دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهمجاهد:ملا هبت الله ۱۳نوي لوړپوړي چارواکي وټاکل

مجاهد:ملا هبت الله ۱۳نوي لوړپوړي چارواکي وټاکل

تاند:(پنجشنبه ،د ميزان ۱۳مه)‏‌ د طالبانو د حاکمې ادارې عمومي ویاند ذبیح الله مجاهد وايي،چې د دوی لوی مشر ملا هبت الله اخندزاده د دوی د ادارې ۱۳نوي لوړپوړي چارواکي ټاکلي.

هغه په یو لړ ټویټونو کې دغه ټاکنې په دې توګه ياد کړي دي«

۱ ـ د خوست فعلي والي مولوي محمد نبي عمري د کورنیو چارو وزارت د لومړي مرستیال په توګه.

۲ـ د بدخشان فعلي والي مولوي عبدالغني د عدلیې وزارت د اداري او مالي معین په توګه.

‏۳ـ د داخله وزارت فعلي لومړی مرستیال ملا محمد داود مزمل د بلخ ولایت د والي په توګه.

۴ـ د ستر درستیزۍ د هوايي قومندانۍ فعلي قومندان مولوي امان الدین منصور د بدخشان ولایت د والي په توګه.

۵ـ د زابل فعلی والي ملا بسم الله اخند د خوست ولایت د والي په توګه.

‏۶ـ د هلمند امنیه قومندان ملا عبدالاحد فضلي د سمنګان د والي په توګه.

۷ـ د جوزجان فعلي والي ملا محمد شعیب رسالت د فاریاب دوالي په توګه.

۸ــ د جوزجان فعلي امنیه قومندان قاري محمد اسماعیل راسخ دهمدې ولایت دوالي په توګه.

۹ـ دبلخ فعلي والي مولوي قدرت الله ابو حمزه دزابل دوالي په توګه.

‏۱۰ـ دسمنګانو والي مولوي عبدالرحمن کندزی دهلمند دمرستیال توګه.

۱۱ـ دهلمند مرستیال مولوي عبدالحکیم دهمدې ولایت امنیه قومندان په توګه.

۱۲ـ دفاریاب والي قاري حفیظ الله پهلوان دجوزجان دامنیه قومندان په توګه.

۱۳ـ دکندهار داستخباراتو رئیس مولوي عبدالهادي دکابل هوايي ډګر دمسئول په توګه.

په وروستيو کې د طالبانو د ادارې په چوکاټ کې ادلون بدلون زيات شوی.

1 COMMENT

  1. غنی هم یو نوی کس نه راوسته بس تبدیلول یی. اوس طالبان هم یو ملا اخلی یوه ځای ته او بل اخلی بل ځآی ته. ملا وړه ملا راوړه. داسو حکومت هغه هم د عمری حکومت.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب