د اريايانو د وياړ، خپلواكۍ او عظمت نښه وه.

۴ – د دې حماسې اصلي اتل ارشاك دى او فرعي اتل يې اوشاس او د هغې مينه ده، ځكه كه له ارشاك سره د اوشاس د مينې زور نه واى، نو ښايي نه يې خپل رقيب اتل راجا وژلى واى او نه يې هم د هوسۍ د سر همايون تاج بېرته له هغه څخه ترلاسه كړى واى. خو ده هم ياد څيزونه ترلاسه كړل او هم يې په دې سره خپل لوى ملي او معنوي ازرښت ترلاسه كړ.

۵ – د دې حماسې اتل هم پر يوه خطرناك سفر وځي، هغه داسې چې يوې خوا ته يې خپله مينه اوشاس او بلې خوا ته له خپل رقيب راجا سره جگړه ده.

۶ – دا حماسه په يوه ټاكلي ځاى ځايگي كې پېښه شوې، چې هغه له كابل او بگرام نه تر اباسين اخوا پورې سيمه ده، چېرته چې تورمخي او پنجاليان اوسېدل او چېرته چې د راجا راج چلېده او پاچاهي يې وه. دا حماسه د كوشانيانو په دوره، پورې چې شاوخوا دوه زره كاله پخوا پېښه شوې ده. دا چې له لويه سره يوه مهمه تاريخي پېښه كې بيان شوې او بايد تاريخي حماسه بلل شوې واى، خو موږ ځكه ورته عشقي وويله، چې كه د عشق زور نه واى، ښايي دا حماسه لكه څنگه چې ده، هغسې نه واى پنځېدلې.

۷ – په دې حماسه كې د اريايانو د غرور او له خپلواكۍ سره د مينې ښه څرگندونه شوې او له اره دا حماسه د خپلواكۍ، غرو او مېړانې په پايله كې رامنځ ته شوې ده. كه چېرې له اريايانو او پكتانو سره د مېړانې، غرور او خپلواكۍ مينه او جذبه نه واى، نو دوى به نه لښكرې راټولې كړې واى او نه به يې د راجا له خوا تښتول شوى د هوسۍ د سر همايون تاج بېرته ترلاسه كړى واى، خو دوى د همدې موخې لپاره لښكرې ټولې كړې او هلته جگړې ته ورغلل او هر څه يې بېرته ترې ترلاسه كړل.

۸ – په دې حماسه چې اصلاً يوه عشقي حماسه ورته ويلاى شو، مينه داسې انځور شوې، چې له امله يې جگړه گټل شوې او مينه په كې دومره زوروره ښوول شوې، چې مين په مينه كې له هر څه نه تېرېږي او داسې كارنامې ترسره كوي، چې په خلكو كې د اريانتيا لامل كېږي.

۹ – د دې حماسې ژبه ډېره خوږه، ښكلي لطيف الفاظ په كې كارول شوي، او د دې ترڅنگ د سوال او ځواب صنعت په ډېر ښكلي انداز سره په كې كارول شوى، چې دې كار حماسې ته لازيات خوند او رانگ وربښلى دى.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب