دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Home+پوتین اویا کلن شو

پوتین اویا کلن شو

تاند- له نن څخه ۷۰ کاله پخوا د ۱۹۵۲ د اکتوبر په ۷ مه ولادیمیر پوتین، چې اوس د روسیې ولسمشر دی، په سینت پیترزبورګ کې وزېږېد.

پوتین، د پخواني شوروي اتحاد په مهال استخباراتي چارواکی و خو د شوروي له ړنګېدو وروسته د روسیې د ولسمشر، صدراعظم او بیا ولسمشر په توګه دندې لرلي دي.

پوتین حقوق یا قانون په لینینګراد پوهنتون کې لوستي دي.

ده د کې جي بي (د دولتي امنیت کمیټه) د بهرنیو استخباراتو د افسر په توګه ۱۵ کاله کار کړی. په دې موده کې یې ۶ کاله د ختیځ جرمني په دریزدن کې تېر کړي دي.

په ۱۹۹۰ کې یې د کې جي بي له فعال ماموریته په داسې حال کې استعفا ورکړه چې رتبه یې ډګرمني وه. پوتین خپل زېږنځای لیننګراد (سینټ پیترزبورګ) ته ستون شو او هلته یې د لینینګراد د دولتي پوهنتون سرپرستي په غاړه واخیسته. له دې لږ وروسته د سنیټ پیترزبورګ د لومړني منتخب ښاروال سوبچاک سلاکار شو. ژر یې د سوبچاک اعتماد ترلاسه کړ او ومنل شو چې تکړه دی. تر ۱۹۹۴ پورې د ښاروال مرستیالۍ ته ورسید.

په ۱۹۹۶ کې پوتین مسکو ته ولېږدېد، هلته د ولسمشر د دفتر د ريیس مرستیال شو.

په ۱۹۹۸ کې پوریس یلڅین پرېکړه وکړه چې پوتین د فدرالي امنیتي خدماتو (چې د کې جي بي ځایناستې اداره ده) ريیس وګوماره. له دې ډېر وخت نه و تیر چې د امنیتي شورا منشي وټاکل شو.

یلڅین چې په خپل ځایناستي پسې ګرځېده، په ۱۹۹۹ کې پوتین صدراعظم وګوماره.

د پوتین لپاره خپل ژوند له پر له پسې بریو ډک و، هره دنده چې یې پیل کړې پکې بریالی شوی دی او د بري له کبله یې لا پورته دنده ترلاسه کړې ده. ده روسیه د انحطاط او سقوط له هغه حالته وژغورله چې د شوروي اتحاد د ماتېدو او د یلڅین د ولسمشرۍ په موده کې روسیه ورسره مخامخ شوې وه، خو داسې ښکاري پر اوکراین یرغل د ده لپاره تر ټولو ناکامه تجربه وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب