دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهد عمران خان نیږدې کس پر ټلویزیون پښتنو ته سپکې سپوړې...

د عمران خان نیږدې کس پر ټلویزیون پښتنو ته سپکې سپوړې ويلي

تاند:(پنجشنبه ،د ميزان ۱۳مه)‏‌ د پاکستان د اطلاعاتو د مخکيني وزير فواد چوهدري او دوی پورې د اړوند ټلویزیوني چینل د وياند له لوري پښتنو ته په کړي سپکاوي د پښتونخوا ملتپاله ډلې او سياستوال سخت غوسه دي.

د پاکستان په پارلمان کې د پښتنو یوه استازي او د ملي جمهوري غورځنګ ګوند مشر محسن داوړ ويلي، چې پښتنو ته د فواد چوهدري او د عمران خان تحریک انصاف ګوند ته د منسوب ای آر وای ټلويزيون د وياند کاشف عباس سپکاوی د پښتنو پر وړاندې د پاکستان د نظام له تبعيضه ډک دريځ لا څرګند کړ.

د پاکستان تر حاکمیت لاندې د نيشل عوامي ګوند يوه مشر ایمل ولي خان له خپلو پلويانو غوښتي، چې له ياد شوي ټلويزيون او د عمران خان ګوند سره پریکون وکړي.

په دې اړه پښتنو ملتپالو په ټولنيزو رسنيو کې هم پراخ اعتراضي کمپاينونه پيل کړي.

د پاکستان حکومت په دې اړه کوم اقدام نه دی کړی او نه هم تحریک انصاف ګوند او فواد چوهدري د دې سپکاوي بښنه غوښتې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب