جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهد اندونیزیا د فوټبال په یوه لوبغالي کې لږترلږه ۱۷۴ تنه مړه...

د اندونیزیا د فوټبال په یوه لوبغالي کې لږترلږه ۱۷۴ تنه مړه شوي

تاند(یکشنبه، د میزان ۱۰) د اندونیزیا د جاوا د فوټبال په یوه لوبغالي کې د خلکو د ګڼې ګوڼې له کبله لږترلږه ۱۷۴ تنه مړه شوي دي.

چارواکو نن وویل دا پېښه هغه مهال وشوه چې پولیسو د بلواکوونکو خلاف له اوښکي بهیونکي ګازه کار واخیست.

په دې پېښه کې لږترلږه ۱۸۰ تنه نور ژوبل شوي دي.

د جاوا د ختیځې برخې د پولیسو یوه چارواکي نیکو افینتا ویلي چې پولیسو وروسته له دې له اوښکي بهیونکي ګازه کار واخیست چې په لوبغالي کې ګډوډي پیل شوه او له کبله یې د نندارچیانو په ګڼه ګوڼه کې ځینې کسان تر پښو لاندې شول او د ځینو نورو سا بنده شوه.

د ده په وینا په دې پېښه کې دوه پولیس هم مړه شوي دي.

د افینتا په وینا، ۳۴ تنو په لوبغالي کې او نورو په روغتون کې سا ورکړې ده.

د اندونیزیا د فوټبال فدراسیون ویلي چې په دې اړه یې پلټنې پیل کړي او دې پېښې د اندونیزیا د فوټبال تصویر خراب کړی دی.

د اندونیزیا د فوټبال غوره لیګ له دې پېښې وروسته د یوې اوونۍ لپاره ځنډول شوی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...