دوشنبه, نوومبر 3, 2025
Home+معاصر ناول، حافظه او زمان| لیکنه: ع ارمان

معاصر ناول، حافظه او زمان| لیکنه: ع ارمان

د حافظې او زمان تر منځ اړیکه د انسان د فکري او هنري تاریخ سره تړلې ده. له پخوانیو اساطیرو نیولې تر معاصرو ادبیاتو پورې، انسان تل هڅه کړې چې د ماضي او حال تر منځ تړاو وساتي. حافظه د دې هڅې مرکز ده، ځکه د هغې له لارې انسان د زمان له زوال سره مقابله کوي. خو زمان، چې د فنا نخښه ده، هېڅکله د حال برخه نه پاته کیږي. همدا تضاد ــ د یاد او هېرېدو، د عروج او زوال، د لیدلي او نالیدلي ــ د معاصر ناول د روح برخه ده.

کله چې د شلمې پېړۍ په نېمائي کې د Existentialism، Phenomenology، او وروسته د Postmodernism فکري څپو د ادبیاتو پر تخیل اثر وکړ، نو د زمان او حافظې مفهوم هم بدل شو. د فکشن لیکوالانو نور د وخت د تېرېدو روایت نه کاوه، بلکې د وخت د احساس او د هغه د دروني ادراک تجربه یې بیانوله. زمان د کرونولوجیکل ترتیب پر ځای په ذهن کې د یو سیال، رواني جریان په توګه مطرح شو. دا هغه تصور دی کوم ته چې  هنري برګسون (Henri Bergson) د “Duration” په تیورۍ کې اشاره کړې. برګسون! وائي: “زمان د شعور یو دوامداره بهیر دی، نه د ساعت د ثانیو محاسبه.”  دا هغه څه وه چې د حافظې او زمان تر منځ  اړیکه ئي د داستان د جوړښت برخه کړه.

د معاصر ناول په نړۍ کې حافظه یوازې یو یاد نه ده، بلکې د روایت یو تخنیکي او فلسفي اصل دی. لیکوال هڅه کوي د انسان د ذهن هغه حالت انځور کړي چې پکې تېر وخت د حال په شکل راښکاره کېږي. د حافظې ټوټې، ناڅاپي یادونه، او د ذهن تکرارېدونکې انځورونه د معاصر ناول د زماني جوړښت بدیل شکل جوړوي. دا جوړښت د “linear narrative” پر ځای یو “psychological temporality” رامنځته کوي، چې پکې د تېر او اوس تر منځ تړاو ختم شي.

فلسفیانو دا پوښتنه ډېره پخوا مطرح کړې وه چې ایا حافظه واقعي د تېر وخت ساتونکې ده، که یوازې د ذهن د بیا جوړولو یو عمل؟

 د پول ریکور (Paul Ricoeur) د “Memory, History, Forgetting” مفکوره دا راښئي چې؛ حافظه د انسان د اخلاقي او وجودي مسؤولیت برخه ده، ځکه د یاد ساتل د ماضي د منلو معنا لري، او د هېرېدو هڅه د ځان له حقیقت څخه تېښته ده. همدا مفکوره د معاصر ناول د کردارونو په دننه کې انځورېږي، کوم چې له ماضي سره د پخلاینې یا خفګان په حال کې دي.

په معاصر ناول کې زمان د بهرني ساعت نه، بلکې د دروني شعور له زاویې لیدل کېږي. لیکوال د “stream of consciousness” په ټیکنېک کې د دې تجربې د بیان هڅه کوي، خو دا ټیکنېک یوازې د شعور د بهیر نه، بلکې د زمان د رواني تجزیې فلسفي بڼه هم ده. د ناول کردار د زمان له بهیر څخه د ځان د جلا والي احساس نه لري، بلکې په هغه کې ګډ شوی وي. د یادونو بیا راژوندي کېدل، د خیال او واقعیت ګډېدل، او د ماضي او حال یوځای کېدل د زمان د ماتېدو هنري انځورونه جوړوي. دا ګډوډي د معاصر انسان د ذهني حالت استازیتوب کوي. د شلمې پېړۍ له فلسفي او ټولنیزو بدلونونو وروسته، انسان د خپل هویت، تاریخ، او وجودي ثبات له بحران سره مخ شو. جنګونو، مهاجرت، ښاري ژوند، او د ټکنالوجۍ اثر د انسان حافظه ټوټه ټوټه کړه. ناول د همدې ټوټې شوې حافظې فضا ده، چیرې چې کرکټر د ماضي له یادونو سره ژوند کوي، مګر د حال تسلسل ئي بېنظمه شوی وي. د ماریو بارګس یوسا، خولیو کوتازار، او کارلوس فوینتس ناولونه د همدې فکري وضعیت نمایندګي کوي، ځکه په هغوی کې زمان  تېرېږي نه، بلکې د ذهن په یوه کونج کې بیا تکرارېږي.

خولیو کوتازار د خپل اثر د  زماني جوړښت په ماتولو کې دا هڅه کړې چې د انسان د ذهني بې‌نظمۍ ته یو نوی ادبي شکل ورکړي. د هغه د ناولونو نړۍ داسې ده لکه یو څوک چې د خیال او واقعیت تر منځ سرګردان ولاړ وي. حافظه هلته د ماضي د ثبوت لپاره نه، بلکې د رواني اضطراب د څرګندونې لپاره استعمال شوې وي. زمان د واقعیت تسلسل نه ساتي، بلکې د احساس له لارې تجزیه کېږي. دا تجزیه د “subjective time” مفهوم ته اشاره کوي، چې د Phenomenology له مخې د انسان د تجربې د فردي شعور انعکاس دی.

د ماریو بارګس یوسا د ناولونو زماني جوړښت بیا د څو متقاطع واقعیتونو پر بنیاد ولاړ دی. د هغه روایتونه د مختلف زماني او مکاني کرښو یوځای نښادهي کوي، چیرې چې حافظه، خیال، او معاصره تجربه سره ګډېږي. د زمان دا پاشل شوی جوړښت د انساني شعور د وجودیت او د تجربې د ټوټې کېدو فلسفي نخښه ده. یوسا! زمان د یو “simultaneous existence” په توګه انځوروي — داسې نړۍ چې پکې ماضي، حال او مستقبل په یوه واحد ذهني چوکاټ کې بیان شوي وي.  د کارلوس فوینتس ناولونه بیا د “temporal dislocation” په تجربه ولاړ دي. د هغه په کیسو کې زمان لکه ماته شوې آئینه، یو کردار کله په خپله ماضي کې ژوند کوي، کله په ناتمام مستقبل کې، او کله په داسې حال کې چې دواړه سره ګډ وي. دا هر څه د انسان د حافظې تمثیل دي، ځکه چې د ماضي یادونه هېڅکله د حال له اثره بغیر ذهن ته  نه راځي، وجه ئي دا ده؛ چې د ماضي او مستقبل هر تصور د حال په دائره کې جوړیږي  ځکه خو د زمان دا ګډوډي د ناول فلسفي جوهر جوړوي.

په دې ټولو تجربو کې، حافظه د انسان د وجود ضمانت ده خو دا د هغه د زوال نخښه هم ده. یادول د هېرولو مترادف دی، خو کله چې یادونه د حال/اوسني ژوند ځای ونیسي، نو انسان له ژونده ګوښه شي. معاصر ناول دا پیراډوکس د هنري جوړښت په توګه کاروي: د ماضي د برلاسۍ اراده، چې په پایله کې د حال د ماتېدو سبب جوړ سي. دا هغه وخت وي چې زمان د رواني بحران یو فلاسفېکل شکل اختیاره وي. دلته یوه بل څه ته هم اشاره کیږي، کوم ته چې موږ Existentialism/وجودیت  وایو. د سارتر (Jean-Paul Sartre) او کامو (Albert Camus) په فلسفه کې زمان د انسان د وجودیت او پوښتنې پر ډایلاک ولاړ وي. د انسان حافظه هڅه کوي چې د دې بې‌ثباتۍ پر وړاندې یو داخلي تسلسل وساتي، خو دا تسلسل هېڅکله بشپړ نه وي. له همدې امله د معاصر ناول کردارونه اکثر د ناتمامه یادونو، بې مینې اړیکو او نیمګړو وجودونو نماینده دي.

د حافظې او زمان تر منځ دا فلسفي ټکر د “Postmodern narrative” د بې‌مرکزه جوړښت سره تړلی دی. لکه څنګه چې Postmodernism د حقیقت، تاریخ، او مرکزي تصور پر ضد ولاړ دی، همداسې حافظه هم د یوې واحدې، ثابتې زماني تجربې پر ځای د څو متضادو تجربو حصه ده. د ناول روایت د دې فلسفي منطق له مخې د څو زمانو ګډ بهیر ښيي — یو بهیر چې د ذهن، احساس، او تاریخ تر منځ تګ راتګ کوي.

که داسي ووایو هم بده به نه وي چي؛ د حافظې او زمان اړیکه په معاصر ناول کې یو استعاري مقام خپل کړی. حافظه د زمان د له‌منځه وړلو هڅه کوي، خو همدا هڅه د زمان د تکرار بڼه خپلوي. انسان د ماضي د یادونو په لټه دی، خو همدا لټون هغه د حال له واقعیته جدا کوي. معاصر ناول د همدې تضاد، درد، او اختتام ژبه ده — یو هنري هڅه چې د انسان د شعور د وخت او یاد تر منځ ټکر ته د فکش بڼه ورکړي.

کله چې د حافظې او زمان اړیکه د معاصر ناول په اندرونې چوکاټ کې تحلیل شي، دا داسي ښکاري چې دواړه مفاهیم د انسان د وجود د متضادو اړخونو تمثیل کوي: حافظه د دوام تمنا ده، او زمان د فنا حقیقت. دا دواړه، سره له دې چې یو بل نفې کوي خو له یوه بله بېلېږي هم نه. د معاصره لیکوالانو لپاره دا تضاد د ژوند او شعور د ژور درک سرچینه جوړ شي. دوی هڅه کوي چې په داستاني جوړښت کې د انسان د دروني زماني شعور انعکاس راولي؛ داسې شعور چې د ماضي، حال، او مستقبل تر منځ د کرښې احساس له لاسه ورکړی. دا پدیده د Modern Consciousness Theory او د Narrative Temporality له مفکورې سره ورته والی لري. په دې نظریاتو کې زمان د انسان د شعور له مرکزه نه جلا کېږي، بلکې د هغه د تجربې حصه جوړیږي. ناول بیا دا فلسفه د هنري بڼې په توګه وړاندې کوي — د ذهن دننه د زمان د حس د بیا رغونې هڅه. د معاصر ناول په هره صحنه کې حافظه د زمان د بدلون سره د مبارزې په حال کې ده. یو کردار کله د ماضي د یاد په ژبه خبرې کوي، خو په حال کې دا یاد په بل رنګ راڅرګندېږي. کوم ته چې د “subjective temporality” تجربه وائي، هغه کړۍ کومه چې د Phenomenology له مخې د انسان د زماني ادراک اصلي ماهیت تشریح کوي.

د حافظې او زمان داسي ګډؤل د ناول په جوړښت کې د “fragmentation” یا ټوټې کېدو د ټیکنېک په بڼه راښکاره شي. لیکوال قصداً د روایت تسلسل ماتوي، څو د ذهن هغه ګډوډ حالت انځور کړي کوم چې هیڅ پای او پیل نه لري. دلته هره ټوټه د زمان یوه شیبه وي، خو کله چې دا ټوټې سره یوځای کېږي، یو داسې هنري جوړښت رامنځته کوي چې د زمان د کره درک پر ځای، د زمان د ګډوډۍ احساس زیاتوي. د ګابریل ګارسیا مارکېز په ناولونو کې د دې تخنیک فلسفي بڼه لیدل کېږي، چیرې چې حافظه او زمان د جادوئي واقعیت (Magical Realism) له لارې د شعور د تسلسل پر ضد ولاړ وي. د مارکیز په ناول “سل کاله یوازیتوب” کې نړۍ هغه ځای ده چیرته چې زمان تېرېږي نه بلکې راګرځي، او حافظه د نسلونو تر منځ د شعور د ګډ میراث په توګه انځور شوې وي. دا یو داسې استعاري زمان دی چې د تاریخ او هویت تر منځ نه، بلکې د ذهني ګډوډۍ تر منځ حرکت کوي.

د حافظې او زمان دا فلسفي تداخل د Postmodern narrative  له شروعاتي ځانګړنو دی. په دې مکتب کې زمان یو مطلق تسلسل نه دی، بلکې د متن د جوړښت یوه متحرکه بڼه ده. ناول د دې فلسفې له مخې د زمان “deconstruction” کوي — یعنې زمان له خپل مرکزي مفهوم څخه بې‌برخې کوي، څو د شعور او حافظې تر منځ نوي اړیکې جوړې کړي. د کارلوس فوینتس “Aura” ناول دا جوړښت په ډېره هنري بڼه وړاندې کوي. د دې ناول فضا د زمان د تسلسل نه، بلکې د زمان د څرخېدو نړۍ ده؛ داسې احساس چې ماضي او حال یو بل ته ننوزي، او حافظه د واقعیت له مداره ؤوزي. دا ډول ناول د زمان د “non-linear ontology” تمثیل دی — زمان هلته نه تېرېږي، بلکې موجودیت یې په احساس او خیال پورې تړلی وي.

په فلسفي لحاظ، دا حالت د انسان د “temporal identity” د بحران نخښه ده. د حافظې د کمزورتیا یا د یاد د زوال له امله انسان له خپلې ماضي سره تعلق ختم کړي او دا د ځان د تعریف لپاره اړینه ده. د حافظې له ټوټې کېدو سره هویت هم ټوټې کېږي. د همدې لپاره په معاصر ناول کې د حافظې موضوع یوازې د ماضي د راژوندي کولو لپاره نه کاروي، بلکې د هویت د نشتوالي، د ځان د پوښتنې، او د وجودي بې‌ثباتۍ د بیان لپاره. دا هماغه فلاسفکل لوری دی چې Existentialism یې په ادبیاتو کې رامنځته کړ. د سارتر او کامو د نظریاتو اثر دا شواهد زیات کړه چې انسان د وخت په اوږدو کې له خپل ځان سره د دوام نه شي تضمینولی. دا ښکاره ده چې حافظه د نجات یوه هڅه ده، خو دا هڅه د زوال له منطقه نه شي تښتېدلای.

د معاصر ناول یو بل اړخ د “temporal layering” مفکوره ده — یعنې د مختلفو زمانونو یوځای کؤل. د ماریو بارګس یوسا د “Conversation in the Cathedral” ناول د دې تجربې یو ښه مثال دی. په دې اثر کې زمان په څو سطحو کې ښودل کېږي: ماضي د حال په خبرو کې، حال د ماضي د یاد په انعکاس کې، او راتلونکی د دواړو د عدم تحقق په بڼه. دا د “temporal simultaneity” هغه هنري تجربه ده چې د حافظې او زمان ګډؤل په ښه توګه انځور کوي. د ناول هره صحنه د ذهن یوه زماني څنډه ده، او دا څنډې داسې سره ګډېږي لکه سندونه چې په سمندر ګډیږي.

حافظه د زمان د تسلسل پر وړاندې د انسان شعوري مقاومت دی. خو دا مقاومت همیشه له ماتې سره مخ وي، ځکه هر یاد په هماغه شیبه کې چې راژوندی کېږي، له نوي زمان سره یوځای کېږي او خپل اصل تصویر له لاسه ورکوي. د پول ریکور په وینا، “یاد د ماضي سره د وفادارۍ انځور نه، بلکې د اوس د تعبیر محصول دی.” همدا د حافظې او زمان ماتېدونکې فلسفي منطق دی: هر وار چې انسان ماضي یادوي، نو هغه له نوي زماني زاویې تکراروي. معاصر ناول دا عمل د ژبې، جوړښت او کرکټر له لارې تمثیلوي. په دې توګه د حافظې او زمان ټوټه ټوټه کؤل یوازې د ادبي ټیکنېک خبره نه ده، بلکې د انسان د هستۍ د بحران یو فلسفي پیغام دی. انسان هڅه کوي د یادونو له لارې خپل وجود ته تسلسل ورکړي، خو دا تسلسل هر ځل له زماني زوال سره مخامخ کیږي. د حافظې له لارې د ماضي یادونه ژوندي کول د ژوند دوام نه، بلکې د زوال نوې بڼه ده. ناول د همدې ناتمام دوام د بیان هنر دی — د یاد او هېرېدو تر منځ د جګړې  یوه هنري هنداره.

په معاصر فکري نقد کې د دې موضوع یوه بله مهمه زاویه د “Cultural Memory” ده. د دې نظریې له مخې حافظه یوازې د فردي شعور نه، بلکې د ټولنیز تاریخ برخه ده. هر ناول، که شخصي وي یا سیاسي، د یوې ټولنې د حافظې د بیا جوړونې عمل ترسره کوي. په لاطیني امریکایي ناولونو کې، لکه د ګابریل ګارسیا مارکېز او کارلوس فوینتس په اثارو کې، د حافظې دا بڼه د استعماري او تاریخي کړکیچونو د درک یوه هڅه ده. زمان هلته د تاریخ د تسلسل نه، بلکې د حافظې د انعکاس بڼه لري. د تېر ظلمونه، هېر شوي یادونه او ناکامه مینې د زماني تجزیې له لارې په هنري واقعیت بدلېږي. دا حافظوي هنر د تاریخ پر ضد یو ادبي قیام دی.

د زمان د ماتېدو فلسفي منطق د معاصر انسان د داخلي اضطرابه راولاړېږي. د ټکنالوجي، ډیجیټل حافظو، او مصنوعي زمان په زمانه کې، انسان د خپل دروني حافظې له طبیعي نظم څخه بې‌برخې شوی. ناول د همدې رواني بې‌نظمۍ انعکاس دی، چیرې چې یادونه د مصنوعي ثبتونو په څېر راځي او تېر وخت د ژوندي احساس پر ځای د بیا تولید شوې انځور بڼه بیانه وي. دا د حافظې د “simulacra” نړۍ ده، لکه څنګه چې ژان بودریار (Jean Baudrillard) د “Hyperreality” په نظریه کې یادوي. زمان دلته د واقعیت له محتوا بې‌برخې شوی، او حافظه یوازې د سمبولونو یو میدان ګرځېدلې ده. ځکه خو د حافظې او زمان د ماتېدو موضوع په معاصر ناول کې د انسان د فکري بحران، هنري ازادۍ، او فلسفي ځان‌پوښتنې ګډ تصویر وړاندې کوي. دا موضوع د هغه انسان ژبه ده چې د وخت د نه‌درېدونکي بهیر په وړاندې د خپل وجود د معنا د موندلو هڅه کوي. د ناول هره جمله د زمان له یوه درز څخه راټوکېدلې ده، او د حافظې هر انځور د فنا پر ضد د ژوند یوه ناپایه هڅه ده. حافظه د زمان د ماتېدو په منځ کې د انسان د شعور وروستۍ پناه ده، خو همدا پناه د هغه د وجودیت یادګار ګرځي.

د معاصر ناول نړۍ د یاد او زمان د ګډېدو په څنډه ولاړه ده؛ دا نه د ماضي بشپړه نقشه ده او نه د حال واضح عکس، بلکې د دواړو د ګډېدو مبهم، خو ژور انعکاس. دا هغه ځای دی چې انسان له خپل تېر سره خبرې کوي، خو د هرې خبرې په منځ کې زمان د هغه له لاسه تښتي. همدا د معاصر ناول فلسفي ښکلا ده — د ماتېدو له لارې د دوام لټون، د هېرېدو له منځه د یادونو راژوندي کېدل، او د فنا په منځ کې د بقا یو مبهم خو شاعرانه باور.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میجر ”لې مسیوریېر “ او ”لودین“ کندهار

(کندهار په ۱۸۷۹ او ۲۰۲۴ کي دکتاب لنډه پېژندنه) لیکنه: غني حسن دا کتاب په اصل کي پر ۳ برخو ویشل سوی دی.  لومړۍ برخه ئې:  د فرنګي...