جمعه, مارچ 29, 2024
Home+قماربازان| لیکوال: بېل پرونزیني

قماربازان| لیکوال: بېل پرونزیني

ژباړه: ‍ارشاد علي 

شاتنۍ کړکۍ ته لاړم، پرده مې پورته کړه او د باندې مې وکتل. په بیړې سره مې پرده ښکته کړه، راتاو شوم تر څو هربي ته وروګورم. چیغه مې کړه:«غټ سریه!»

ويې ویل:« څه خبره ده مشره؟»

ومې ویل:« د پولیسو مرکز پدې بله غاړه کې دی!»

هربي په ارامۍ سره وویل:« پوهیږم!»

ما لاس تیلیفونو، رنګه پاڼو، د ځلیدونکو پاڼو بنډلونو او هغو نورو سیانو ته چې تازه مو خلاص کړي و، ونیو او ومې ویل:« ته پوهیدې. ښه، بیخي ښه ده! نده؟ پولیسان که دلې راوګوري نو بیخي به خوښ نه شي؟ په موټرو کې به له اوږدو مزلو خلاص شي، یوازې د زینو تر شا، پدې مخامخ غاړه کې به مو د جیلخانې میلمانه کړي. غټ سریه! د هغه وخت او مصارفو په هکله فکر وکړه چې د مالیې ورکونکیو څخه به يې ساتو.»

هربي وویل:« پولیس به دلې نه راننوځي.»

ما وویل:« نه، ښه؟»

هربي سر وښوراوه، ویې ویل:« ته يې نه وینې؟ کارونه بیخي منظم دي، له دې ښه نشي کیدای.»

ـ زه خو یوازې د پولیسو په مرکز کې په یوه سړه خونه کې  ځان بندي وینم.

ـ تا کله هم (غلا شوی لیک) لوستی دی؟

ـ کوم لیک؟

هربي وویل: غلا شوی؛ د ایډګار الن پو غلا شوی لیک.

ما وویل:« ښه نو؟ پدې هکله مې څه نه دي اوریدلي. دی بیا څوک دی، د لویدیځو لارو کوم مجرم نیونکی؟»

هربي وویل:« دی لیکوال و. سل کاله وړاندې مړ شوی.»

ما وویل:« ښه نو د یوه مړه لیکوال يې له دې سره څه؟»

هربي وویل:« تا ته دا ویل غواړم چې ده د (غلا شوي لیک) په نوم یوه کیسه لیکلي، چې هر څوک پکې دا هڅه کوي چې یو ورک شوی لیک پکې پیدا کړي، خو هېڅوک يې نشي پیدا کولای. پوهیږې ولې؟»

لاسونه مې پورته واچول، ومې ویل:« ولې؟»

هربي وویل:« هر څوک د لیک  په پټنځای پسې ګرځي خو یو يې هم دا فکر نه کوي چې په یوازیني پاتې شوي ځای کې چې تر ټولو ښکاره دی، وګوري.»

ـ ښه نو؟

هربي په اسویلي کې وویل:« موږ هم ورته شی دلته لرو. که چیرې پولیس خبر شي چې په ښار کې د قمار وهلو کوم نوی ځای جوړ شوی، نو له خپل شاوخوا پرته به ټول ښار پسې وګوري. د کوڅې له پورې غاړې پرته نور هر ځای.»

فکر مې پرې وکړ، ومې ویل:« نه پوهیږم، بیخي لیونتوب راته ښکاري!»

هربي وویل:« بلکل. ښکلا يې همدلته ده کنه. لیونتوب دی خو بیخي غوره. نشي ګډوډیدلای.»

ومې ویل:« د ځای مالک ته دې څه وویل؟»

هربي وویل:« ورته ومې ویل چې د صنعتي پیپونو د تولیدونکي کمپنۍ استازي یو. د ګوډامانو مال نلرو، یوازې د خرڅلاو دفتر دی. یو څو رنګمالان مې هم راوستل تر څو د کړکۍ په مخ او شا جعلي نوم ولیکي.»

ما وویل:« دا د ځمکې والا سړی خو به داسې وخت کې نه راځي چې موږ يې تمه نه لرو؟»

هربي وویل:« نه! تر څو چې کرایه په وخت ورکوو، کار به نلري»

ما وویل:« لاندې پوړ کې چیشی دي؟»

هربي وویل:« د بیمې شرکت. له هغې خوا هم مشکل نسته.»

ما لګ نور فکر هم وکړ، شاید هربي به په سمه وي. پولیس به ولې په ښار د نوي قمارخونې د جوړویدو لپاره ددوی خپله کوڅه وګوري؟ هېڅ دليل نه ورته پیدا کیږي. ورته ومې ویل:« سمه ده! خو خدای دې وکړي چې ته به په سمه وې.»

هربي وویل:« فکر مه کوه، زه په سمه یم.»

ومې ویل:« ټولې شمیرې په لاین کې شوي دي؟»

هربي وویل:« تا ته له زنګ وهلو وړاندې مې د هر څه غم خوړلی مشره. اته کسان، پنځه بارونه، د سګرټو یوه ماغزه، د بیلیارډ یو سالون او یو رستورانت مې برابر کړي. یوازې به زنګ وهي، ادرس مادرس نشته.»

سر مې د رضایت په بڼه وښوراوه، ومې ویل:« ښه نو تجارت پیل شو.»

هربي وموسید، ویې ویل:« د کتابونو جوړول پای نه لري.»

ومې ویل:« څه؟»

ده وویل:« دا مې چیرته لوستلي و.»

ومې ویل:« له لوستلو پکې تیر شه او کتاب ته سترګې غړوه.»

د ځينو لاملونو له کبله هربي ته دا لګ څه خندونکي وبریښیده. راتلونکی سهار په نهو بجو، لومړي مشتري د خپلو شرطونو لپاره زنګ راوکړ، هغو نورو اوو د ۱۰ دقیقو دننه زنګونه راوکړل، هربي چې څه ډول ترتیب کړي و هماغسې وشول. د شرطونو د سایز او شمیر څخه رامعلومه شوه چې دا ښار به ډير ژر د سرو زرو په کان بدل شي.

کار مو سره وویشلو؛ هربي به تیلیفونونه ځوابول، او شرطونه به يې په ځلیدونکي کاغذ باندې لیکل او ما به په چانسونو فکر کولو او همدا ډول به  د لاس ویګاس او لاس انجلس له ځينو لویو قمارخونو سره په اړیکه کې وم. ځلیدونکي کاغذونه د پیاز د پوستکي په څیر نري دي او موږ يې له دې کبله کاروو چې کچیرته پولیس کومه چاپه واچوي نو په یوه خلي سره ټول بنډل سوځل کیدای شي. نه به کوم ثبوت پاتې وي او نه به اعتراف وي. ښه نو موږ په زمزمه کولو سره لګیا و، په سانتا انیتا او ګولډن ګیټ کې د لومړنیو سیالیو لپاره مو تیاری نیوو چې پدې وخت کې چا دروازه راوټکوله. ما او هربي یو بل ته وکتل؛ بیا مې ساعت ته وکتل، ته وا ساعت راته وايي چې دا خدای وهلي دروازه څوک ټکوي. له لسو پنځه څلویښت تیرې وې، زموږ د کاروبار له پیله یو ساعت او پنځلس دقیقې تیرې وې.

هربي وویل:« څوک به وي؟ شاید د ځای مالک.»

ما وویل:«فکر کوم ویلي دې وو چې د ځای مالک به مو نه په تنګوي.»

پدې وخت کې دوه تیلیفونونه همهاله وشرنګیدل، ټوپ مې کړ: دا شیان بند که!»

هربي دواړو ته په «وروسته زنګ وکړی» ځواب ورکړ او کیېښودل.

هربي وویل:« ښه ده دروازه خلاصه کړو، که د ځمکې مالک نه وي نو شاید پوست رسونکی به وي.»

ومې ویل:« سمه ده.»

هربي وویل:« په هر صورت، داندیښنې خبره نده.مقصد پولیس دروازه نه وهي، وبه يې وهي؟»

زه هم ارام شوم. بلکل، که پولیس وای نو دروازه يې نه وهله همداسې به په درز کې راننوتلي وای. دروازې ته ورغلم، د کوچنۍ دریڅې په بڼه مې خلاصه کړه، لومړی شی مې چې ولید یو لوی ځلیدونکی نښان و چې په یوه شنه یونیفورم باندې لګیدلی و. سترګې مې پورته لاړې، په یوه سره لوی غټ ورمیږ او بیا مې په یوه غټه کوپړۍ چې ابي او طلايي خولۍ يې اغوستي وه، ولګیدې.

کوپړۍ وویل:«  سلام!»

شاته مې یې یو بل ابي یونیفارم ولید، ومې ویل:« اوفف»

غټ سري وویل:« زه د پولیسو ډلګۍ مشر ویګینز یم او زه…..»

دروازه مې وویشته او چیغه مې کړه:« پولیس!! هربي، کاغذونه، ځلیدونکي کاغذونه!»

ده هم چیغه کړه:« پولیس؟»

دروازه په درب سره راخلاصه شوه، لګه مې تم کړي وه خو ډیره دوام يې ونه کړ. دا سې احساسیده لکه کوم غوايي چې وهلي وي. د خبرو په جریان کې دا هر څه وشول. زه کوټې ته په هوا شوم، له یوې چوکۍ سره ولګیدم او په سر ولویدم.

یوه غټ اواز وویل:« دننه څه روان دي. ښه نو، ما دې خدای ووهي.!»

هربي چیغه کړه: پولیس!»

غټ اواز په چیغې سره وویل:« وګوره جېډه! د قمار پاڼې!»

زه چې په پښو دریدم، د ابي رنګه کمیس وال زما تر څنګ تیز تیر شو، هربي يې په څنګ وواهه. په میز يې لاس راکش کړ او ټولې پاڼې پر ځمکه روغې خورې شوې.»

یوه شین کمیسي په خوښۍ وویل:« قمار برابرونکي!»

د غټ اواز وال :« هو ها ها ها!»

دې بل شین کمیسي چې لا هم حیران و وویل:« مخامخ په کوڅه کې»

ما خپل سر ته ګوتې وروړې، حس مې کړه چې د ټناکې په څير لوی شوی. بیا مې هربي ته وروکتل چې یو لوی لاس ترې راتاو شوی و، ورته ومې ویل:«هربي، والا چې وژنم دې!»

شین کمیسي چې لا یې هم سر په حیرانتیا سره ښورواوه وویل:« اې، په کوڅه کې مخامخ!»

هغه بل شین کمیسی بیا شین شو:« هو ها  هاهاها»

ښه نو په شاتینۍ زینې باندې ښکته شو، مخامخ کوڅې ته لاړو او یوې بند خونې ته ورننوتو. دا ښه وه چې هربي راسره په یوه خونه کې نه و. په کلک کټ باندې کښیناستم، په سر کې مې غوټه داسې ښکاریده چې لوییږي، خو ځان سره مې ویل چې د هربي پر سر باندې د جوړیدونکي غوټې په پرتله دا هېڅ هم ندي. لګ وروسته شین کمیسۍ بیا راغی او زه یې د پولیسمشر کوټې ته بوتلم. یو وار يې راوکتل او بیا يې په هو ها ها ها پیل وکړ. په چوکۍ کښیناستم او دیوال ته مې کتل. مشر سترګې په دسمال پاکې کړې او ويې ویل:« دا یو له هغو خرترینو کارو څخه دی چې ما واورید. د قمار برابرولو یوه شریکه د پولیسو سره د لاړو توکولو هومره فاصله کې جوړل.»

په غوسې سره مې خپل غاښونه ټینګ کړل. ويې ویل:« دا خو لکه یو قمار چې برابروې او بس.» بیا يې په هو هاها پیل وکړ. غاښونه مې له غوسې نور هم ټینګ کړل. کله چې دا خندا هم تیره شوه، ویې ویل:« زویه، دې کار ته دې څنګه زړه ښه کړ؟.»

د ځواب پر ځای مې وپوښتل:« کولای شم یو دوې دقیقې له هربي سره وغږیږم؟»

بیا يې خپل غټ سر وښورواوه، وغرمبید او ويې:« د څه لپاره؟ ښه نو پوه شوم. دا دده نظریه وه. وه؟»

ومې ویل:« هو، دده وه.»

مشر بیا وویل:« ولاکه مې تراوسه داسې خر کار لیدلای وي. دا رښتیا هم یو له هغو……»

خبرې مې يې پرې کړې او ومې ویل:« ښه نو په هر صورت، څنګه دې پیدا کړو؟»

پولیسمشر وویل:« که رښتیا درته ووایم، موږ نه يی پیدا کړي؟»

ومې ویل:« تاسې نه یو پیدا کړي؟»

ده وویل:« موږهېڅ نه پوهیدو چې تاسې دله ګان به څه کوی، تر هغې چې درننوتو.»

ومې ویل:« بیا نو ولې راغلي وی؟»

ده وویل:« د تجارت سند. پدې ښار کې د کار کولو لپاره د تجارت سند ضرور دی.»

پوه نشوم، ومې ویل:« پوه نشوم؟»

پولیسمشر وویل:« اه بله ورځ مې هلته د نښو رنګمالان ولیدل چې په شیشه باندې د پیپونو د کمپنۍ نوم لیکي»

ومې ویل:« ښه نو؟»

پولیسمشر وویل:« په ښار کې یوه نوي کمپنۍ کار شروع کوي، زموږ د ښکلي ښار لپاره دا ښه کار دی خو لکه څنګه چې مې وویل؛ هر یو کاروبار باید سند ولري. په یوه خالي ورځ مې لګه پلټنه وکړه او پوه شوم چې د پایپونو کمپنۍ د سند لپاره عریضه نده کړي. په تخنیکي لحاظ يې قانون ماتولو.»

فکر مې وکړ چې د هربي سر به هرومرو ماتوم.

پولیسمشر دوام ورکړ:« دومره خبره نه وه، خو قانون قانون وي. په همدې اساس مې له ځانه سره وویل چې راځه رسمي ښه راغلاست به هم ورته ووایې او د سند خبره به هم ورته وکړې تر څو اوبه مو سره خړې نشي.»

ورته ومې ویل:« ښه نو ته هر وخت په خلکو پسې پخپله ورځې؟ ولې زنګ نه ورته وهې؟»

ده وویل:« زنګ به مې ورته کړای خو یوه خبره وه.»

په اسویلي کې مې وویل:« د څشي خبره؟»

پولیسمشر چې په اواز کې يې خندا ګډه وه وویل:« ښه نو زویه تاسې خو بیخي د دروازې په خوله کې وئ.»

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب