لیکوال: یونس تنویر
رنګیني یې د اشعار تر حنا زیب کا
د شیدا دیوان په لاس واخلئ خوبانو
کاظم خان شیدا
اننګي دې له خندا رنګیني اخلي
په لعلونو کې ږلۍ ده را ایساره
استاد ناکار
رنګیني ستا د رخسار په کهکشان ده، رنګیني ده په بهار ستا د لبانو… دا او داسې نورې زیاتې مسرې، چې د رنګینۍ لفظ پکې راغلی دی؛ فرق دا دی، چې شیدا د رنګینۍ لفظ تر ډېره د واقعي نړۍ سره تړلی دی. یانې موصوف یې په واقعي نړۍ کې دی، مګر نورو پورته ټولو مسرو کې د رنګینۍ لفظ د مبالغې رنګ لري.
پخوانیو کره کتونکو به ویل، چې د شعر لپاره زیاته مبالغه اړینه ده؛ مګر زه په دې اعتراف نه کوم، ځکه چې د شیدا د شعر رنګیني تر ډېره له ټولو ښه شاعرانه راغلې ده. په نورو ګردو مسرو کې د رنګینۍ د لفظ سره ظلم شوی دی، ځکه چې رنګیني په یو مبالغاتي او خارق العاده شکل کې را وستل شوې ده، مګر رنګیني تر ډيره د انساني پدیدې حقیقت دی. او په حقیقت کې د رنګینۍ مبالغه نه شته.
د شیدا د رنګیني لفظ د خپلو اشعارو لپاره د حنا سره یو حقیقي تمثال دی، نه کوم عذر دی او نه خوبانو ته زارۍ دي، چې زما اشعار ولولئ او نه دا کیفیت دی، چې د اشعارو رنګیني د حنا د رنګ غوندې ښکلی ده، بلکې هغه د خوښۍ کیفیت دی، چې نجونې یې د لاس په سره کولو کې لري. په دغه تمثال کې د حنا او د خوبانو ترمنځ یو مانیز وحدت دی. یانې هم صفت او هم موصوف عیني څیزونه دي. یانې خارق العاده څیزونه نه دي. زه فکر کوم، چې شعر د کلماتو هنر دی او باید نقادان یې باریکیو ته ځیر شي.
د شیدا لوړ بیت د شرح دیوان کاظم خان شیدا په (۴۵۸) مخ کې شرحه شوی دی، مګر داسې شرحه شوی، چې پوره د شعر پېژندنې او شعر پوهنې معیارات پکې نه دي مراعت شوي او نه هم د معاصر نقد په تله تلل شوی دی، یوازې یو ناباوره بیان دی، چې د شیدا د بیت سره هیڅ تناسبات نه ساتي. یانې د شیدا د غزلیاتو شرحه د بغدادي قاعدې په څير نه شي شرحه کیدلی. دا د شرحې ډېر کمزوری او قدیمي شکل دی، چې عربانو او فارسبانو به د قدیم وخت اشعار پرې شرحه کول، چې وروسته ټول غلط ثابت شول او نوې شرحې ولیکل شوې.
د حنیف خلیل شرحې! شیدا یې په زیاتو ځایونو کې بسیط کړی دی. او د هغه د اشعارو حنایي زیبایي یې لا هم نه ده څرګنده کړې. موږ د استاد محترم حنیف خلیل شرحه کټه مټه را اخلو:
شرحه: ((خوبان یانې ښایسته خلق، چې نکریزې په لاسو پورې کوي، نو ګویا چې نکریزې په لاس اخلي او د خپلو لاسونو د ښایست د پاره د نګریزو د رنګینۍ نه اثر اخلي. شیدا وایي چې د نکریزو رنګیني خو صرف لاسونه سره کوي، چې مادي ښایست کې اضافه کوي، خو کوم خوبان چې په لاسو نکریزي اخلي. هغوی دې د شیدا دیوان په لاسو کې واخلي. د شیدا په دیوان کې شاعري خو د نکریزو د رنګینۍ نه هم زیاته رنګیني لري، ځکه چې دا شیدا د دیوان رنګیني د خیال او فکر په رنګینۍ کې هم اضافه کوي. یانې د هغه په شاعرۍ کې رنګین خیالي ده، نازکي ده، خوند او مسرت کې اضافه کوي، نو ځکه خوبان باید په دې خبر شي، چې د شیدا د دیوان رنګیني د نکریزو د رنګینۍ نه زیاته ده. او خوبان چې د رنګینۍ لپاره نکریزې په لاس اخلي، نو یوځل خو د شیدا دیوان هم په لاس واخلي او بیا دې وګوري، چې دده د دیوان رنګیني څومره زیاته ده.))(مخ: ۴۵۸)
مګر په پورته شرحه کې د شیدا اصلي غرض نه دی په ډاګه شوی، ځکه چې د شیدا رنګیني تمثال حنا دی. او حنا دلته ځکه مجاز دی، چې په لاندې مسرې کې خوبان دی. نو دلته د حنا او خوبانو غرض د اشعارو او د شیدا د دیوان په لاس کې اخیستل دي، مګر کوم قیاس او توجیه چې خلیل صیب یې لري، نه ده، ځکه د بیت کلمې یو بله شاعرانه مانا را کوي. په کلاسیکه شاعرۍ کې د حنا لفظ تر ډېره د وینو سره شباهت لري. او په پورته بیت کې یو ډول د سوز عاطفي شکل هم شته، ځکه چې خوبان لاسونه سره کوي. او دیوان د شیدا د زړه په وینو لیکل شوی دی؛ نو په دې وجه د اشعارو تمثال د حنا تر رنګینۍ زیات زیبا ګڼل شوی دی. اوس موږ نه پوهیږو، چې محترم خلیل صیب د کلمو پورته قیاس له کومه کړی دی؟
یانې شیدا د خپلو اشعارو له رنګینۍ غرض دا نه دی، چې ګوندې د شعر نازکخیالۍ، خوند او مسرت ښیي او نه هم دا دی، چې خوبانو ته زارۍ وکړي، چې زما اشعار ولولئ، نو لاسونه به مو ښکلي کړي، ګر سره په دې مانا کې نه مجاز شته او نه کوم تمثال، مګر د دې بیت اصلي غرضونه همدا دي.
ځا لږ ښه شو چې دې خوا دې لاس واچولو، هغه نورو چټياتو کې خو دې لړل کړي وو. ليکل مې دې ونه لوستل خو حد اقل عنوان نه يې معلوميږي چې چټيات دې پکې لږ باد کړي.
ما فکر کاو، چې ته به یوازې جاهل وې، مګر ته جاهل نطلق یې، ځکه چې تاته ملې، دیني او کلتوري ارزښتونه چټیات ښکاري. اصل کې ته یو بل مرض هم لرې، هغه حیض الرجال یې.