ګلغوټۍ !
شپه ډیره اوږده ده ، دیلدا شپه ده
داورلمبه مړاوې تودوخه لري ، سوز نه لري
لوګی کړۍ کړۍ پرخیال
داستادزلفوڅانګې نه شي ایستی .
مالیوني ته وایه
دڅيلې شپه ګوره او خیال دګلغوټۍ وګوره
ګلغوتۍ !
چیرې یې چې مرم درپسې ؟
ما دغمونو پنډ په شا راوړی
مادمرګونو ، سیاستونو ،
وږیو بربنډو ارواوو شورماشور
ایله ترتاراوړی
ژوندمې لوګی کړ ، خو داستا پرزلفوناست ګرد ته هم ونه رسېد.
ګلغوټۍ !
مینه په ( بازار) کې نه شته
مینه خوستادرغوي منځ کې دتودوخې خوند و
چې یې څو ژمي زما لاسونو ته ( مانا) بښله .
ګلغوټۍ !
چېرته ولاړشم
که یوه ورځ له هغو ورځو څخه بیا ووینم
چې به د واورو سپینې سپینې بتې
ستا پرپیکي یوه یوه کیناسته
تابه تودوخه ، څه موسکا او دسنځلو عطر
زما په اروا وشیندل .
ګلغوټۍ !
ستوري هم مانا نه لري
لمر دومره سپک دی
لکه زما له سورۍجورابې نه وتلې پونده
له کتابونو نه مې کرکه کیږي .
چې ته یې ونه لولې ،
هغو شعرونو نه مې کرکه کیږي .
ګلغوټۍ !
سوزمه دژوند له اوره
خولاڅپې څپې روان یمه دعشق له شوره
څومره ساده خلک دي ،
چې خبرنه دي ستا ددومره ډير ښایست له زوره
په دغې تورې ،
دې اوږدې
او دې تیارې یلدا کې
څوک شته ، چې غږمې واوري؟
ګلغوټۍ !
مرم درپسې !
د۱۳۹۳ یلدا