دوشنبه, مې 13, 2024
Homeخبرونهفرانسوۍ لیکوالې انې ارنو د ادبیاتو د نوبل جایزه وګټله

فرانسوۍ لیکوالې انې ارنو د ادبیاتو د نوبل جایزه وګټله

تاند(پنجشنبه، د میزان ۱۳ مه) په سویډن کې د نوبل اکاډیمۍ اعلان وکړ چې فرانسوۍ لیکوالې انې ارنو (Annie Ernaux) د ۲۰۲۲ د ادبیاتو د نوبل د جایزې ګټونکې شوه.

هغې ته دا جایزه د زړه ورتیا او دقت په خاطر ورکړل شوې ده.

د نوبل د ادبیاتود جایزې ارزښت۱۰ میلیون سویډني کرونو، چې ۸۰۷۰۰۰ پونډو ته رسیږي، دی.

انې د نوبل جایزه ځان ته ستر ویاړ وباله.

انې په فرانسه کې د ورځني ژوند په اړه ناولونه او همداراز غیر داستاني لیکنې کړي دي.

د نوبل اکاډیمۍ ویلي چې دوی تراوسه نه دي بریالي شوی چې له هغې سره ټیلفوني خبرې وکړي خو تمه لري چې ژر ورسره وږغېدای شي.

له ۲۰۱۴ وروسته چې (Patrick Modiano) د نوبل د ادبیاتو جایزه وګټله، انې لومړنۍ فرانسوۍ لیکواله ده چې دا جایزه ګټي. خو په مجموع کې دا شپاړسمه فرانسوۍ لیکواله/ لیکوال ده چې تراوسه د نوبل جایزه ګټي.

د نوبل د کمېټې مشر اندریس اولسن د انې د کار په اړه وویل چې دا له بیلابیل زاویو ژبې، جنسیت او طبقې ته په پام ژوند ته کتنه کوي.

انې په ۱۹۴۰ م کال رېږېدلې او د نورمنډي په کوچني ښار کې لویه شوې ده. دې په روین (Rouen) پوهنتون کې لوړې زده کړې کړي او وروسته یې په لېسه کې معلمي کړې ده.

له ۱۹۷۷ تر ۲۰۰۰ پورې په (d’Enseignement par Correspondance) کې پروفیسره وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب