یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهشفیق مرید په کابل کې د یتیمانو لپاره د ريان په نوم...

شفیق مرید په کابل کې د یتیمانو لپاره د ريان په نوم روزنتون جوړ کړی

تاند:(جمعه ،د ميزان ۱۴مه)‏‌ د افغانستان يوه مشهور ځوان هنرمن شفيق مريد د کابل په شهرنو سیمه کې د ريان په نوم د یتیمانو لپاره روزنتون جوړ کړی.

دانش خپرندويې ټولنې د دغه روزنتون سره د ۴۰۰ ټوکه کتابونو د مرستې خبر ورکړی او له نورو هېوادوالو ېې هم د مرستې غوښتنه ورسره کړې ده.

شفیق مرید له دانش خپرندويه ټولنې مننه کړې او دا یې ارزښتناکه ډالۍ ګڼلې ده.

شفیق مرید په امريکا متحده ايالاتو کې ژوند کوي او تر دې مخکې ېې هم په اجتماعي او خیریه فعاليتونو کې ونډه اخيستې وه.

يو شمير خلکو له نورو بهر مېشتو افغانانو هم غوښتي،چې د هېواد اقتصادي او بشري ناورين ته په کتو هېواد ته خپلې مرستې واستوي او په خاص ډول د نجونو پر خصوصي زده کړو او ملاتړ یې ولګوي.

د دوی په باور، د طالبانو له لوري له شپږمو څخه د پورته ټولګيو له تړلو سره هم د انلاين زده کړو د امکاناتو په برابرولو دوی زده کړو ته په خصوصي ډول دوام ورکولای شي.

د تعلیمي چارو فعالان وايي، بهر مېشتي میلیونونه افغانان هر يو که لږ تر لږه د خپلو خپلوانو څو نجونو د داسې زده کړو مالي ملاتړ وکړي، په میلیونونه تعلیم نه محرومو نجونو ته به د زده کړو شرايط برابر شي.

1 COMMENT

  1. دا خو خبره ده چې مرسته وشي خو دا مذهبي لیونیان به هم د ښځو حقوق د نجونو ښونځي بیرته ورکړي !

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب