دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeمقالېد یوه مړه شوي ولس بیا حیات

د یوه مړه شوي ولس بیا حیات

څلورم لیکچر

لیکوال: یونس تنویر

  زموږ مسلمانانو، چې کله د کفارو په خبرو یقین وکړ او د هغوی ملګرتیا یې وکړه او د هغوی د ګټې لپاره یې خپل مسلمانان ووژل او د هیواد اختیار یې په لاس کې ورکړ، دا ډول وګړي منافقین دي او د منافقینو یوه لویه نښه دا وي، چې دوی به د کفارو غلامۍ ته سخت خوشحاله وي او د هغوی لپاره به مسلمان بدناموي او وژني به یې.

       حتا د کفارو د ګټې لپاره ځینې وګړي اسلام پالنې ته بې تفاوته دي. دوی ته، تمدون په دې حاصل ښکاري، چې انسان د اسلامپالنې حس و نه لري؛ ځکه چې دا وحشت او انساني کراماتو ته سپکاوی دی (استغفرالله) حال دا چې دین د یوې داسې فلسفې درلودونکی دی، چې د هرې زمانې انسان ته د خیر سبب ګرځیدلی دی.

      کیسه دا ده، چې په هره زمانې کې د یوه جاهل مخلوق سره لاس او کریوان یو. زموږ نه وړاندې، زموږ نیکونو او اقوامو ددغو منحسو فلسفو سره مبارزه کړې ده.

      یانې په هره زمانه کې مسلمانان د کفارو له مستقیم برخورد سره مخامخ شوي دي او هغوی بیا داسې افکار د بېلابېلو لارو د ځینو افغانانو په واسطه، خصوصاً د حکومتونو په ملګرتیا خپاره کړي او خلکو ته یې، درد سر او بدبختۍ جوړې کړې دي.

         یوه توجو دا ده، چې د هرې زمانې مسلمان ته یوه فکري دسیسه جوړه شوې ده. زموږ تاریخونه که دقیق مطالعه شي، نو و به لیدل شي، چې د داسې دسایسو په جوړولو کې کفار ډېره اوږده مخینه لري. موږ  په هر دوره کې یو فکري، جابر لرو، چې زموږ ترمنځ یې فزیکي شخړې جوړې دي.

        که د پخوانیو او یامعاصرو سیاستونو او دولتونو تاریخ مطالعه شي، نو و به لیدل شي، چې د اسلام په مقابل کې یوه فلسفه کفارو را مخته کړې ده او زموږ ځوانانو پرې دښمنۍ او فزیکي شخړې او بدبختي را ولاړې کړې دي، ځکه چې زموږ ځینو ځوانانو د مطالعې د کمښت له امله یا د منصب او دولت له امله د داسو فلسفو د راننه ویستلو کوښښ کړی دی. او یا ځینو ځوانانو په جابرانه ډول  د دین تصور وحشي کړی دی.

       د امریکا پخواني ولسمشر جورج ډبلیو بوش ویلي و: که غواړئ خپل افکار او تجارت پیاوړي کړئ، نو هیوادونه  تر تسلط لاندې راولئ. یانې افغانستان په یو داسې فکري جګړه کې ښکیل هیواد دی، چې دایم یې رهبري زموږ په خوښه نه وي ولاړه.

        فکري ټکرونه د دولتونو په نا باوره سیالۍ کې رامنځته کیږي. فکري ټکرونه د قومونو او د افغانستان په دایره کې د شته خلکو ترمنځ یوه لویه بدبختي ده. له کله چې ایران پر موږ د تسلط راج درلوده، نو موږ ډېر ایرانیان د افغانانو په توګه تر اوسه منلي دي او غواړي چې په یو واحد ملت کې د تفرقي او بخل ماجراوې جاري کړي، نو کله کله ووایي چې افغان نه یم.

       د ګرګین په وړاندې، چې کله میرویس بابا جهاد پیل کړ، نو ځینو افغانانو تبلیغاتي افکار په خلکو کې وشیندل او ویل به یې چې میرویس خپله سوداګري پیاوړې کوي.

          د انګریز د تسلط پر مهال دولت په دین کې د بدعتونو رواجېدلو ته لاره هواره کړې وه. د حبیب الله کلکاني( بچه ی سقاو) ډېر مزخرف تمثیلونه د خلکو په اذهانو کې خواره شول او امان الله خان یې پرې مرتت معرفي کړ. او بیا امان الله خان، چې کله پاچا شو ډېر مزخرف کارونه یې شروع کړل.

        خلق دیموکراتیک ګوند چې کله د تسلط ګدۍ ته وختو، نو خلک یې کمونیستي افکارو ته را وبلل، چې ډېر تضادونه او دښمني او بدبختۍ یې له ځانه سره راوړې. خو پایله دا شوه، چې مجاهدینو د هیواد مخ تور کړ او په کنډواله یې مبدل کړو.

         طالبانو د سولې په تامین سره سره هیواد یې د فقر زانګو او د عصري تعلیم د ورکېدو باعث کړه. له کله چې حامد کرزی په مشرۍ تعین شو، نو افغاني اداره په دیموکراتیک او کپیټلیزم مبتلا شوه او هیواد د یوه سخت منحوس اشغال تر تسلط لاندې راغی او هیواد یوې بلې خونخوارې جګړې په لور سوق شو.

         د اشرف غني د ولسمشرۍ اووه کلنه  دوره  په فکري لحاظ سیکلولرانو ته ځانګړې شوې وه. ارک ناستي له ولسه ناخبره او د ولایتونو او ولسوالۍ په سکوت اګاه نه وه، مګر درګرده پکې د ځوانانو ککرۍ خاورې او پیغلې کونډې شوې.

        ځینو مدني او سیاسي مبارزینو خدای تعالی(ج) ته ښه په ډاډه توهین او په دین پسې خندا کوله. خدای شته چې ډېر ځوانان دغو افکار بیلارې کړي او په ټولنه کې یې ځینو انسانانو ته روحي تکلیفونه پیدا کړي دي. یانې زموږ د هر نسل سره داسې فکري جګړې  شوې، چې موږ یې د تباهۍ کندې ته ورټیل وهلي یو.

        ایا! موږ له دغو کشمکشونو، خبر نه یو او دا مو حس کړې نه ده، چې موږ ولې دومره زر په دغو غربي فلسفو او جاهلانه مظالمو مبتلا شوي یو؟ ایا! دا نه شو درک کولای، چې ددغو فلسفو فاصلوي موده څومره زر اوړي او را اوړي؟ ایا! موږ په دې نه پوهیږو، چې څورلسوه کاله پخواني دین ولې د یو طرز درلودونکی دی؟ نو اوس ولې په لوی لاس خپل انساني میراث په دغو منحوسو فلسفو نیسو. ولې زموږ ځوانان په دې فکر نه کوي، چې د کفري فلسفو دغو خامیوته توجو و نه کړو؟

        یانې زموږ هر نسل د یوه متجاهل مخلوق سره مخامخ دی، چې زموږ د ارزښتونو  سپکاوی کوي. ایا! خلک په دې نه پوهیږي، چې دا دومره ډېرو  راغلو افکارو موږ جوړ نه شو کړای او پایله یې ډېره خطرناکه ثابته شوې ده.

       یانې غربي فلسفې د انسانیت په نوم راشي او د حیوانیت په نوم را نه ووځي. دا ډېره یوه جاهله خبره ده، چې موږ ته اسلامي نظامونو څه راکړل؟ ایا!  دا  ادنا خبره څوک نه شي درکولای، چې موږ کله په سهي مانا اسلامي نظامونه درلودل؟

         اوس چې خدای تعالی(ج) اسلامي نظام راکړی دی، ځیني خلک ترې متنفر دي او یو ډول سخته کینه او حسد ور سره لري. پر ځای ددې چې د اسلامي نظام د جوړښت لپاره کار وکړي، نو د ځینو غربي میشتو چټي او مبتذلې کیسې یې را اخیستي او امریکاه ته دعا کوي، چې خدای دي را ولي، ګر سره چې د فیل زړه ورکړې، که بیا راشي، خو بس هسې عنادونه مه پالۍ او دې هیواد ته په ګډه یو کار وکړئ، هغه که په دولتي شکل کې وي او که په خصوصي توګه.

       دا د خدای(ج) قول دی چې  چا په دین منګلې ولګولې، خدای تعالی(ج) په هغو باندې ترحم نازلوي. او په انسان ترحم دا دی، چې نظام یې په عدالت  او هیواد ته په ژمنتیا منسوب وي. د هارون الرشید په باب خلکو ته بهلولې دانا ویلي و، چې د خدای تعالی (ج) مهرباني په تاسو وشوه.

اوس دا جهاد بریالی شو. او مسوولیت دا جوړیږي، چې اوسني  د دولت چارواکي دې د مسلمان ولس د ښه بسیج لپاره کار وکړي او ددې هیواد د وګړو ژوند ښه کړي، که دا کار ونه کړي، نو یقیني ده، چې دوی به د خدای تعالی(ج) حضور ته پړه ور روان وي. او که د هغه وخت د قربانیو داستان په یاد کړو، نو په یقیني مانا زړه چادون دی. اوس چې چا قربانۍ ورکړې، تر ډېره هېر دي. او په سخت سنګین او غربت ځپلي حالت کې قرار لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب