جمعه, مارچ 29, 2024
Home+حس/ اجمل پسرلی

حس/ اجمل پسرلی

په هغه ورځ چې چاودنه وشوه، تر پیښې څو دقیقې مخکې یې له ما سره عادي خدای پاماني وکړه؛ عادي وه که نه وه خو د فاتحې په دریو ورځو کې ما څو کسانو ته دا کیسه تیره کړه چې د ده خدای پاماني نا اشنا وه، بل ډول یې راته کتل لکه وروستی دیدن.

 نن د ده تلین دی. د کوټې په برسر کې اووه قاریان ناست دي، تلاوت کوي، کله د ټولو غږ جګ شي، کله ټیټ شي، یو نیم ځل د یوه اواز نور غږونه لاندې کړي. نه پوهیږم چې کوم یو یې کومه سپاره وایي، بس  سره زنګیږي او په مینځ کې یې ناست درې تنه مشران چې هر یو یې کله پورته ګوري بې کسي سترګې یې لکه په موزیم کې د بودا د مجسمې سترګې داسې نه ایسي چې اوړي رااوړي، رغړي راغړي.

له ختمه وروسته په کوټه کې د جنازې د ورځې په څیر کراري شوه چې له هدیرې راګرځیدلي وو. د چای پیالې هم ډکې وې، تاو ترې لټیده چا لاس نه وروړ.

ماته مخامخ ناست زموږ د کوڅې دوکاندار د کوټې سکوت زما په کیسه مات کړ چې تر مرګ څو شیبې مخکې یې عجیبه خدای پاماني کړې وه دا خبره یې زما په وینا له ځانه پسې زیاته کړه چې د هغه رنګ په هغه ورځ نوراني شوی و. څنګ ته یې د پوهنتون استاد یو دانه قند ورواخیست، ویې ویل:

-ژوند له رازونو ډک دی په پنځو حواسو هرڅه نه شو درک کولی، مثلا که د دغه قند یوه دانه بوره د کوټې په یوه کونج کې وي له بلې کوټې یې میږي ته بوی ورځي نو زموږ شامه حس د میږي په اندازه نه دی، سامعه حس مو بیا داسې دی، چې په پخوانیو زمانو کې به یې په سمندرونو کې په کشتیو کې یو ډول موږکان ساتل چې تر توپان لس پنځلس کیلومتره لري به پوهیدل او چونګیدل چې له دې سره به ماڼوګان پوه شول بادبانونه به یې راښکته کړل، همداسې مو سترګي تر ډيرو وړو خزندو کمزوري دي نور حواس هم دغسې درواخلئ

ملا صاحب غاړې تازه کړې:

-په هرڅه کې د الله تعالی حکمت دی دغه لاندې کوڅې کې د نانبای زوی چې پيریان نیسي عجیبې اپلتې یې په خولې جاري کوي بیا چې دم پرې وکړم غلی شي

د پوهنتون استاد وویل:

-کله چې په عصبي حساب د عقل او لاشعور ترمنځ رابطه ګډه وډه شي د لاشعور خبرې راوځي

ملا تسبیح راوایستې، په لږ لوړ غږ یې استغفرالله  وویل. استاد د چای له پيالې غټ غوړپ وکړ، ژبه یې په خوله کې واړوله راواړوله:

-له پیریانو انکار کفر دی

د ملا صاحب شونډې له وظیفې سره ژر ژر وخوځیدې. د پوهنتون استاد څه ویل…  مخامخ راته ناست دوکاندار د قبر د عذاب خبره کوله…یوه بل لکه چې د کرامت موضوع راواخیسته…

زما هاغه د خدای پاماني شیبه له سترګو نه لرې کیده..

څادر مې وڅانډه، بیرته مې مخې ته کیښود.

استاد د کایناتو تر عظمت پورې د ناسا د نویو اخیستل شویو عکسونو خبره وکړه، دوکاندار تر برکت پورې وویل چې کله په اوداسه وي سودا یې ډیره کیږي….

د کور څښتن زما پياله په ابکشي کې تشه کړه:

-سوړ شوی، تازه چای به درته واچوم

د شنه چای پیاله مې راپورته کړه، پیاله مې خولې ته نژدې کړه، زړه مې کیده چې تاو یې لکه سهارنۍ لړه زما شاوخوا ونیسي په ورته وخت کې مې په خپلې کال مخکې  ویلې کیسې د پيښماني احساس کاوه، بحث روان و، نور ټول غږیدل، زه او ملا غلي وو.

پای

3 COMMENTS

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب