دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeخبرونهروسي پوځیان د اوکراین له یو بل مهم او ستراتیژیک ښاره په...

روسي پوځیان د اوکراین له یو بل مهم او ستراتیژیک ښاره په شا شول

تاند(یکشنبه، د میزان ۱۰) روسیې د اوکراین په ختیځ کې یو بل مهم او ستراتیژیک ښار له لاسه ورکړ او خپل ځواکونه یې ورڅخه وایستل.

د روسیې دفاع وزارت وویل، زرګونه پوځیان یې د دونیڅک په لیمان ښار کې محاصره کېدل نو پرېکړه یې وکړه چې خپل ځواکونه له دغه کلابند ښاره وباسي.

دونیڅک یو له هغو څلورو سیمو څخه دی چې روسیې تازه له خپلې خاورې سره یوځای اعلان کړه.

مخکې په راپورونو کې ویل شوي وو چې اوکرایني پوځیانو شاوخوا ۱۰ زره روسي پوځیان محاصره کړي دي.

د لیمان ښار بېرته نیول د اوکراین لپاره ډیر اهمیت لري ځکه چې دا ښار مهم ستراتیژیک موقعیت لري.

دا ښار د روسیې لپاره د لوژیستیکي مرکز ګڼل کېده او له بلې خوا د اوکرایني ځواکونو لاس ته د دغه ښار لوېدا اوکرایني پوځیانو ته لار هواروي چې د لوهانسک او دونیڅک خوا ته پرمختګ وکړي.

سره له دې چې روسیې له لیمان څخه د خپلو ځواکونو د ایستلو امر کړی خو د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي ویلي چې په لیمان کې لا جګړه پای ته نه ده رسیدلې. ده نور جزییات ورنه کړل.

خو راپورونه وايي چې په دغه ښار کې، چې روسیې پکې جګړه بایللې ده، زرګونه روسي پوځیان محاصره دي او اوکرایني ځواکونه نه غواړي چې هغوی روغ ووځي.

د اوکراین د دفاع وزیر یوه سلاکار بوریک ساک بي بي سي ته ویلي چې روسي پوځیانو ته فرصت ورکړل شوی چې ځان تسلیم کړي او که تسلیم شول تر هغه څه به ښه چلند ورسره کېږي چې د روسي قوماندانانو تر امر لاندې ورسره کېږي.

د یوریک ساک له دې خبرو لږ وروسته کریملین اعلان وکړ چې له لیمان څخه یې د خپلو ځواکونو ایستل پیل کړي دي.

له بلې خوا د پوتین کلک متحد د چیچنیا مشر رمضان قدیروف ویلي چې روسیه باید د دې ډول ماتو په وړاندې له کم انرژي اتومي وسلو کار واخلي.

اوکرایني ځواکونو په وروستیو کې د خپل هیواد په جنوب او ختیځ کې د پام وړ پرمختګونه کړي دي.

تر دې وړاندې اوکرایني ځواکونو د خارکیف ښار او سیمه له روسي ځواکونو څخه بېرته ونیوله چې د دوو هیوادونو په روان جنګ کې روسیې ته تر ټولو لویه ماتې وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب