دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Home+د خان او کمیسار د لیکوال لومړنی انګلیسي ناول خپور شو

د خان او کمیسار د لیکوال لومړنی انګلیسي ناول خپور شو

تاند- د افغان لیکوال محمدانعام واک انګلیسي ناول په امازون کې خپور شو او اوس د دې ویبپاڼې له لارې په کتابي او الیکترونیک بڼو ترلاسه کېدای شي.

دا ناول، چې (Escape from the Devils) نومېږي، په انګلیسي ژبه د ښاغلي واک لومړنی اثر دی.

ښاغلي واک د خپل دې ناول په اړه تاند ته وویل چې د دېوانو یا مذهبي بنسټپالو خونړیو شبکو ته د یوه زلمکي افغان د لوېدو او ژغورنې کیسه ده.

د کیسې اتل د اوسلو، استانبول، کابل، جلال اباد او د سوریې د الپو په ابادو او ورانو ویجاړو کې د بنسټپالنې تودې – سړې تجروبه کوي، په الپو کې له یوې انتحاري حملې روغ وځي اوپه پای کې د سوریې د یوې کوردې پېغلې په مرسته د استانبول له لارې ناروې ته ستنېږي. دا ناول د (Amazon.com) له لوري په انلاین ډول پلورل کېږي.

تر دې وړاندې د محمدانعام واک یو بل ناول (خان او کمیسار) خپور شوی چې د تاند د ادب د برخې د ناول په کته ګورۍ کې یې موندلی او لوستلی شئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب