یکشنبه, اپریل 28, 2024
Homeادبشعرد ډاکتر ځلاند درې غزلونه

د ډاکتر ځلاند درې غزلونه

لکه کاڼی د سنګسار په خوا کې پروت یم
یم معصوم د ګناهګار په خوا کې پروت یم
هره ورځ پرې شل او سل چې وژل کیږي
زه د داسې یوې لار په خوا کې پروت یم
خپل شلیدلی ګریوان نشم پرې ګنډلی
ماته ستن یم د لنډ تار په خواکې پروت یم
جنتي یمه ملا چې غوسه نشي
ځنکندن کې د خمار په خواکې پروت یم
هره شپه یې له اسمانه ستورې لویږي
زه د داسې یو ښار په خواکې پروت یم
زه له ډاره خوځیدای نشم ځلانده
زمانه شوه چې د مار په خواکې پروت یم

*  *  *

ساقي ولاړ و میخانه کې به ګیلاس ګرځیده
هوش به له جام سره یوځای کې لاس په لاس ګرځیده

هغه به شپه کې د تیارې په څیر ډیوې وژلي
په شنه سهار به د رڼا د لمر په اس ګرځیده

دلته لا اوس هم بدلوي څیرې اینې ته خلک
د لته پخوا به هم شیطان په سپین لباس ګرځیده

هغه وخت لاړ چې کلیمې به مسلمان کړو انسان
هغه وخت لاړ چې مسلمان به خیر الناس ګرځیده

یوه زمانه وه چې ځلاند به کړي په تول خبرې
یوه زمان
ه وه چې ځلاند به بې وسواس ګرځیده

*  *  *

خوشبویې رانه محدوده شوه چاپیره
ستا اروا مې له وجوده شوه چاپیره

زه پوه نشوم چې یار غیږه راته راکړه
سره لمبه وه چې له دوده شوه چاپیره

پس له وخته مې توبه کړه دلته ماته
میخانه رانه بیخوده شوه چاپیره

دا دعشق مرتبه نه ده وایه څه ده
له موجوده ناموجوده شوه چاپیره

یار ته هله رسیدای شي چې ځلانده
بنده ګي دې له معبوده شوه چاپیره

درنښت

ځلاند

1 COMMENT

  1. دیری شایسته غزلی وی ځلاند صاحب زما ستا غزلی دیرخوشیژی اوستا دی نور کامیابوی په هلیه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب