یکشنبه, اپریل 28, 2024
Homeخبرونهامريکا:د الظواهري په وژلو کې پاکستان مهم رول درلود

امريکا:د الظواهري په وژلو کې پاکستان مهم رول درلود

تاند:(پنجشنبه ،د ميزان ۱۳مه)‏‌ امریکايي سرچينو دغه هېواد ته د پاکستان د پوځ د مشر جنرال قمر باجوه له سفر سره هم مهاله تاييد کړې،چې پاکستان د افغانستان د هوايي څار لپاره د دوی بې پیلوټه الوتکو سره مرسته کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اړوند امریکا غږ رسنۍ په يوه راپور کې خبر ورکړی،چې پاکستاني چارواکو په دې لړ کې د القاعدې شبکې د مشر ایمن الظواهري په وژلو کې هم مهم رول درلود.

د امریکا متحده ایالاتو په ملي امنیت شورا کې د جنوبي اسیا د برخې پخوانۍ مسوولې ليزا کرتيس دغې رسنۍ ته ويلي،چې پاکستان په نورو داسې برخو کې هم امريکا سره مرسته کوي.

 د امریکا د دفاع وزیر لویډ استين ويلي، چې د پاکستان د پوځ مشر سره ېې د پوځي او امنیتي همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړي دي.

پاکستاني چارواکو مخکې د افغانستان فضا ته د امریکا متحده ایالاتو د بې پیلوټه الوتکو د ماموريت سره د مرستې په اړه د افغانستان د حاکمې طالباني ادارې تورونه رد کړي وو.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال عباس ستانکزي ويلي وو، چې پاکستان د دوی خلاف اقداماتو کې امریکا سره د ملګرتيا په سر لسګونه ميليونه ډالره ترلاسه کوي.

امريکا متحده ايالاتو څو مياشتې مخکې د کابل په شېرپور سیمه کې د القاعدې شبکې د مشر ایمن الظواهري د وژلو خبر ورکړ او ويې ويل، چې نوموړی د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په یوه برید کې وژل شوی دی.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب