دوشنبه, مې 6, 2024
Homeټولنیزد مؤثریت ساعت / ثناءالله فیضي

د مؤثریت ساعت / ثناءالله فیضي

د خپلو مهمو چارو پر وخت سر ته رسولو له پاره تر ټولو غوره تخنیک
ډېر کله، موږ ته د کولو له پاره زیات کار پروت وي خو کافي وخت راسره نه وي. دا نن سبا یوه ډېره عامه ستونزه ګرځېدلې ده. هر څوک غواړي چې د وخت مدیریت په اړه پوه شي، ځکه ډېر کله همدا په چارو کې د بري یو مهم راز بلل کېږي. دا چې څوک څنګه خپل وخت ښه مدیریت کړي، په دې اړه ډېرې مقالې، کتابونه او سپارښتنې شته خو دا موندل چې کوم تخنیک یې زموږ سره جوړ راځي، یو څه وخت نیسي او سړی ستومانه کوي. راځئ دلته به د یو داسې تخنیک په اړه پوه شو چې د هر چا له پاره ډېر ګټور تمامېدای شي.
د مؤثریت ساعت یا Power Hour پېژندل او تشخیصول ستاسې پوره پوره مرسته کوي چې خپل ارزښتناک کارونه پر وخت بشپړ کړئ. تاسې به تجربه کړې وي؛ موږ ټول د ورځې په یوې ځانګړې برخه کې تر بل وخته ډېر پُر انرژي یو، تمرکز مو ډېر وي او تر نور کله کار کولو ته ډېره حوصله لرو. د ورځې همدا برخه چې تاسې پکې غوره فعالیت ته چمتو یئ، د پاور هاور په نوم یادېږي.
سهار مهال او د شپې ډوډۍ تر خوړلو مخکې؛ زه دا دوه وختونو کې ډېر ښه تمرکز کولای شم او تل هڅه کوم چې د ورځې تر ټولو با ارزښته کارونه مې همدا وختونو کې تر سره کړم. تر هر څه وړاندې اړینه دا ده چې تاسې خپل ورځني فعالیتونه ولیکئ (که قلم نه ګرځوئ؛ موبایل کې یې لیکئ)، بیا هغه کارونه د لست سر ته راوړئ چې تر ټولو ډېر مهم دي. خپل ځان وڅارئ چې د ورځې په کومه برخه کې مو کار ته زړه کېږي او پوره انرژي لرئ. همغه وخت درته د «مؤثریت ساعت» په نوم ونوموئ.
کله مو چې خپل با ارزښترین فعالیتونه وپېژندل او ځان ته مو د مؤثریت ساعت هم په دقیق ډول مشخص کړ، تاسې د وخت یو غوره مدیر جوړېدو ته چمتو شوئ. ساعت کوک کړئ، د مؤثریت ساعت پر با ارزښترین کار باندې حملې کولو سره پیل کړئ. تر هغې مو چې یو کار پای ته نه وي رسولی، بل ته لاس مه اچوئ. دا مهال تاسې د ورځې تر ټولو طلايي وخت خپل مهمترین کار ته ورکوئ؛ چې دا د وخت مدیریت لوی راز دی. کله مو چې لومړنی مهم فعالیت ختم کړ، دوهم مهم هغه ته راشئ او همداسې دوام ورکړئ. متخصصان، د پاور هاور موده شپیته دقیقې توصیه کوي خو زما مشوره دا ده که له دې ډېر یې غځولی شئ، غوره به وي، البته چې لږ تر لږه شپیته دقیقې وروسته یوه لنډه دمه اړینه ده.
د مؤثریت ساعت یانې پوره ۶۰+ دقیقې د کار په نوم کول. ستاسې د ورځې تر ټولو مهم کارونه کوم دي؟ تاسې د ورځې په کومه برخه کې ډېر متمرکز یئ؟ بس همدا دوه ځوابونه مو ورځ ګټوره جوړولای شي. دې سره به مو له خپل وخت څخه پوره ګټه اخیستې وي او مهم کارونه به مو نه ځنډېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب