دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهد داعش ۵۹ غړیو له جګړې لاس واخیست او طالب چارواکو ته...

د داعش ۵۹ غړیو له جګړې لاس واخیست او طالب چارواکو ته تسلیم شول

تاند(پنجشنبه، د میزان ۱۴مه) په ننګرهار کې د طالبانو د حکومت د استخباراتو ريیس وايي، د داعش ۵۹ غړيو د قومي مشرانو په منځګړتوب او د طالبانو د عفوې له فرمان څخه په استفادې وسلې پر مځکه کېښودې او د دوی حکومت ته تسلیم شول.

د ننګرهار د استخباراتو رييس محمد ادریس وویل، دغو کسانو تر دې وړاندې د ننګرهار ولایت په سپینغر، اچین، خوږیاڼو، سرخرود، چپرهار او لالپورې ولسوالیو کې فعالیت کاوه خو اوس یې ژمنه کړې چې د افغانستان د اوسني حکومت پر ضد به نه جنګېږي.

ځايي مشرانو، چې په منځګړتوب یې دې کسانو له جګړې لاس واخیست، وايي، که هغوی بیا وسله په لاس کې واخیسته، خلک به ورسره جدي چلند وکړي.

د ننګرهار یوه قومي مشر ملک زاهد وویل:«له دوی څخه مو ژمنه واخیسته چې بیا به وسله په لاس کې نه اخلي او که یې واخیسته، کورونه به یې وسوځول شي، شتمنۍ به یې ضبط شي او دوی به له هیواده وشړل شي.»

د ۲۰۲۱ د اګست په ۱۵ مه د طالبانو له واک ته رسیدو راوروسته ۶۵۰ تنه داعشیانو له جګړې لاس اخیستی او د طالبانو حکومت ته تسلیم شوي دي.

داعش ډله حاضردمه په افغانستان کې کومه سیمه په لاس کې نه لري خو د خپل حضور د ثابتولو لپاره عموماً د جوماتونو او ښوونځیو په شان اسانه هدفونه په نخښه کوي.

تر ټولو وروستۍ حمله، چې دې ډلې کړې، د کابل په لوېدیځ کې د کاج پر ښوونیز مرکز وه چې د ازموینې په حال کې زده کوونکې او زده کوونکي یې قربانیان شول.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب