Homeخبرونهاروپايي ټولنه: افغانان او نړيوال نور د ط-انو پر وړاندې بې حوصلې...

اروپايي ټولنه: افغانان او نړيوال نور د ط-انو پر وړاندې بې حوصلې کیږي

تاند:(جمعه ،د ميزان ۱۴مه)‏‌ ‏د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی توماس نیکلاسون خبرداری ورکړی، چې د طالبانو د حاکمې ادارې پر وړاندې د افغانانو او نړیوالې ټولنې حوصله مخ په کمیدو ده.

نوموړي کابل ته د سفر پر مهال په يوه خبري ناسته کې ويلي،چې اروپايي ټولنه لا هم حوصله لري، خو ویني چې د طالبانو پر وړاندې د فرصت دروازې په تړل کیدو دي.

هغه طالبانو ته په خطاب کې وویل،چې د ټول ګډونه حکومت د جوړولو لپاره د افغانانو، گاونډیو هیوادونو او نړیوالې ټولنې غوښتنې ته غاړه کېږدي.

هغه همداراز ویلي چې د افغانستان گاونډیان په دې هیواد کې د فعالو ترهگرو ډلو په اړه اندیښنه لري او وایي چې طالبانو لا قناعت نه دی ورکړی چې دغه ډلې به د دوی پر خلاف نه کاریږي.

د طالبانو حاکمې ادارې په دې اړه څه غبرګون نه دی ښودلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...