دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهايران ته تللی پوځي افسر او کورنۍ یې د ګاز ډبې چاودنې...

ايران ته تللی پوځي افسر او کورنۍ یې د ګاز ډبې چاودنې وژلي او ټپيان کړي

تاند:(جمعه ،د ميزان ۱۴مه)‏‌ د افغانستان د جمهوري نظام يو پوځي افسر چې  ايران ته تللی و، د ګاز ډبې چاودنه کې له خپلو دوو زامنو سره وژل شوی او د کورنۍ ۷نور غړي يې سخت سوزيدلي.

دغه افسر فریدون عمریار نوميده، چې د کورنۍ د نورو غړو وضعيت يې هم د ډاډ وړ نه دی.

د عمریار خپلوانو ويلي، چې هغه د طالبانو د کور په کور عملياتو له کبله څه موده مخکې يوازې ايران ته تللی و او څو ورځې مخکې يې کورنۍ هم ورغلې وه.

دغه افغان افسر په ايران کې کارګري کوله او په يوه خونه کې له خپلې کورنۍ سره اوسېده.

فريدون عمریار د کورنيو چارو وزارت په مختلفو برخو کې دندې ترسره کړې وې.

د هغه پلار عبدالکریم عمریار د لغمان امنيه قوماندان پاتې شوی و.

د سرچينو د معلوماتو له مخې، طالبانو څو ځله د نوموړي کور پلټلی او د وسلو غوښتنه ورڅخه کړې وه.

د طالبانو له واکمنيدو سره، د دوی اداره د مخکښو امنيتي او دفاعي ځواکونو په پراخو ځورونو، شکنجو او وژنو تورنه شوې، خو طالب چارواکو دا تورونه رد کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې ايران، پاکستان، ترکېې او تاجيکستان ته د طالبانو له بيا واکمنيدو وروسته د ورغلو ميليونونه افغانان يوه لويه برخه د جمهوري نظام منسوبین ګڼل کېږي.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزير مولوي امیرخان متقي بيا ادعا کړې، چې هيڅ افغان دوی سره د مخکيني مخالفت له امله هېواد پريښودو ته نه دی اړ شوی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب