یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهحامد کرزي د کاج مرکز د يوه قرباني د غمرازۍ په مراسمو...

حامد کرزي د کاج مرکز د يوه قرباني د غمرازۍ په مراسمو کې برخه واخيسته

تاند:(جمعه ،د ميزان ۱۴مه)‏‌ د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په کابل کې د کاج ښوونيز مرکز د پېښې د يوه قرباني په غمرازۍ مراسمو کې برخه اخيستې ده.

د حامد کرزي مطبوعاتي دفتر ویلي،چې نوموړی د یوه قرباني کورنۍ ته د غمرازۍ لپاره ورغلی او ورته یې ویلي:« ټول افغان ملت ستاسې په وير کې شریک او ماتم ځپلی دی.»

پر کاج ښوونيز مرکز د تېرې جمعې ورځې په ځانمرګي برید کې څه کم ۵۰ تنه وژل شوي او شاوخوا ۸۰ نور ټپيان شوي دي.

د يادې پېښې مسووليت چا پر غاړه نه دی اخیستی.

کاج په کابل کې د کانکور ازموینې د چمتووالي يو مشهور مرکز و، چې اکثره زده کوونکې ېې هزاره نجونې وې.

د هزاره ګانو یوه سیاسي مشر حاجي محقق د دغې پېښې قربانيانو سره د طالبانو د ساړه چلند او په دې پېښه کې د حاکمې ادارې د لاس لرلو تور پورې کړی، خو طالبانو ېې ادعا بې بنسټه ګڼلې او ویلي، چې زيانمنو کورنيو سره ېې شاوخوا دوه نیم میلیونه افغانۍ مرسته کړې ده.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب