یکشنبه, مې 19, 2024
Home+پوهنتون نړیږي/ دوکتور عبیدالله وردګ

پوهنتون نړیږي/ دوکتور عبیدالله وردګ

ليکوال: دوکتور عبيدالله وردګ د کابل پوهنتون استاد
#پوهنتون_نړېږي!
د نوي تحول په راتلو سره د بېلابېلو ادارو لپاره مسولین ټاکل کېږي او ځينې ټاکل شوي دي، څو وخته مخکې چې د لوړو زده کړو وزارت مرستیالان تعین شول نو موږ اعتراضي لیکنه وکړه چې معینیت ډېر دروند مسولیت دی او د یو معیار له مخې باید ورته کسان وټاکل شي. ډېرو دوستانو زما خوله په دې را بنده کړه چې دا معینیتونه دي نورو ریاستونو او پوهنتونو ته به مسلکي خلک راځي چې له بده مرغه هغسې ونشول او غیر مسلکي او غیر اصولي مقرریو ادامه پیدا کړه.
تازه یې د کابل پوهنتون رییس بدل کړی دی او رییس یې یو بې تجربې کس دی چې یواځې او یواځې لېسانس دی، د هېواد په کوم دولتي او شخصي پوهنتون کې یې یوه ورځ هم دنده نده اجرا کړې، په داسې حال کې چې د کابل پوهنتون عزل شوی رییس د پوهاند علمي رتبه لري او له تېرو څلوېښتو کلونو یې په پوهنتون کې خدمت کړی دی، نن چې د کوم معیار له مخې د یو پوهاند او PhD ځای لېسانس ته ورکول کېږي، معلوم ندی.
د ملکي لوړو زده کړو د قانون د ۱۲مې مادې له مخې د پوهنتون ریاست بست اکاډمیک بست دی او د پوهنتون ټولې علمي، مالي او اداري چارې یې په غاړه دي.
د پوهنتون رییس د پوهنتون علمي شورا، پوهنتون اداري شورا او رهبري شورا مشر دی، او د کابل پوهنتون د ۱۷ بېلابېلو کمېټو او کميسيونو تشکيل لري چې رهبري او نظارت يې مستقيم او غير مستقيم د پوهنتون د رييس له لوري کېږي.
د قانون له مخې علمي شورا او نورې ټولې شوراګانې خپل تعریف او شرایط لري چې اساسي شرط یې دا دی چې یاد کس به د پوهنتون استاد او کادري کس وي.
د ملکي لوړو زده کړو د قانون په شلمه ماده کې راځي چې د پوهنتون رییس به د پوهنتون استادانو له منځ یو تن چې د پوهندوی، پوهنوال او یا هم پوهاند علمي رتبه ولري د لوړو زده کړو وزیر له لوري وړاندیز کېږي او د ولسمشر په منظوري به ټاکل کېږي.
د پوهنتون ریاست د اداري پوهې تر څنګ پوره تخصصي پوهې او تجربې ته اړتیا لري، تاسو د نورې نړۍ پوهنتونونه هم وګورئ چې هلته د پوهنتونو رییسان همېشه علمي او کادري کسان دي، چې د تخصص تر څنګ به تجربه هم لري او دا تجربه باید په پوهنتون او اکاډمیک ماحول کې وي.
د کابل پوهنتون په ۱۳۱۱ کال کې تاسیس شوی دی، تر نن پورې یې همېشه رییسان کادري کسان او د پوهنتون استادان او د ډېرې تجربې درلودونکي کسان ټاکل شوي دي.
اوس تازه ټاکل شوی کس چې یواځې د لېسانس په کچه زده کړې لري د پوهنتون په ماحول کې هېح تجربه هم نلري او یواځې د دې له امله چې د دوی سره ملګری دی د پوهنتون رییس ټاکل شوی دی، دا موږ ته دا ښیي چې د کابل پوهنتون په تقریباً زر کسه استادانو کې دوی یو د اعتبار وړ کس هم نلري او په یو کس هم د رییس په حیث باور نشي کولای.
بل دا ښیي چې د دوی تر منځ د پوهنتون لپاره دی تر ټولو وړ شخص ښودل شوی دی، یعنې دوی واقعاً تر دې وړ کس نه درلود؟
چې د پوهنتون د ریاست نسبي معیارونه یې پوره کړي وي.
دا ډول ټاکنې څه ضررونه او منفي پیغامونه لري؟
• د تجربې او تخصص نشتون له امله به د پوهنتون اداري او اکاډمیکې چارې وشړېږي او شته نظم به له منځه ولاړ شي.
• استادان او د پوهنتون کارمندان انسانان دي او د کار او خدمت لپاره انګېزې او علاقې ته اړتیا لري چې په دې مقرري به دا له منځه ولاړ شي.
• یو پیغام یې دا دی چې زده کړې، زحمت او د بېلابېلو مهارتونو زده کړه هېڅ درد نه دوا کوي که غواړې چې پرمختګ وکړې نو باید ټوپک دې لاس کې اخیستی وي او د واکمنې ډلې سره شخصي نېکې اړیکې ولرې.
• د دې ډول مقرریو په پایله کې به استادان ځانته د تګ لاره ګوري او پوهنتون به پرېږدي، ځکه یو پوهنتون کې چې د رییس ټاکلو لپاره معیار نه وي، نو نور به د څه لپاره معیار او اصول په نظر کې ونیول شي.
• خلاصه له دې ډول کړنو وروسته به پوهنتون له پښو ولوېږي او د کابل پوهنتون له ماتېدلو او ورانېدلو سره به د هېواد نور پوهنتونونه هم ونړېږي چې دې سره به د لوړو زده کړو او پوهنتونو ورانی او بدبختي ټول ملت ته ور تر غاړه وي چې مسولیت کې یې شته چارواکي بشپړ سهیم دي.
څه باید وشي؟
د پوهنتون رییس او رهبري دې لږ تر لږه دې داسې کسانو څخه معرفي شي چې د پوهنتون استادان وي، له علمي او اکاډمیکو کارونو سره بلد وي او تجربه ولري، غواړم دوی ته ور یاده کړم چې په سیاسي لحاظ به پوهنتونونه دوی ته هېڅ ډول ضرر ونه رسوي، پوهنتونونه به یواځې لوستي او مسلکي کسان تربیه کوي هیله ده له پوهنتون سره عقده یي چلند بند شي او د پرمختګ لپاره یې کار وشي.
اخر کې یوه یادونه کړم، زه پوهېږم چې په دې لیکنو ما ځانته خطر متوجه کړی دی، ډېرو مشرانو، دوستانو او ملګرو راته مسېجونه کړي او غوښتنه یې کړې چې هېڅ خبره هم ځای نه نیسي، وایي دوی خپله خبره مني د بل چا نه مني.
زه له ټولو ملګرو بخښنه غواړم، ډېر کوښښ کړم خوله مې پټه کړم خو څه وکړم کاشکي نه پوهېدای چې پوهنتون ورانېږي، پوهنتون نړېږي او د پوهنتون له نړېدو سره وطن او ولس هم نړېږي.
کابل پوهنتون!
موږ وبخښه چې ستا ورانی په سترګو ګورو او هېڅ هم نشو کولای.

1 COMMENT

  1. دا ټول دهغو جرمنو نتیجه ده چې موږ په تیراواوس کې کړي او کوو يي. یوه ښه بیلګه يې دولسمشر اشرف غني ځینې خبرې دي چې هغه غریب به ویل چې زه سوله درته راولم مګر باعزته سوله! موږ به ویل چې ولسمشرپه چوکۍ میئن دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب