دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهټام ويسټ او حنا رباني د افغانستان په اړه خبرې وکړې

ټام ويسټ او حنا رباني د افغانستان په اړه خبرې وکړې

تاند:(پنجشنبه ،د ميزان ۱۳مه)‏‌ د افغانستان لپاره د امريکا متحده ايالاتو ځانګړي استازي ټام ويسټ د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت مرستيالې حنا رباني کهر سره د افغانستان په اړه خبرې کړي.

ويسټ په خپله ټویټر پاڼه کې لیکلي، چې په دې ليدنه کې بشري مرستو ته د افغانانو د عاجلې اړتيا او د دوی له اساسي حقونو څخه د ملاتړ په اړه خبرې شوي.

نوموړي له نورو جزيياتو پرته ویلي، چې ډېر کارونه بايد ترسره شي.

هغه په دې برخه کې نړيواله همغږي اړینه ګڼلې ده.

ویل کیږي، چې ټام ويسټ دا او يو شمېر نورې ليدنې د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد ته د سفر پر مهال کړي دي.

دا ليدنه په داسې حال کې شوې،چې د پاکستان د پوځ مشر جنرال باجوه د امریکا متحده ایالاتو په سفر دی.

له دې سفر سره هم مهاله، امريکايي چارواکو تاييد کړه چې په افغانستان کې د دوی د بې پیلوټه الوتکو څارونکي الوتنې د پاکستان په همکارۍ تر سره کيږي او د القاعدې شبکې د مشر ایمن الظواهري په وژلو کې هم پاکستان اساسي مرسته کړې.

د چارو يو شمېر شنونکي باور لري، چې پاکستان د افغانستان پر حاکمو طالبانو له خپل اغېز څخه په استفادې د دوی اداره له امریکا متحده ایالاتو او نورې نړۍ سره له تعامل څخه ليرې ساتلې او د خپلو ګټو او پروګرامونو په اساس پر افغانستان خبرې او معاملې کوي.

د طالبانو حاکمې ادارې په دې اړه تازه غبرګون نه دی ښودلی.

2 COMMENTS

  1. بلی محترمی غیرتی میرمنی سپوږمی داسی مرییتوب د هغه وخت اتحادی شوروی وروسته بیا د امریکا ، انګلیس ، پنجابی پاکستان او اخوندی ایران د بی همته او خرڅ شوو کم اصله افغانانو له خوا د لیونی شهید محمد داؤد خان کمونیستی کودتا راپدی خوا شروع او اوس امریکا او انګلیس د پنجابی پاکستان او ایران تام ملاتړ د اسلام تر نام قدیانی او اخوندی تربیه شوی قاتل وحشی تنظیمونه او قاتل جاهل وحشی طالبان محکم په غیږو کښی نیولی دی او دا لار امریکا او انګلیس د بی سواده غیرتی ملت غولولو لپاره انتخاب کړیدی ځکه دوی پوه دی چی افغان غیرتی ملت اکثریت بی سواده دی او دوی په یو اتفاق سره مسلسل د افغانستان خاوری استقلال او ازادی لپاره د وینو په قیمت هر اجنبی یرغلګر له خاوری شړلۍ دی او د ۱۹۸۱ کال راپدی خوا دافغان غیرتی ملت فریبی لپاره پلانیز دا پورتنی قدیانان او اخوندان تربیه کړۍ شوی دی او ددی له لاری غوښتل کیږی چی افغان غیرتی ملت د دی قدیانی مسلمانانو ( تنظیمونو + طالبانو ) پر ضد به راپورته نشی اما اجنبیان بیا هم پدی خائینه لاره کښی بریالی کیدای نشی ، د مونږ غیرتی افغانی میرمنو او غیرتی کم تعداد با سواده افغانانو او زیات تعداد بی سواده صادقو غیرتی افغانانو د اجنبیو دا فریبی درک کړیدی او یوه ورځ به ددوی اواز علنی راڅرګند شی !!!!!

    حتی د غازی امان الله خان څخه هم کمونیستان راچاپیره وو چی دی خائینو هم د نازدانه شهزاده د افغان ملت خدمت ارمان تر پښو لاندی کړ او ددوی پاتی شونی اوس لګیا دی چی د افغانستان ځلانده تاریخ جعلی ثابت کړی او غازی شهید محمد نادرشاه تاریخی اقدام چی د غازی امان الله خان څخه را چا پیره کمونیستان له مینځه وړلو سره نه یوازی هغه غدار معرفی کړی بلکه د انګلیس ګوډاګۍ ئی هم ونوموی او واقعیت دا دی چی دی ړستونو مارانو د ظاهرشاه دوره کښی بهترین امتیازات تر لاسه کړی وو او اوس پدی بابولانو لګیا دی نو افغانستان هغه وخت د مرییتوب څخه ددائیم لپاره خلاصیدای شی کله چی د افغانانو غیرتی میرمنو او غیرتی افغانانو تر مینځ داسی مرتجع عناصر نمو ونکړۍ شی !!!!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب