شنبه, نوومبر 9, 2024
Home+د "ویښو دېوالونو" فني روایت

د “ویښو دېوالونو” فني روایت

نعمت الله صدیقي
“دېوالونه ویښ دي” د ښاغلي سید خیرمحمد عارف د هغه شعري مجموعې نامه ده، چې تقریباً د شپيتو کلونو د خورو ورو شعري نمونو هنري ریاضت یې پکې ځای کړی دی. عارف صاحب د سهیلي پښتونخوا په څو هغو ادبي بزرګوارو شخصیتونو کې راځي، چې د خپل فکر او فن ترڅنګ یې څو لسیزې د خپلې ژبې او فرهنګ خدمات هم ترسره کړي دي. دی لکه څومره چې ښه او بهترین شاعر دی، په هغه کچه د پښتو ژبې په نورو حلقو (حوزو) کې عام او مشهور نه دی (دلته له عامېدو او شهرت مقصد عام مشهورېدل نه دي) او دا شاید چې زموږ د ذوقي لوستونکیو د لوستونې او کره کتنې په برخه کې لوی تاون وي. علتونه یې چې هر څه او هر څومره وي؛ خو د عارف صاحب په څېر د لوی شاعر په پېدا کېدو، نمانځنه او تحلیلونه کې زموږ د ذوق تجسس او لټون ضرور تر پوښتنې لاندې راځي.
د عارف صاحب دغه مجموعه دولس کاله وړاندې چاپ او خپره شوې ده؛ خو ما تراوسه لکه د نورو ښه مجموعو په څېر پر دې مجموعه هم چېرې څه نه وو لوستي، اوس چې د کوټې د پښتو اکاډمۍ په سیمنار کې زما په غوښتنه عارف صاحب دغه مجموعه راکړه، د څو خبرو او خبرونې حق یې ځکه هم جوړېږي، چې که زما په څېر څوک ناخبر یې د هنر پر عظمت نه وي خبر باید چې خبر شي. دا خبره ممکن د عارف صاحب د شعري مجموعې له کوټلې او لوټلې لوستنې وروسته هر څوک محسوس کړي، چې هغه یوازې د سهیلی پښتونخوا د هغو څو شاعرانو په قطار کې ولاړ شاعر نه دی، چې یوازې د همغه سیمې په شاعرانه عظمت یې سړی شمار او حساب وکړای شي؛ بلکې دی د خپل منفرد سبک او د نویو خبرو له اړخه د هغو لویو شاعرانو په څېر په نویو تجربو او نوښتونو کې شامل شاعر دی، چې د ټول شاعرانه ډسکورس او د خپلې ژبې پر ژۍ یې د یادونې او ویاړنې سر هسک دی.
عارف صاحب په ۲۰۱۴ م کال کې مشال راډیو ته په یوه مرکه کې وویل، چې ده لومړۍ شعر د اویایمو میلادي کلونو په لومړیو کې ولیکه او د هغه وخت له کوټې په خپریدونکې ولس مجله کې خپور شو. ده مایل صاحب مشر استاد او سعید ګوهر یې خپل جیګري یار او د مکتب همصنفي او پر یوه کال زېږدونکی یاد کړ. په دې حساب که چېری دی او ګوهر صاحب د شعري سبک له پلوه په ځینې برخو کې سره ورته غوندې وي؛ نو دا به کله هم دوی پر یو بل د سبکي پور حق ونه لري؛ بلکې دا دواړه د منځپانګې او سبکي ډکشن له اړخه منفرد او ځانګړي دي.دغسې یوه ځانګړې شاعرانه خبره او خیال یوازې دوی کولای شي، د عارف صاحب شعر دی:
مفسره! په تفسیره کې وي نکتې د جمال ـ خال خال جوړوي نازکې نجونې پر لنډۍ زنه خال ـ خال خال
او یا دا شعر :
ستا و سپ سپ بڼو ته ووایه په ډاګه باندې      پښتانه یو سړی هېڅکله په لښکر نه وهي
د لومړي شعر په متن کې یوازې یو جمالیاتي خوند نه دی انځور شوی، چې د نازکو نجونو پر لنډۍ زنه د خال د جمال خبره کوي؛ بلکې دلته د یو فارم یا د یوه ادبي هیئت لپاره د مضمون پیرایه هم داسې وړاندې شوې ده، چې مخاطبې یې دغه پر لنډۍ زنه خال د جمال يو ناتمامه جهان ګڼلی دی. په متني تفسیرونو کې د جمال خال خال نکتې لټول یا په ګوته کول د معاصرو تیوریو هغه مبحثونه دي. چې په ادبیاتو کې یې نوی نقد د بین المتونیت په اصطلاح راپېژني، یعنې په یوه متن کې د ډېرو ماناوو افادې یا د یوه متن د مختلفو ماناوو رنګا رنګۍ ته بین المتونیت وايي. په دغه بیت کې چې پر لنډۍ زنه کوم خال یادوي، د همداسې یوه طرز له مخې ستایونکي (مفسر) ته وايي، چې دا خال تفسیر دی او په تفسیرونو کې د جمال نکتې خال خال وي. دغه (خال خال) قید چې دلته د (ځينې ځینې) په مانا راغلی، دا د جمال یا ښایست ډېرې ماناوې او مطلبونه لري؛ مطلب دا د هر مفسر یا لېدونکي لپاره خپل خپل برداشت او مطلب لري؛ یعنې دا د نازکو نجونو پر لنډۍ زنه خال د بین المتونیت غوندې هر چاته خپل خپل مطلب او مانا لري. د جمال او ښایست په اړه په دغه متن کې د یوه ډېر او حتی ژور رغښت داسې خیال او پيرایه وړاندې کول بېخي نوې خبره ده. په دغه شعري متن کې دوه خبرې داسې دي چې دغه شاعرانه متن یې ځانګړی کړی دی یو دا چې پر لنډو زنو خال یا خالونه ډېرې ماناوې او مطلبونه لري او بله یې د همدې خبرې لپاره د معاصرې علمي بڼې هغه افاده یا پيرایه ده، چې د ماناوو یا مطلبونو پر رنګارنګۍ باور لري. زه فکر کوم دغه دواړه تړاوه د دې شعري متن هغه اوج دی، چې د عارف صاحب د ټول شاعرانه مقام تعین او قیاس پرې کولای شو.
په همدې شاعرانه اساس او رغښتي تړاو د دویم بیت شاعرانه مخاطبه هم ولولئ، چې باڼه ممکن ډېرو نورو شاعرانو هم پښتانه او لښکر کړي او جنګولي وي؛ مګر دغه شعر کې د پښتانه د کلتوري ارزښت او روزمرې، چې پښتانه یو سړی په لښکر نه وهي. هغه تلازمه ده، چې دغه باڼه یې په ځانګړي انداز پښتانه کړي دي. د (سپ سپ بڼو) ترکیب او بیا دغو بڼو ته د (ووایه) پر قید پراډوکس هغه شاعرانه انداز او خوږلت دی، چې موږ یې عموماً د شعر په مهمو او ذاتي خصوصیتونو کې شمیرو.
د عارف صاحب د شعر یو بل خصوصیت دا دی، چې عامې او ساده خبرې هم د همداسې یوې ژورې پيرایې په بڼه کوي چې حتی د تخیل ظاهري څرک پکې نه معلوميږي؛ مګر لوستونکی چې په ځان خبرېږي د یوه ډېر ژور خیال او تخيل په صحرا کې یې ګرځوي:
ژوند د ستونزو دویم نوم دی، حوصله ورته پکار ده تر وړه خندا دې جار شم، سړی نه ورخطا کېږي
زه خپله داسې ګڼم، چې که یوه محبوب ته سړی دومره سنجیده او جدي خبره هم کوي؛ نو د ویلو انداز يې باید داسې وي، خو له دې پرته یوازې محبوب هم نه؛ بلکې په دغه جمله کې چې (ژوند د ستونزو دویم نوم) د بیت هغه مهمه برخه ده، چې شعر ته یې استعاري ژبه ورکړې ده، مانا دا چې د ډېرو نورو ماناوو او مطالبو مفاهیم یې هم افاده کړي دي، د همداسې نورو ماناوو او مطالبو دا بیت یې د لوستو دی:
موږ خو دې هسې نوم لېدلی کتابونو کې دی نری نری شماله! وایه شها څنګه تېر کړې
ایي اې ریچرډز چې د نوې کره کتنې د تیوری د مهمو او بنسټ ایښودونکیو نقادانو په فهرست کې راځي د شعري متن په برخه کې یې د ځينو همداسې ماناوو او مفاهیمو لپاره څلور ډوله د سپړنې طرز معرفي کړی. په دغه متني طرز سپړنه کې چې خیال (Sense)، احساس (Feeling)، لهجه (Yone)، منشا (Intention) یې مهم توکي دي، د عارف صاحب په شعري متن په خاص ډول ځکه تطبیق کېږي، چې د ده د شعر ذاتي خصوصیتونه د همداسې یوه افاقي ارزښت له مخې په یوه شاعرانه کیف پنځېدلي دي. دی وايي:
ونه په کور کې ده خوشبو یې تر کلا راوځي و هر کلي ته یې رڼې اوښکې په ورا راوځي
ماته احساس و، زه د وخت په نزاکت پوهېدم ما به وار کړی وای خو یار خبره سپینه غوښته ما ویل چې نشي اشتهار دا پرتمینه مینه تا په تحریر لکه رسید کیسه رښتینه غوښته
پردۍ اور یې کور ته راوړ څه د شنو غنمو لو دی په لسټوڼي کې پټ مار و اوس په خپله رسوا کېږي
په دغه درې واړو شعري متونو کې لوستلی او محسوسولی شئ، چې خیال یې د مانا له پلوه نه؛ بلکې په خپله د خیال او تکنیک له پلوه څومره هنري افاده لري، په لومړي شعر کې (ونه) د خیال د استعارې په مرسته یوه څوک تداعي کوي او بیا یې د خوشبو هرکلي ته (د اوښکو وراوې راوتل) هغه احساس او عاطفه ده، چې زموږ مېنه، خوښي او غم درې واړه سره یو ځای کوي او دغه یو ځایول د دغه شعري متن همغه ځانګړنه ده، چې له مانا پرته پکې د شاعرانه خیال او عاوطفو (د څنګه ویلو) اړخ بارز او ځانګړی کوي.
د دویم او درېیم شعر د متني افادې هغه اړخ چې ریچرډز یې لهجه بولي، دا ده، چې دلته لوستونکي ته په داسې انداز خبره وکړای شي، چې هغه پکې په خپله د پنځګر احساس، عواطف او تخیل په شدومد محسوس کړي او داسې یې محسوس کړي، لکه هغه چې په دغه ټولو ځانګړنو کې عیناً او محسوساً موجود وي. په دغه شعرونو کې د شاعرانه منشا یعنې د شعري غایې او مقصدیت اړخ هم خورا څرګند او روښانه ده، مانا دا چې د خیال او تکنیک مقصد معلوم ده، په وروستي شعر کې وینو، چې هغه د (خپل کور ته د پردي اور) د راوړنې لپاره هم داسې انداز خپلوي، چې هم په کې خبره مهمه او درنه ده او هم یې پيرایه (د شنو عنم لو) په تشبېه سره هنري کړې ده. دا او داسې نوره ډېرې هنرې ځانګړنې د عارف صاحب د شعر خاصه برخه ده.
یو بل شی، چې زه یې د همدې خبرو ضمیمه ګڼم، هغه د عارف صاحب په شعر کې د معروضي حالاتو او واقعیتونو ژبه او خبره ده، چې د پورته شعري ځانګړنو په استناد یې سړی ویلی شي، چې د شعر اکثریت سنجیده او معروضي خبرې یې د ادبیت له ښکلایز او هنري امتزاجه سره پېیلي دي، په دغه لاندې ټول غزل کې یې له همداسې یوه خارجي واقعیت سره د هنري او فني ادبیت اوج ولولئ:
دا له اوسه نه دي، دغه چارې اشنا تل کوي خوله د جانان خپله ده، خبرې پرې د بل کوي
څه کانې وحشي باد د وطن په خلکو وکړلې ګرځي په ښارونو کې کارونه د ځنګل کوي
زېرمه به داستان تاریخ د کومې ورارې بورې کړي ذکر به د کومې پښتنې د وران اروبل کوي
دغه بې درکه لاروی او دغه سوړ توپان ځي پر واوره باندې به تر څه وخته مزل کوي
زموږ ناتار عارفه! نه راګرځي په هغو باندې څوک چې لکه زلفې خوب د ښکلیو په څنګل کوي
د عارف صاحب د شعر په اړه نورې ډېرې خبرې هم کېدای شي؛ مګر دلته یې موږ پر ځېنو هغه فني اړخونو خبرې وکړې، چې د ده د شعر غالب مجموعي فني او فکري ادبي هویت ثابتوي، د عارف صاحب دغه ادبي شاعرانه هویت یوازې دا نه دی، چې موږ یې د فن او هنر د یوه عام او معمولي متن په توګه فني او هنري تجربې وبولو؛ بلکې زه باوري یم، چې د پښتو شعر جدي لوستونکي پوهېږي، چې دغه شاعرانه تجربې د معاصر او جدید شعر په برخه کې بېخي هغه غير معمولي ادبي او هنري شهکار شاعرانه متون دي. چې زموږ د معاصر شعر بهترین فني او فکري راویت یې پاللی او پنځولی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب