جمعه, اپریل 26, 2024
Home+د امېل ننداره / ميوند بختیار

د امېل ننداره / ميوند بختیار

ښاغلی ډاکټر احسان الله درمل د پښتو د وسمهالي شاعرۍ يو ځوان او دروند نوم دی، چې هم شعر ليکي او هم د شعر د تخنيک او تيوري په برخه کې د ځانګړي نظر خاوند دی. درمل صاحب په تول تللې غزلې لري او نظمونه هم ليکي. ما يې دلته پر يوه نظم (امېل) باندې خبرې کړي دي، ممکن لوستونکي زما له خبرو سره موافق نه وي، خو دا او دې ته ورته بحثونه به د کره کتنې او شعر پېژندنې په برخو کې بې يېبرې نه وي.

شعر او هره ادبي – هنري فنپاره چې ټولنې ته وړاندې شوه، نور د ټولنې مال دی، ټولنه حق لري خوښ يې کړي، يا يې خوښ نه کړي. د يوې فنپارې په اړه قضاوت کول د شاعر په اړه قضاوت نه دی، شاعر بېل دی او اثر بېل.

موږ که لوستونکي ته دا حق ورکړو چې آثار مو ارزيابي کړي او پر نقد و کره کتنه تندی تريو نه کړو، هله به مو د ادب او هنر د عروج لپاره لاره پاکه کړې وي.

راځو امېل ته او پر ټولو لړونو يې يو ځل نظر ښويو او په څنګ څنګ کې خبرې هم پرې کوو:

امېل

زه یې مین ومه پر زړه مې نو دا نه ځایېده

چې وي دې تشه د هغې سپینه او هسکه غاړه

په شنه سهار مې د گلپاڼو له پستوکو پاڼو

د پستو پرخو سپین راڼه غمي کړل یو یو راټول

بیا مې د لمر د طلایي زلفو په تار وپېیل

شعر نوې خبره کول دي، له کليشې تېښته ده، د احساس پارونه او د عواطفو طغيان دی، په پورته بيتونو کې د شنه سهار ترکيب وينو، دا شاعر دی چې د يوې حوزې اقدار بلې ته راوړي، پاراډاکس رغوي او حس آميزي ته زمينه برابروي. راځو څو خبرې پرې کوو:

د پستو پرخو سپین راڼه غمي: پرخې پستې نه وي، غمي چې راڼه شي، بیا سپین څنګه شوو؟ سپین، لکه سپینې شیدې، لکه سپينه واوره، لکه سپينه چونه او لکه سپينه پرخه.

د لمر له وړانګو سره د طلایي زلفو تشبیه خوندوره ده، موږ ته د شيدا د افتاب کمند رايادوي:

د افتاب په کمند نه خېژم اسمان ته

نه ږدم بار لکه شبنم په دوش د ګلو

راځو د شعر بل لړ ته:

خو چې روان شومه په منډه د هغې په طرف

زړه راته وویل چې دغه امېل وغورځوه

دا د دې وړ ندی چې تاو شي د هغې له غاړې

ته یې توهین کوې، که هغه غاړه هسکه غواړې؟

زه یې مین ومه پر زړه مې نو دا نه ځایېده

چې وي دې تشه د هغې سپینه او هسکه غاړه

د سویو ټکنده غرمو د سرو ریگونو پر سر

لاړم اووه سمندرونه مې غلبېل کړل پسې

وروستنی بیت ښه تصویر لري، د سرو شګو پر سر پښې ېیبلی سړی چې په خپله ورکه پسې ګرځي، ښه انځوروي. اووه سمندرونه پسې کتل او غلبېل کول هم د نهايت ډېر تلاش او هڅې ښکارندويي کوي. د محبوب غاړه هسکه غوښتل د مين هيله وي.

هرې سيپۍ ته مې لمنه د سوال ونېوله

هرې سيپۍ ته مې رڼه هنداره

د خپل معشوق د ځلبلانده جمال ونېوله

سیپیو ته د سوال لمنه نیول هم ښه محاوره ده او ښایسته یې اوډلې هم ده. سيپۍ خپله نورو ته لمنه نيسي، استاد پسرلی ليکي:

سيپۍ ورانه خپله خوله کړه په غوښتلو

ورپسې ليکي:

راټولې کړې مرغلرې مې په مینه مینه

د گل د پاڼو د رگونو په تار و پېیلې

خو چې روان شومه په منډه د هغې په طرف

زړه له لمنې کړم را کش چې ته لږ تم شه کلیمه تېره کړه

زما خبره صرف واوره پرې یقین مه کوه

په دې کچه هار د هغې غاړې توهین مه کوه

راځو تبصرې ته:

د ګلپاڼو د رګونو پر تار د مرغلرو پېيل هم نوی او ښايسته تصوير دی، شاعر بايد همدغسې نازکخيال او باريک بين وي، چې د ګلپاڼو د رګونو پر تار مرغلرې وپېيلی شي.

له لمنې کش کول يا نيول هم ښایسته کنایي محاوره ده، له لمنې نيول له صبر کولو څخه کنايه ده او همدا راز کلمه تېرول څرګندنه هم ښه اوبدل شوې ده. د داسې کنايو، ګړنو او څرګندنو راوړل او په شعر کې حل کول د شاعر له ولسي ژبې سره پر اړيکو ګواهي لي.

راځو بل لړ ته:

زه یې مین ومه پر زړه مې نو دا نه ځایېده

چې وي دې تشه د هغې سپينه او هسکه غاړه

چې شپه شوه هسک ته د خپل خیال په زېنو وختمه

د پورته درېيو مسرو په هکله به لنډ وږغېږو، حمید بابا وایي:

و اسمان ته به د شعر زینې کښېږدي

که حمید د غم له سره زنکون وکیښ

خیال اکثره وخت له وزر لرونکي مارغه سره تشبېه کېږي چې لوړ الوت کوي، دلته خیال له زینې سره تشبیه شوی دی، حميد بابا په پورتني بيت کې بيا شعر له زينې سره تشبيه کړی دی، حميد بابا مبالغه کوي، چې دومره بيتونه به جوړ کړم چې د زينو د پايو غوندې به يې اسمان ته ودروم.

درمل صاحب پسې ليکي:

د شنه اسمان په آبي دشته کې مې

تمامه شپه د رڼو ستورو په چاڼ تېره کړله

پر دې برخه يو – دوې خبرې کوو:

د شنه اسمان آبي دښته: زما په نظر دلته هم تشبیه اګر مګر لري، زه چې کله د دښتې کلمه واورم، زما په ذهن کې وچ او پراخ رېګستان را تداعي کېږي، هماغه د درمل صاحب د مسرې غوندې شګې:

د سویو ټکنده غرمو د سرو ریگونو پر سر

خو د صحرا کلمه دوې خواوې لري، هم وچ دښت و بیابان او هم “بخملي صحرا “. ممکن ډېری لوستونکيو ته دښته او صحرا سل په سله کې مترادف ښکاره شي، شايد ځينې نور لوستونکي له ما سره همنوا وي او د دښتې او صحرا پر سل سلنه ترادف شک وکړي.

راځو د لړ نورو برخو ته:

دغه وړوکی دی، دا تت دی، دا بل درز لري

تر سهار وړاندې مې ایله یوه لمن په شواخون پوره کړل

بیا مې د هسک د ښاپېرۍ د لوپټې له پیڅکې

سپین زرزري ورېښم را وایستل او ومې غړل

د هسک ښاپېرۍ یې په پښتني انداز کې، پښتنه پېغله انځور کړې ده چې لوپټه پر سر ناسته ده.

سپین زرزري ورېښم: ورېښم که یا سپین وای یا زرزري؛ نو ښه به راغلي وای، ځکه د رنګونو ډېر امتزاج هم له سړي بيا رو ګودر ورکوي.

د شعر نوره برخه داسې پسې غزوي:

چې مزی جوړ شو په مزه مزه مې

چاڼ کړي ستوري پکې وپېیل امېل مې جوړ کړ

خو چې روان شومه په منډه د هغې په لوري

لیوني زړه را پسې غږ کړ چې قدم ونېسه

ته چېرته ځې چې نه اسمان گورې نه ځمکه گورې؟

امېل دې وغورځوه وړ د هغې غاړې ندی

ته خپل معشوق ته په درنه او که په سپکه گورې؟

د بند لومړۍ مسره کې مزي له مزه مزه سره ښه غاړه ورکړې ده. تر قدم نیولو به پښه نیول او یا نوک نیول شايد لا ښه راغلي وای.

نظم داسې پسې غزېږي:

لمر سر وهلی و زه تش لاسونه تشه لمن

تڼاکې پښې، څېرې گریوان او سترگې سرې روان وم

لمر سر وهل: نا اشنا غوندې ګړنه ده، سپوږمۍ لا سر وهي:

سپوږمیه سر وهه را خېژه

چې مساپر په سین ګډېږي ډوب به شینه

راځو د نظم نورې برخې لولو:

خو په لټون د کومې نوې جزیرې روان وم

خیال به کړ نوی تار او نوې مرغلرې پیدا

مگر چې ما به پسې منډې کړلی هغې خواته

زړه به کړې بیا پکې اویا زره خبرې پیدا

دوهمه ورځ هم تېرېده او د لمر سپینه بېړۍ

د گڼو وریځو سرو څپو پنا کوله نوره

د پورتنيو بيتونو په اړه به دومره ووايم چې:

اویا زره خبرې:  ولې اویا زره؟

جهاني صاحب هم وایي:

د هر مار به وي اویا زره سرونه

په هر سر کې یې اویا زره غاښونه

د درمل صاحب په شعر کې ممکن اويا زره خبرې يعنې ډېرې خبرې.

چې هغه ناڅاپه زما په مخکې

د میناتورې منارې غوندې په ناز او جلال ودرېده

غاړه یې تشه وه خو لا هم وه له نازه هسکه

زما په سترگو کې یې دواړه سترگې وگنډلې

هغې ته څه سخت وو د زړونو او د سترگو لوستل؟

زما په سترگو کې یې هم زما د ستړي لټون

ستړې کیسه په زور او زېر ولوسته

په ناز موسکۍ شوه وې یې ته څومره ساده مین یې؟!

زړه دې رښتیا وایي د پرخو غمي

شعر لږ سپړو:

د پرخو غمي: له پرخې که یې د شبنم دانه مراد وي، یوه لار لري خو پرخه او شبنم توپیر سره لري:

په ما د ژمې پرخې لارې جوړوینه

همدغه پرخې بیا له غمیو سره تشبیه کولای نه شو، غمي اکثره، راڼه، کلک او ګرد وي خو پرخه بیا لکه واوره سپینه او تر غمیو پسته او تر شبنم کلکه وي.

د امېل وروستی لړ داسې دی:

تازه آبدارې مرغلرې او چاڼ شوي ستوري

زما په سپینه غاړه ښکاري د کونجکو امېل

د مینانو امېلونه له کچه مریو خوند نکوي

راشه زما له غاړې تاو کړه د مچکو امېل

په ټوله کې پورتنی نظم د پښتو نومهالې ازادې شاعرۍ د امېل يوه رنګينه مرغلره ده، د تصويرونو نوی والی، د ژبې تازه والی او د کلام موسيقي يې نه انکارېدونکي توکي دي.

د ښاغلي درمل صاحب ټول شعر له نويو انځورونو، ترکيبونو، محاورو او تشبيهاتو څخه ډک و، تر ډېره يې هڅه کړې وه، چې له کليشه خبرو ځان وژغوري او بريالی هم دی. پاتې دې نه وي، چې د پورتني نظم د پای مسره بېخي نوې او خوندوره ده.

د لاندې بيت تکرار يې لا خوند کړی دی، که څو ځله لا نور هم تکرار شوی وای، خوند به يې يو په دوه وای:

زه یې مین ومه پر زړه مې نو دا نه ځایېده

چې وي دې تشه د هغې سپنه او هسکه غاړه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب