د بیان آزادي اصلاً یوه وسیله ده چې په دي سره د حق خاوند خپل غږ د واکمن ترغوږونو پوري رسوي، د دغه تعریف پر بنا د بیان ازادي د هر انسان یو مشروع او روا حق بلل کیږي.
په خلاص مټ سره د ورځنيو پېښو، عامه افكارو پلټنه او لاسته راوړنه، د هغوى ترتيب او تنظيم او همدارنګه د هغې مخابره كول او بلاخره د ټولو چاپي او الكترونيكي خپرونو ترتيب او خپرول، په داسې توګه چې په هېڅ ډول سره خنډ اوممانعت يې په وړاندې وجود ونه لرې د بيان ازادي بلل کیږي.
د بيان آزادي چې د نظر آزادي هم ورته ویله کیږي؛ د بشري حقونو په نړیوال قانون کې په رسمیت پیژندل شوی بشري حق دی.
د اسلام مقدس دین ۱۴۰۰ کاله وړاندې د بیان او نظر آزادي ته معترف و.
حقیقت دا دی چې په اسلام کې تر بل هر اسماني او غیر آسماني دین زیات د بشر حق ته زیات اهمیت ورکول شوی او تر ټولو بیا زیات د حریت او خپلواکۍ، حق ورکول شوی دی چې په دې کې د بیان آزادي هم راځي چې د بشر یو مسلم حق بلل شو دی مګر سره له دې هم نن سبا په دنیا کې د غرب دیمکراتیکي آزادۍ ته ځیني خلک د بیان آزادي وایی او زموږ اسلام په دې تورنوي چې اسلام کې د بیان آزادي نشته خو حقیقت داسي نه دی.
په اسلام کې د بیان او فکر آزادي دواړه شته خو په شرعي مقرراتو مقیدې دي.
د بیلګې په ډول: په اسلام کې تر داخلیدو وړاندې هر انسان ته حق ورکړل شوی چې هر دین غوره کوي الله تعالی فرمايي: لا اکراه فی الدین …
خو کله چې یو څوک مسلمان شي، بیا یې عقیده، نظر، بیان او فکر ټول په شرعي محدوده کې را ایساریږي، هغه بیا نه شي کولای له اسلام نه بهر کومه عقیده ولري، یا نظر ورکړي او یا هم څه ووايي.
د بیان آزادي چې په عربي مصطلح کې ورته حریة التعبیر، حریة الرأی او حریة المعتقد ویل کیږي؛ په سیکولرزم کې مطلق (ازاد) او په اسلام کې مقید دي خو کومه معاصره د بیان آزادي اصطلاح چې کاریږي؛ هغه د سیکولریزم (لادینیت) له اصولو یو اصل او هیڅ ډول قید او قیود نه مني.
همدغه لا محدودیت یې له اسلامي قیوداتو سره په ټکر کې دی؛ ځکه هیڅ مسلمان دا حق نه لري چې د اسلام له دینه پرته بله عقیده او نظریه ځان ته غوره او یا هم داسې بیان وکړي چې هغه له اسلامي اساساتو سره په مغایرت کې وي.
یو بل شی چې د پام وړ دی؛ هغه دا چې په اسلام کې چې هرڅه بشر ته ورکول شوي او یا ترې منع کړل شوی؛ هغه صرف د بشریت د ګټي او نقصان پر آساس وي، د اسلامي فقهي عمومي قانون دی چې وایی « د الهي اوامرو او نواهي وو دواړو دارومدار د انسانانو پر نفع او نقصان موقوف وي» د بیان آزادي هم بشرته ترهغه بریده ورکول شوي چې د ده په خیر وي، چیري چې یې په ضرر وي هلته اسلام تري منع کړی.
نو که له دې اړخه ورته ځیر شو، نو په اسلام کې چې کومه آزادي شته، هغه د غربي دموکراسۍ تر آزادۍ ډېره ګټوره او د بشریت په خیر ده.
د افغانستان په حقوقي نظام کې د بیان آزادي
د بیان آزادي د باورونو له اظهار نه پرته د آزادۍ موضوع نشی کېدلای، نو له دې کبله ویلای شو چې د باور او عقيدې آزادي په ټولو آسماني ادیانو او فکري مکتبونو کې منل شوې ده، اما د عقیدې اظهار د مذهبی مراسمو په ډول یا د عقیدې تغییر په بېلابېلو هېوادونو کې د موجوده دیني او مذهبي ارزښتونو تابع ده. زموږ په هېواد کې هم د بیان آزادي په مقید ډول له قانون سره سم د اسلامي او ملي ارزښتونو په رڼا کې منل شوېده.
د بیان د آزادۍ په لاره کې محدودیتونه:
څرنګه چې د بیان آزادي یو ثابت حق دی، دا رنګه یې محدودیت هم منل شوی اصل دی، آزادي په دې مانا نه چې یو څوک دې هر څه چې زړه يې غواړي بیان کړي، حق او باطل باید سره بیل کړي، داسې بیان نه وي چې تاوتریخوالې، سپکاوي، شخصیت وژنه، په فکري لحاظ ټولنه منحرف کول او داسي نور…
په اسلام کې مسلمانان د بیان آزادۍ حق لري خو د یو لړ حدودو په رڼا کې چې انساني او اسلامي ارزښتونو باندې تېری ونه شي، او محدودیتونه د دې لپاره وضع کړي چې په نه رعایت کولو سره په ټولنه کې کلتوري ګډوډۍ راځي او انساني ارزښتونه تر پښو لاندې کیږي، لکه: د مقدساتو توهین، د وګړو رسوا کول، د ټولنې بې ثباتي او د عقایدو تیت وپرک کول منع دي.
(ماخذونه):
۱. آهنګ، پوهاند محمدكاظم، سير ژورنالېزم در افغانستان (مركز نشراتي ميوند، قصه خواني پشاور).
۲- عصمت الهي، ډاكټر محمدهاشم، نظام مطبوعات افغانستان (ايران- تهران، خيبانه انقلاب).
۳- عزیزالله صدیق په کابل کی میشت خبریال.