یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+د کانکور ازموینه که د وطن له خویندو سره جفا!؟ 

د کانکور ازموینه که د وطن له خویندو سره جفا!؟ 

لیکنه: دوکتور حسن

سریزه 

په ګران هېواد افغانستان کې د هر کال د دولسم ټولګي څخه له فراغت وروسته عمومي ازموینه اخیستل کېږي چې کانکور ورته وايي؛ د هېواد په ۳۴ ولایتونو او ۳۷ حوزو (د هر ولایت مرکز او بدخشان په څلورو ولسوالیو) کې دا ازموینه د لوړو زده کړو وزارت له لوري او د ازموینو ملي ادارې په تخنیکي مرسته تر سره کېږي چې د هېواد پوهنتونونو او د لوړو زده کړو موسساتو ته د دې لارې ځوانان او پېغلې لاره مومي.

د ازموینې پروسه په داسې ډول ده چې د ازموینې هر ګډونوال ته ۱۶۰ پوښتنې ورکول کېږي او دوی خپلو ځوابونو ته په کتلو سره پوهنتون، پوهنځی او څانګه انتخابوي، ټولو ګډونوالو ته د څانګو ځانګړی کوډونه چې دوی ورته رسماً “کوډ رشته” وایي سپارل کېږي؛ چې د هرې څانګې، پوهنځي او پوهنتون د منل کېدونکو محصلانو شمېر، ځانګړی کوډ او بشپړ معلومات پکې لیکل شوي وي.

ستونزې:

 اوس د ااا واک ته رسېدو سره دې پروسې څنګه او څومره تغیر کړی دی؟

د نجونو او خویندو په حق کې څنګه د سیستماتیک ظلم او جفا لاره برابره شوې ده؟

دوی په خپلو دې کړنو سره د زده کړو او پوهنتون مسیر چېرته ګرځوي؟

حل لارې څه دي؟

د پورته پوښتنو ځوابونه او تشرېح:  

د ااا واک ته رسېدو سره سم د نجونو د زده کړو په برخه کې بېلابېلې ستونزې او محدودیتونه ایجاد شول چې تر ټولو لویه ستونزه له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځيو تړل دي او دا ستونزه لا هم پخپل ځای ده؛ خو د دې تر څنګ پوهنتونونه په نسبي ډول پرانیستلي ساتل شوي دي او د سږ کال کانکور ازموینه کې هم نجونې ازموینه ورکولای شي خو دا ازموینه کې د ااا د لوړو زده کړو وزارت له لوري په داسې ډول تغیرات راوړل شوي دي چې له نجونو سره د بشپړې جفا او ظلم ښکارندویي کوي.

ازموینه له ټاکل شوي وخت نیږدې څو میاشتې وروسته اخیستل کېږي چې پدې سره د ډېری محصلانو یو کال ضایع شوی دی، نجونې نشي کولای چې ډېری څانګې انتخاب کړي او دوی ته محدودې څانګې ورکړل شوې دي، تر څو له هماغه څانګو څخه له یوه ترپنځو انتخابونه ولري.

نجونې نشي کولای چې ژورنالیزم، انجنیري، ځمکپوهنه، وترنري، کرنیز علوم او ځینې نورې څانګې انتخاب کړي او دوی مجبوراً باید همدا مشخصو څانګو کې یو انتخاب ولري کنه پایله به یې منفي وي.

دویم او تر ټولو مهم سیستماتیک ظلم دا دی چې د نجونو انتخاب حوزوي دی، یعنې دوی کولای شي چې په یو مشخص زون کې پوهنتونونه انتخاب کړي او له هغه زون بهر په ټول افغانستان کې د انتخاب حق نلري؛ لکه د ختیځو ولایتونو فارغانې کولای شي چې یواځې په ننګرهار، لغمان، کونړ او کابل کې ځينې څانګې وټاکي چې لدې پرته په نورو ولایتونو لکه پکتیا، خوست، کندهار، مزار، هرات او نورو سیمو کې د انتخاب حق نلري؛ په همدې ډول د شمال، جنوب، غرب او جنوب غرب زون فارغانې لکه د مزار، بدخشان، فاریاب، بغلان، سمنګان، کندز او ځینو نورو ولایتونو فارغانې کولای شي چې یواځې شمال یا خپل زون کې پوهنتون انتخاب کړي، دوی د کابل او هېواد د نورو سیمو له پوهنتونونو محرومې دي.

همدارنګه د ځینو ولایتونو فارغانې په دې بهانه چې د نجونو فارغانې کمې دي، هڅول کېږي چې نږدې ولایت انتخاب کړي، لکه د نورستان ولایت فارغانې نشي کولای چې نورستان انتخاب کړي دوی به مجبورې وي چې د ننکرهار، کونړ او لغمان له ولایتونو څخه په یو پوهنتون کې انتخاب وکړي.

سره لدې چې د راتلونکي کال لپاره به د ښوونځيو د تړلو له امله ټول هېواد د دولسم ټولګې فارغانې او د کانکور ګډونوالې ونلري خو بیا هم  ااا د لوړو زده کړو وزارت له لوري د دوی په حق کې دا ظلم او جفا شوې ده چې دوی د محدودو رشتو د انتخاب تر څنګ یواځې په خپل زون کې د پوهنتون د انتخاب حق لري، دا پداسې حال کې ده چې د لوړو زده کړو وزارت څو ورځې وړاندې په یوه مرکه کې واضح کړه چې د نجونو د پوهنتونو په انتخاب کې به هېڅ ډول محدودیت نه وي.

د دې ډول کړنو سره د هېواد ډېری برخې د نسبتاً مناسبو زده کړو څخه بې برخې کېږي او هغوی مجبوره کړل شوې دي چې د خپل زون په پوهنتون کې زده کړې وکړي؛ د بېلګې په توګه که یوه نجلۍ په کندهار کې له ښوونځي فارغه وي او ښه وړتیا هم ولري د کانکور ازموینه کې لوړې نمرې هم ولري د ااا د لوړو زده کړو وزارت د دې پالیسي له امله نشي کولای چې د کابل پوهنتون ته لاره ومومي او پدې سره د دوی د استعدادونو وژنه کېږي او د رشد مخه یې په لوی لاس نیول کېږي چې راتلونکي کې به د زده کړو روحیه ضعیفه او اړونده زونونو کې به ښه کادرونه کم شي.

د حل لارې په توګه دومره ویلی شو چې د نجونو او خویندو ټول هغه حقوق دې ورکړل شي کوم چې د اسلام مبین دین وته ورکړي دي، نوې تنیکي برخې یې د ااا د ارادې د موجودیت په شرط اسانه حل کېدونکې دي.

یادونې:

لومړۍ: ضمیمه عکسونو کې د هر زون د نجونو لپاره یوه پاڼه کوډ رشته ورکړل شوې ده چې له همدې پاڼې یواځې خپل زون کې د انتخاب حق لري.

دویم: د خویندو سره د دې سیستماتیک ظلم او جفا یواځينۍ مرجع د ااا د لوړو زده کړو وزارت دی، او د ازموینو ملي اداره دلته یواځې یو تخنیکي رول لري چې د پالیسي جوړول د وزارت دنده ده او تخنیکي چارې یې یاده اداره پر مخ وړي، د وضاحت او ځواب ویلو لپاره دې د لوړو زده کړو وزارت چارواکي یا ویاند وپوښتل شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب