یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهکاناډا ط-انو سره ۱۳ځلي غير رسمي مذاکرات کړي

کاناډا ط-انو سره ۱۳ځلي غير رسمي مذاکرات کړي

تاند:(جمعه ،د ميزان ۱۴مه)‏‌ يوې کاناډايي ادارې سي بي سي ويلي، کاناډايي چارواکو د ۲۰۲۱ په اګست کې د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته له طالبانو سره په قطر کې لږترلږه ۱۳ ځلي کتلي او د نجونو د زده کړو په ګډون د ځينو مسايلو په اړه ېې اصلاحاتو لپاره تر فشار لاندې راوستي.

د دې ادارې د معلوماتو له مخې، د افغانستان لپاره د کاناډا جګپوړي استازي ډیویډ سپرول له یو شمېر نورو کاناډايي چارواکو او همداراز د کاناډا د متحدو هیوادونو له استازو سره یوځای له طالبانو سره په کتنو کې پر هغوی فشار راوستی چې د نجونو د زده کړو حق ورکړي، له تروریزم سره مبارزه وکړي او هغو افغانانو ته د وتلو خوندي لاره ورکړي چې غواړي له خپل هیواده ووځي.

په راپور کې ویل شوي چې کاناډا د امریکا او ځینو نورو هیوادونو د بهرنیو چارو وزارتونو خلاف په منظم ډول په افغانستان کې د طالبانو له حاکمې ادارې سره د خبرو په اړه معلومات نه شریکوي.

د کاناډا د نړیوالو چارو وزارت یوه ویاند تایید کړه چې جګپوړي چارواکي یې له طالبانو سره په غیررسمي تعامل بوخت دي او دې ډول خبرو ته به د دې لپاره دوام ورکړي چې د بشري حقونو د مسلو په خاطر پرې فشار راوړي.

سي بي سي د طالبانو له لوري ويلي، چې په دغو مذاکراتو کې ېې افغان ښځو سره د مرستو لېواله بهرنیو حکومتونو څخه د ۲ سوه زره ښځینه ښوونکو د معاش غوښتنه کړې ده.

ده دا هم ویلي چې طالبانو په کابینه کې د ښځو نه شتون ستونزه بللې خو هغه یې وړه ستونزه ګڼلې ده.

دا په داسې حال کې ده ،چې څو ورځې مخکې د کاناډا د عدليې وزارت افغانستان ته د دغه هېواد د بشري مرستو د لېږد په برخه کې د قانوني خنډونو د کمولو لپاره د هڅو خبر ورکړ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب