د بلوڅو قامپاله سياست، له رياست څخه د خپلو حقونو پر سر ناراضي، او د خپلواکۍ لپاره وسله واله مبارزه يې خپل تاريخ لري. د ۱۹۴۸ز کال د مارچ پر ۲۷مه بلوڅان د پاکستان برخه شول، له دې سره سم د خان قلات احمد یار خان کشر ورور شهزادہ عبدالکریم د پاکستان پروړاندې وسله وال پاڅون وکړ، دغه مهال يانې په ۱۹۴۸ز کال کې د بلوڅو د قلات رياست نشنل ګوند يوازنی ګوند وو. شهزادہ عبدالکریم ډير ژر پخپله وسله واله مبارزه کې پاتې راغی او ونيول شو، او پاکستان د قلات رياست پر نشنل ګوند بنديز ولګاوه، د ياد ګوند غړو خپلو سياسي هلو ځلو په پايله کې په ۱۹۵۵ ز کال کې د “استمان ګل” پر نامه يو بل ګوند جوړ کړ، مشر يې شهزاده عبدالکریم شو چې له څو کلن بند څخه راخوشي شوی و. محمد حسین عنقاء د ګوند سیکرټري وټاکل شو، استمان ګل له قامپالو او نورو ګوندونو سره يوځای خپل جمهوري عمل ته دوام ورکړ. خو استمان ګل په راروان کال د ۱۹۵۶ز کال د ډسمبر پر ۲مه د پاکستان نشنل ګوند سره يوځای شو، پي اين پي د مظلومانو د حقونو او د ون يونټ د ختمولو لپاره مبارزه اعلان کړه، چې په دې سره د نورو سيمو ترڅنګ د مشرقي پاکستان قامپال هم ورسره ملګري شول، چې له امله يې د ۱۹۵۷ز کال د جولائي پر ۲۵مه د يوه بل ګوند عوامي نشنل ګوند تر نامه لاندې سياست پيل کړ، په نشنل عوامي ګوند (نيپ) کې د بلوڅو ترڅنګ نور ټول قامپاله سره يوځای شول.
په ۱۹۵۷ز کال کې خان قلات احمد یار خان د ریاستِ قلات د بحالۍ لپاره يوځل بيا مبارزه پيل کړه، ډيری قبایلي مشران په غونډو او مظاهرو کې ورسره يوځای شول، خو له بده مرغه چې د ۱۹۵۸ ز کال مارشلا يې هرڅه له خاوره سره خاورې کړل او هغه یې له سختو حالاتو سره مخامخ کړل، خو له ۱۹۵۸ کال وروسته زهري، مينګل قامونه او له دې وروسته مري او بګټي قامونو په يوځای د نيپ تر تګلارې لاندې د بلوڅو د راټولولو مبارزه وکړه. ددې ترڅنګ کله چې د ايوب خان په وخت کې په بلوچستان کې پوځ جګړې پيل کړې، نو شيرمحمد مري يې پروړاندې وسله واله مبارزه پيل کړه، او د خپل تحريک نوم يې “پراري” کېښود، چې په دې سره اکبر بګټي هغه ته د جنرال شيروف خطاب وکړ، شيرمحمد مري په عام ډول جګړه نشوای کولی، نو د چین، کیوبا، ویتنام او الجیریا کې له پېښو څخه يې چريکي جګړې زده کړې. ده د ۱۹۶۳ز کال تر جولائي پورې ۲۲ پراري کمپونه لرل، چې په هر کمپ کې ۴۰۰ سرتيري اوسېدل او د بلوڅو د خپلواکۍ لپاره يې څو سوه نور سرتیري هم راغوښتلی شوای. پراريانو له پاکستاني پوځ سره له مخامخ او لويي جګړې ډډه کوله چريکي بريدونه يې کول، چې پروړاندې پوځ هم زور واخیست او بمبارۍ يې باندې وکړې، د بمباريو په پايله کې د مري سيمي او د شيرمحمد د خپلوانو ۱۳زره ايکړه باغونه يې تباه او له منځه یوړل، په ۱۹۶۴ز کال کې ۵۰۰ پراريانو په يوه پوځي کمپ برید وکړ او ډير تاوان يې ورواړوه. کله چې په ۱۹۶۹ز کال کې د ايوب خان پرځای یحییٰ خان واکمن شو، ون يونټ يې ختم کړ اوربند يې اعلان کړ، په دې سره شيرمحمد له غرونه کښته شو، او په ۱۹۷۳ز کال دی هم د حيدراباد په سازش کېس کې ونيول شو، کله چې د ضياالحق د مارشلا پرمهال خوشې کړل شو په ۱۹۸۰ز کال کې لومړی کابل او بيا ډهلي ته ولاړ هلته اوږده موده پاتې شو. او هلته د ۱۹۹۳ز کال د مئ پر ۹مه مړ شو، مړی يې د مئ پر ۱۱مه بلوچستان ته راوړ او د کوهلو په نيسوبا کې خاورو ته وسپاره. شیر محمد مری د سردار خیر بخش مري نژدې ملګری، هغه وخت خلکو وپېژانده کله چې يې په ۱۹۴۶ز کال کې د مير نهالان خان بجاراني سره يوزای د مظلوم ګوند بنسټ کېښود، هغه په کوهلو کې د ګوند لومړنی کنويشن راوغوښت چې په زرونو خلکو ګډون پکښې وکړ، او په پايله کې دی ونيول شو.
له ۱۹۶۰ز کال وروسته د بلوڅو مبارزې زور واخیست چې له امله يې مخکښه مشران خیر بخش مری، نواب اکبر خان بګټی، غوث بخش بزنجو او عطاء الله مینګل ونيول شول. په ۱۹۶۸ز کال کې نيپ په دوو برخو ولي خان ګروپ او باشاني ګروپ باندې ووېشل شول، او بلوڅ مشران په نيپ کې له ولي خان سره شول، همدغه کال د ايوب خان د ډيکتاتورۍ پرخلاف او د منتخب سېول حکومت د بحالۍ په حق کې په ټول پاکستان کې احتجاجونه پيل شول، د احتجاجونه له امله ايوب خان ټوله سياستوال په يوه ګردي مېز سره راټول کړل. د ايوب خان له تګ وروسته د بلوڅو ټول سياسي بنديان خوشې شول او يوځل بيا د سياست ډګر ته راووتل، د ۱۹۶۰ز کال په پيل کې چې بلوڅ زده کوونکو د “ورنا وانندہ ګل” په نامه کوم تنظیم جوړ کړی وو، په هغه کې يې سياست پيل کړ. چې د نيپ تر اثر لاندې يې بلوڅ ځوانانو ته د سياسي درس ښودنه کوله، او په ۱۹۶۸ز کال کې د نيپ په مرسته په کراچۍ کې د بلوچ زده کوونکو يو کنونشن راجوړ کړ، او هلته يې د بلوڅ سټوډنټس ارګنايزيشن (بي ايس او) بنسټ کېښود، خو ډير ژر په بي ايس او کې درز پيدا شو او د بي ايس او (اينټي سردار) پر نوم د زده کوونکو يو بل تنظيم راپيدا شو، او د نيپ د پالیسیو خلاف يې ږغ پورته کړ، بيا يې په ۱۹۷۲ز کال کې د پاکستان پيپلز ګوند د زده کوونکو د ډلې په توګه کار پيل کړ او د بي ايس او (عوامي) پر نوم مشهوره شول.
د ۱۹۷۰ز کال په ډسمبر کې انتخابات وشول، په بلوچستان او پښتونخوا کې نشنل عوامي ګوند (نيپ) زياتي څوکۍ ترلاسه کړې، د ۱۹۷۲ز کال د مئ پر لومړۍ نېټه د نيپ حکومت په بلوچستان کې غوث بخش بزنجو د صوبې ګورنر وټاکه، د ۱۹۷۳ز کال په لومړیو کې رسنيو د نيپ په حکومت پسې راواخيسته، چې بلوڅ مشرانو په لندن کې د جلاوطنۍ پرمهال د پاکستان پرخلاف پلان جوړ کړی دی، چې (د لندن پلان) پر نوم يې رامخکې کړ، همدا ډول د ۱۹۷۳ز کال د فبروري په میاشت کې مرکزي حکومت خبر ورکړ چې په اسلام آباد کې د عراق له سفارتخانې څخه زياته وسله او مهمات نيول شوي، او زياته يې کړه چې د بلوچستان حکومت ددې پلان برخه دی غواړي چې د روسیې په مرسته ايران او پاکستان ته تاوان ورسوي، همدا ډول يې په ۱۹۷۳ز کال کې د بلوچستان لومړنی قامپاله حکومت له منځه يوړ، او پايله کې سردار غوث بخش بزنجو، نواب خیر بخش مری اور سردار عطاءالله مینګل يوځل بيا ونيول شول. د نيپ حکومت د له منځه وړلو وروسته په ۱۹۷۴ز کال کې نواب اکبر بګټی چې د ناڅرګندو دلايلو له امله له نيپ څخه تللی و د صوبې ګورنر وټاکل شو، په دې وخت په بلوچستان کې د بلوڅ قامپالو مبارزې زور واخیست، چې په دې بل کال يانې ۱۹۷۵ز کال کې په نشنل عوامي ګوند بنديز ولګېد، له بنديز وروسته د ګوند ۸۹ غړي ونيول شول دې پيښي ته د “حيدراباد سازش کېس” هم وايي.
پر نيپ له بنديز او د ملګرو له نيولو وروسته ژر يو بل تنطيم نشنل ډيموکراټيک ګوند (اين ډي پي) جوړ شو. چې مشري يې د پنجاب يوه بلوڅ چې د نيپ له غړو سره يې نژدې اړيکي وې کوله. د ۱۹۷۷ز کال د جولائي پر ۵مه ضياالحق د ذولفقارعلي بوټو حکومت له منځه يوړ او مارشلا يې ولګوله، له دې وروسته د ۱۹۷۸ز کال په جنوري مياشت کې ټول بلوڅ او پښتانه مشران يوځل بيا خوشې کړل شول، له خوشې کيدو وروسته غوث بخش بزنجو د خپلو سياسي ملګرو سردار خیر بخش مري او سردار عطاالله مینګل څخه خپلي نظرياتي لاري بيلي کړې، خیر بخش مري او عطاءالله مینګل د خپلواکۍ سياست ته مخه کړه، او غوڅ بخش بزنجو حالات داسې نه بلل نو جمهوري او پارلماني سياست ته يې مخه کړه د پاکستان نشنل ګوند (پي اين پي) پر نوم يې خپل ګوند جوړ کړ.
په ۱۹۸۱ز کال کې سردار عطاالله مینګل د ورلډ بلوڅ ارګنايزيشن په جوړولو کې ډيره ونډه واخيسته، مطلب يې وو چې په اروپا او نارت امريکا کې د بلوڅو له سياسي هلو ځلو سره مرسته وکړي. د ۱۹۸۰ز کال په پيل کې بي ايس او د زده کوونکو د تنطيم پرځای په سياست کې د يوه سياسي ګوند په توګه برخه اخيستله، په ۱۹۸۱ز کال کې د بي ايس او د غړي حمید بلوڅ شهادت د بلوچستان پر سياست ډير اثر وکړ. د ۱۹۸۴ کال په کنونشن کې بي ايس او يوځل بيا سره راټوله شوه، او په دې کنويشن کې د بي ايس او مشرانو يوه وسله واله ډله بلوچستان لبريشن مومينټ هم جوړه کړه خو ډير ژر ورکه شوه. په ۱۹۸۶ز کال کې د ډاکټر یاسین بلوڅ او ډاکټر کهوُر خان په مشرۍ بي ايس او يوځل بيا په دوو ډلو وويشل شوه.
د ۱۹۸۸ تر پايه بي ايس او په دوو ډلو وېشلې وه، له دوی څخه يوې ډلي د ډاکټر عبدالحي بلوڅ بلوچستان نشنل مومينټ (بي اين ايم) او بلي ډلي د سردار عطاالله مینګل بلوچستان نشنل ګوند (بي اين پي) د سپورټ کولو اعلان وکړ، په ۱۹۸۷ز کال په بلوچستان کې د يوت مومينټ پيل وشو، په دې تحريک کې دوو يوت ګوندونو خاص ونډه واخيسته، چې پکښې د سردار اختر مينګل او ډاکټر عبدالحي په مشري کې جوړېدونکی نشنل يوت مومينټ، همداسې د رزاق بګټي او حبيب جالب لخوا جوړېدونکی پروګريسيو يوت مومينټ شامل وو. خو ډير ژر دواړو د يو بل پر وړاندې له زوره کار واخيست، چې په پایله کې دواړه يوت مومينټه ډير وخت پاتې نشول. (بي اين وای ايم) چې د پارلماني سياست خلاف وو اوس د قامپاله اتحاد بلوچستان نشنل الايينس (بي اين اې) سره په اتحاد کې شامل شول، او هغوی د راروان کال د انتخاباتو په تياريو بوخت وو، پي اين پي د ۱۹۸۸ په انتخاباتو کې سخته ماته وخوړله، ان غوث بخش بزنجو خپله د قامي اسمبلۍ څوکۍ هم نه وګټله، په ۱۹۸۹ز کال کې بي اين وای ايم د يو يوت مومينټ پرځای د نوي سياسي ګوند په توګه رامخکې شو، چې د بلوچ نشنل مومينټ (بي اين ايم) په نوم وپيژندل شو.
کله چې د ۱۹۹۰ز کال د اګست پر ۶مه صدر غلام اسحاق خان د غلا په تور د بېنظير بوټو حکومت له منځه يوړ، نو بلوچستان اسمبلۍ هم له منځه ولاړه، بي اين ايم د يوه قوي سياسي ګوند په توګه رامخکې شو، خو له بده مرغه چې په ۱۹۹۰ کال کې په دوو برخو وویشل شو، د بي این ایم (مینګل) مشر سردار اختر مینګل او د بي این ایم (حی) مشر ډاکټر عبدالحی بلوچ جوړ شول.
په بلوچستان کې د قامپاله حکومت له ختمېدو او د بي اين اې له ناکامۍ وروسته نواب اکبر بګټي د جمهوري وطن ګوند (جې ډبلیو پي) پر نوم خپل سياسي ګوند جوړ کړ، خو ګوند يې له ډيره بګټي دباندې هيڅ اثر نه درلود. په ۱۹۹۶ کال کې بي اين ايم (مينګل) په بي اين پي کې مدغم شوه، خو بي اين ايم (حی) د وخت په تېرېدو نور هم وويشل شو.
په ۱۹۹۷ز کال کې بلوڅ قامپالو ټولټاکنې وګټلې او د اختر مینګل په مشرۍ کې يې حکومت جوړ کړ، خو کله چې د ۱۹۹۸ز کال د مئ پر ۲۸مه د پاکستان حکومت په چاغي کې اټومي ازموينه وکړه، په دې سره صوبايي حکومت سخت احتجاج وکړ، او د مئ ۲۸ يې توره ورځ وبلله، د صوبايي حکومت او اسټبلشمنټ ترمنځ اړیکې خرابې شوې چې په پايله کې اختر مينګل له وزارتِ اعلٰی څخه استعفا ورکړه، د بي این پي ځينو ناراضه غړو د بلوچستان نیشنل ډیموکریټک ګوند (بي این ډي پي) پر نوم نوی ګوند جوړ کړ، په دې وختونو کې د بلوچستان نشنل ګوند (عوامي) هم په سکرين راڅرګند شو، بيا په ۲۰۰۳ز کال بي اين ډي پي او بي اين ايم سره يو شول نشنل ګوند (اين پي) يې جوړه کړه، او د غوث بخش بزنجو د کورنۍ چې کوم خلک په بي اين پي کې وو هغه هم اين پي ته ولاړل.
د بي اين ايم د غړو نظرياتي اختلافات هم راڅرګند شول، ډاکټر حی بلوڅ، ډاکټر مالک بلوڅ، مولابخش دشتي په دې هڅه کې وو چې په پارلماني سياست کې حق ترلاسه کولای شو، خو غلام محمد بلوڅ او د بي ايس او سيکشن غړي ډاکټر الله نظر صفا صفا د خپلواکۍ د غورځنګ پرمخ وړلو اعلان وکړ، د بي اين ايم غړو د نشنل ګوند پر شمولیت له غلام محمد بلوڅ څخه لار جلا کړه، خو غلام محمد بلوڅ بي اين ايم بيا سره را يوزای کړ دی يې مشر شو، بي اين ايم د بلوڅو د خپلواکۍ غوښتونکو ملاتړ وکړ او ددې ترڅنګ يې په صوبه کې د روانې وسله والې مبارزې هم څرګند ملاتړ وکړ. خو په دې وخت په بلوچستان کې جمعیت علماء اسلام (جې یو ای) او جماعتِ اسلامي (جې ای) ترڅنګ نورو مذهبی ګوندونو هم سر راښکاره کړ.
په ۲۰۰۳ز کال کې د نواب اکبر بګټي ګوند جمهوري وطن ګوند، د سردار اختر مینګل ګوند بلوچستان نشنل ګوند، د ډاکټر عبدالحي ګوند نشنل ګوند او د نواب خير بخش مري ګوند حق توار په شمول څلور ګوندي اتحاد رامنځته شو، ياده دې وي “چې په ۱۹۹۷ز کال کې د پاکستان ټولټاکنې کېدې نو نواب خيربخش مری هم د جلاوطنۍ له ژوند څخه راغی نوی ګوند حق توار يې جوړ کړ، او د هغه زامن میر چنګیز مری، میر ګزّین مری او میر حیربیار مري هم په ټولټاکنو کې د ازاد امیدوار په حېث برخه اخيستې وه او د صوبايي اسمبلۍ څوکۍ يې ګټلې وې.” څلور ګوندي اتحاد د بلوچستان د حقونو لپاره ولاړ شو. وفاق ډيره هڅه وکړه خو د بلوڅو اتحاد له خپلو غوښتنو پرشا نشو، بلاخره مسلم ليګ د بلوڅو د ګوندي اتحاد ټولي غوښتنې ومنلې، تردې مخکي سردار عطاءالله مینګل او نواب اکبر خان بګټي د بلوڅو د يوه ګوند جوړولو ډيره هڅه وکړه، خو د ناڅرګندو دلايلو له امله بريالي نشول.
د ۲۰۰۶ز کال د اګست پر ۲۶مه پوځ نواب اکبر بګټي وواژه، چې په دې سره ټول بلوچستان د حکومت پرخلاف له قهره ډکې مظاهرې پیل کړې، څلور ګوندي اتحاد پنځلس ورځې ماتم اعلان کړ، راروان مياشت ددې پېښې پرخلاف د بي اين پي غړو قامي او صوبايي اسمبلۍ ته استعفا ورکړې، حالات تاوتريخوالي ته ورسېدل، وسله والو مبارزينو بريدونه زيات کړل، په همدغه کال سردار اختر مینګل له ګوادر څخه اسلام اباد ته لانګ مارچ اعلان وکړ خو دی ونيول شو، او په قفس کې به يې عدالت بوتللو.
په ۲۰۰۶ز کال کې د اکبر بګټي او بالاچ مري له شهادت وروسته څلور ګوندي اتحاد هم کمزوری شو، ځکه خيربخش مري پارلماني سياست پرېښود، او نشنل ګوند په پارلماني سياست کې د برخې اخيستلو پرېکړه وکړه، د نواب اکبر بګټي له شهادت وروسته جې ډبلیو پي هم په مختلفو ډلو وويشل شوه، په داسې حالاتو کې د بګټي د وفادارو ملګرو د راټولولو لپاره د هغه زوی او د هغه سياسي وارث براهمداغ بګټي د بلوچ ريپبلکن ګوند (بي ار پي) پر نوم يو نوی تنظيم جوړ کړ، خو دی پخپله په افغانستان کې جلاوطن و، ده په ۲۰۰۶ کال کې هڅه وکړه چې بي ايس او سره يوزای کړي خو بریالی نشو او تنظيم لا نور وويشل شو. دا مهال بي ايس او درې ډلې په دريو مختلفو نظرياتو په بلوچستان کې سياست کوي، بي ایس او (ازاد) په بلوچستان کې د خپلواکۍ د تحریکونو ملاتړ کوي، بي ایس او (پجّار) د نیشنل ګوند د زده کوونکو ډله ده، بي ایس او (محی الدین) د بي این پی د زده کوونکو ډله ده.
کله چې په ۲۰۰۸ز کال په بلوچستان کې پيپلز ګوند ټولټاکنې وګټلې او سردار اسلم رئیساني يې وزیرِاعلٰی کړ، په دې حکومت کې چې قامپاله غلام محمد بلوچ، لالا منیر او شیر محمد بلوچ ووژل شول، له دې وروسته بلوچستان کې يوځل بيا خلک راووتل، د بلوڅو سرتېرو او پوځي ادارو ترمنځ حالات دومره تاوتريخوالي ته ورسېدل چې په زرګونو خلک کډوال شول، او ترمنځ يې زيات خلک ووژل شول.
په ۲۰۱۳ز کال کې بيا ټولټاکنې وشوې او د نشنل ګوند غړی مالک بلوچ وزیرِاعلٰی وټاکل شو. خو رياست د بلوڅو پروړاندې له هغه وروسته د تشدد پاليسي خپله کړې ده له کله چې امريکا افغانستان ته راغله او پاکستان د ترهګرو د ځپلو پر نوم پيسې ورنه وړلې او د امريکايي ډالرو لپاره يې پښتانه او بلوڅ ورته وژلو.
اوس راځو د بلوڅو د خپلواکۍ غوښتونکو ډلو ته د بلوڅو د خپلواکۍ په مبارزه کې موږ يوازي د دوو ډلو بي ايل اې او بي ايل ايف نومان اوريدلي وو او تر ډيره بريدونه هم دوی کوي او د پاکستاني حکومت په سرخط کې هم دوی دي، خو کله چې د ۲۰۲۴ز کال د اګست پر ۲۷مه پاک انسټيټیوټ فار پېس سټډیز يو راپور Pakistan’s Evolving Militant Landscape خپور کړ، چې د بلوڅو د خپلواکۍ لپاره اته ډلي پر وسله واله مبارزه لګيا دي چې په دې کې بي ايل اې او بي ايل ايف لويي ډلي دي، او دا ټول تفصيل يې خپور کړی وو چې موږ يې دلته راخلو.
بلوچستان لبریشن ارمي:
بي ایل اې په پاکستان، ایران او افغانستان کې د بلوڅو سيمو يو خپلواکه رياست غواړي، د دې دوه ډلي دي د يوې مشري حيربيار مری او د بلي بشير زيب کوي، د بشير زیب ډله د بلوڅ راجي اجويي سانګړ (براس) چې د څلورو خپلواکي غوښتونکو تحريکونو اتحاد دی برخه هم دی، بشیر زيب د بي ايل اې د مجيد بريګېد مشر هم دی کوم چې استاد اسلم بلوڅ منظم کړی وو، حمال بلوڅ له بشير زیب سره د لارښود په توګه دی، ددې ډلي نور مخکښه قوماندانان نور بخش مینګل، رحیم ګل او اغا شیر دل دي، بزدار خان د لوجسټک یونټ مشر دی، د سيمي خلک وايي د بي ايل اې درې برخي دي: عملياتي يونټ، لوجسټک یونټ او استخباراتي يونټ. جیوند بلوڅ د تنظیم وياند دی، بي ايل اې خپلي ټولي کړنې په بلوڅ مېشتو سيمو کې ترسره کوي، خو دا ډله د کراچۍ په ځينو سيمو کې هم فعالیت کوي.
د بي ايل اې مري ګروپ اسفال ګئی د مستونګ ترڅنګ په مچ، هرنائي، نصیر اباد، جعفر اباد، لورالائي، کويټه او اواران ضلعو کې هم فعالیت لري، بل خوا بي ايل اې زيب ګروپ په ساحلي پټۍ او مشرقي بلوچستان هم نظر ساتي. په تېرو دوو کالونو کې د بي ايل اې د فعالیت ساحه د بلوچستان ۲۲ ضلعو ته غځېدلې ده، خو دا ډله په بولان، هرنائي، قلات، کیچ، خضدار، پنجګور، کويټه، سيوۍ، نوشکي او مستونګ کې په دوامداره توګه بريدونه کوي. د بي ايل اې هدف امنيتي ادارې، لويي پروژې او په هغو کې پرته له بلوڅ کاريګرو خاص چينايان او پنجابيان دي.
بلوچستان لبریشن فرنټ:
دا ډله ځوانو قامپالو ډاکټر الله نظر، غلام محمد بلوڅ، او واحد قمبر په ۲۰۰۳ز کال کې جوړه کړه، په لومړيو کې دوی له بي ايل اې څخه روزنه او مرسته ترلاسه کړه، په سياست کې دوی له بلوچستان نشنل مومينټ سره تړاو درلود چې ډيری ملګري يې له پاکستان څخه دباندې په مغربي هېوادونو کې اوسيږي. دې ډلي سره بي اين ايم او بي ايس او ازاد هم مرسته کوي، دا د قامپاله بلوڅو له منځنۍ طبقې څخه جوړه ده، مشر يې الله نظر د حمال حيدر بلوڅ سره هم نژدې اړيکي لري چې په نړيواله توګه سره تړلې دي، الله نظر يو وخت د مخکني وزير اعلیٰ مالک بلوڅ په نشنل ګوند کې هم پاتې شوی دی، د ډاکټر الله نظر په اړه ويل کيږي چې د پاکستان او د ايران پولي دواړو خواوو ته ځايونه لري، ځينې شنونکي وايي چې هغه په افغانستان کې دی، د بي ايل ايف په مخکښه غړو کې اختر نديم او خليل بلوڅ هم دي، ګورام بلوڅ ددې ډلي وياند دی، د ايران له پولي سره پوري د کيچ ضلع په دره تحصيل بليده کې ددې ډلي مرکز دی، دا ډله د مشکېل(خاران)، اوران، پنجګور ضلعو ترڅنګ په بسيمه، واشک، جوڼۍ/جيواني او د پسنۍ په ساحلي سيمو کې هم فعال دي. له تېرو دوو کلونو دې ډلي پنځه سويلي ضلعې لکه ګوادر، کيچ، لسبيله، پنجګور او اواران مسلسل تر بريدونو لاندې نيولې دي، د چين او سيپېک پرخلاف دا ډلي په کويټه او کراچۍ کې هم په ځينو بريدونه کې لاس لري.
براس (بلوڅ راجي اجويي سانګړ):
د بلوڅ ازادي غوښتونکو دا اتحاد په ۲۰۱۸ز کال کې جوړ شو، بي ایل اې، بي ایل ایف، بلوڅ ریپبلکن ګارډز او بي این اې پکښې ګډون درلود، چې مطلب يې د چينايانو پر پروژو بريدونه وو، په وروستیو کلونو کې دې اتحاد ډير پرمختګ وکړ، خو کله چې د بي اين اې امام ګلزار ونيول شو له هغه وروسته اتحاد يوڅه ورو شو.
دې اتحاد د ۲۰۲۴ز کال په ټولټاکنو هم بريدونه وکړل، د پاک انسټيټیوټ فار پېس سټډیز د څېړنو له مخې د ۲۰۲۴ز کال د جنوري او فبروري په دوو میاشتو کې دې اتحاد پر سياستوالو، سياسي غړو او امنیتي ځواکونه ۱۸ بريدونه وکړل.
بلوڅ ریپبلکن ارمي (بي ار اې): بی ار اې ته د بګټي مليشه هم وايي چې د نواب اکبر بګټي د قام څخه جوړه ده، له تېرو شپږو کالو يې د ګوادر او کيچ ضلعو پر شمول د بلوڅو په نورو ضلعو کې هم خپل نیټورک خور کړی دی او ځوانان راټولوي، ددوی له جګړمارو سره بي ايل ايف مرسته کوي.
د پاکستان سيکورټي ادارې فکر کوي، چې د بلوچستان ريپبلکن ارمي د بلوڅ ريپبلکن ګوند عسکري وينګ دی او براهمداغ بګټي دا ډله په کار اچولې ده.
یونايټیډ بلوچ ارمي: دا له بلوچستان لبريشن ارمي څخه جلا شوې ډله ده، د عبدالنبي بنګلزي پر نوم يو سخت زړی بلوڅ قوماندان چې له خلکو او بلوڅ تجارانو څخه به يې روپۍ وړلې له بي ايل اې څخه ليري کړل شو، د يادي ډلې مشر دی.
د بلوڅو خپلواکي غوښتونکې ډلي په عامو خلکو او بلوڅو بريدونه نه کوي، خو بنګلزی وايي کوم بلوڅ چې د خپلواکي غوښتونکو ملاتړی نه وي هغه هم سزاوار دي. بنګلزي وروسته په بي ايل ايف کې شموليت کړی و، او ددې ډلي دويمي برخې مشري مهران مری کوي چې اوس مهال په لندن کې اوسي او د پاکستان پرخلاف هلې ځلې کوي، په دې ډله کې تر ډيره د مري قام جګړمار دي خو د ساروان او بولان جګړمار هم برخه پکښې اخلي، او دا ډله په چاغي، نوشکي، بولان، لسبیله، بسیمه او واشک ضلعو کې فعاله ده.
بلوڅ ریپبلکن ګارډز:
کله چې په ۲۰۱۲ز کال په کراچۍ کې د بختيار ډومکي مېرمن او لور ووژل شول، له هغه وروسته ده دا ډله جوړه کړه. د ډومکي واده د براهمداغ بګټي له خور سره شوی و، دا ډله داسې خاص فعاله نه ده خو په نصيراباد کې د شتون يادونه کيږي. خو ددې ترڅنګ په ۲۰۲۳ز کال کې دې ډلې د دوو بريدونو پړه منلې ده، چې يو بريد يې په کويټه کې او بل يې په صحبت پور کې کړی دی، او دا ډله د براس اتحاد برخه هم ده.
لشکرِ بلوچستان:
دا ډله په ۲۰۰۸ز کال کې جوړه شوه او فعاليت يې تر ډيره په مکران ډويژن کې وو، خو په اوسنيو کلونو کې غير فعاله مالوميږي.
شنونکي فکر کوي چې په دې کې د مينګل قام او بلوچستان نشنل ګوند مینګل ګروپ ملاتړي دي، خو بي اين پي مينګل ګروپ ځان د وسله والې مبارزې برخه نه بولي، او د لشکر بلوچستان مشر مير جاويد مینګل دی چې د بي اين پي د مشر اختر مينګل مشر ورور دی، دی په لندن او دوبۍ کې اوسېږي او هغه د لشکر بلوچستان سره له هر ډول اړيکو انکار کوي، دی او زوی يې مير نورالدين مينګل پر نړیوال سټیج د بلوچستان د مقدمې پروړاندې کولو بوخت دي، میر نورالدین مینګل UNPO (Unrepresented Nations and Peoples Organizations) کې فعال دی، او په امریکا کې د بلوچستان پر ستونزو هر وخت ويناوې کوي، لشکر بلوچستان په لسبیله، مکران، خضدار او پنجګور کې هم په حرکت کې ده.
بلوڅ نیشنل ارمي:
بي اين اې په دې وروستیو کې د دوو مهمو مشرانو د مبارزې د پریښودو له امله زیانمنه شوه، دا ډله په ۲۰۲۲ز کال کې د بلوڅو د دوو ډلو يو بي اې او بي ار اې له يوځای کېدلو څخه جوړه شوه او د بي اين اې څخه راجلا شوي سرتیري هم ورسره شول. دوی غوښتل چې د بلوڅو د خپلواکۍ تحريک ته لا وده ورکړي، خو مشر يې ګلزار امام چې په شامبې هم يادېده، د ۲۰۲۳ز کال د مئ پر ۲۳مه په کويټې کې په يوه پريس کانفرنس کې له تيري وسله والې مبارزې څخه پښېمانه شو. او له دې څخه وروسته په ډسمبر کې د بي اين اې قوماندان او وياند سرفرازاحمد بنګلزی چې په مريد بلوڅ هم يادېده له خپلو ۷۰ ملګرو سره يوزای يې وسله کېښوده او مبارزه يې پرېښوده.
لکه مخکې چې مو وويل رياست پاکستان له هغه وخته کله چې امريکا افغانستان ته راغله د امريکايي ډالرو لپاره يې د پښتنو او بلوڅو په لادرکه کېدو، وژنه او ځپنه پسې راواخيسته، داسې نه ده چې له دې قامونو سره د رياست پاکستان د ظلمونو لړۍ له دغه ځايه راپیلیږي هڅي خو پاکستان د جوړېدو له لومړۍ ورځې پر دې قامونو ظلمونه کوي حقونه يې چور کوي وژني او ځپي يې، د بلوڅو د لادرکه کېدو په اړه د بلوڅو قامپاله تنظيمونه وايي چې د ۱۹۷۰ په لسیزه کې هم رياستي ادارو خلک لادرکه کولو، چې په دې کې د بي اين پي د مشر سردار اختر مینګل مشر ورور اسدالله مينګل او د هغه ملګری احمدشاه هم شامل وو، چې تراوسه يې درک نشته چې وژلي يې دي او چيري يې ښخ کړي دي. خو موږ يې دلته د لنډې مودې د ظلم پر تاريخ ږغيږو چې اوس يې هم په سيمه کې روان کړی دی، چې عام بلوڅان له سکول، کالج، يونورسټي، کورونو او لارو څخه وړي وژنې يې بيا يې کورونو ته هيڅ درک نه لګیږي چې سړی يې له حکومت سره بند کې دی که وژل شوی دی، د بلوڅو د لادرکه کېدو لړۍ د پرويز مشرف په وخت کې زور واخیست، چې په ۲۰۰۰ز کال کې له کويټې څخه لومړنی کس علي اصغر بنګلزی لادرکه کړ او ۱۴ ورځې وروسته يې بېرته خوشي کړ، له دې وروسته د ۲۰۰۱ز کال د اکتوبر پر ۱۸مه يې له هغه سره محمد اقبال يوزای د ډګري کالج له مخې څخه لادرکه کړ، ۲۴ ورځې وروسته يې محمد اقبال خوشي کړ خو علي اصغر تراوسه لا درکه دی. چې بيا د بلوڅو د ورکېدا لړۍ پسې دوام وکړ چې تر دا مهاله يې د ۸۰۰۰ په شاوخوا کې خلک لادرکه دي، ددې خبرې پخلی د پاکستان پخوانی ولسشمر مشرف په خپل کتاب (د اور په ليکه) کې کوي، وايي: چې پاکستان د ميليونونو ډالرو په بدل کې ترهګر د امريکا سي ای اې ته ورکړل.

د لادرکه بلوڅو د موندنې لپاره هم سوليز تحريکونه شوي دي چې په دې کې د ښځو ونډو زيات ده او دا د بلوڅو ښځو زړورتيا هم ثابتوي چې هغه د وروڼو ترڅنګ کلکي ولاړي دي، لومړی ځل د ۲۰۱۳ز کال د اکتوبر پر ۲۷مه د نړۍ يو اوږد لانګ مارچ له کويټې څخه د کراچۍ پر لار سيند بیا پنجاب او اسلام اباد ته ولاړی، چې غوښتنه يې د ورکو بلوڅو موندل وو، ددې لانګ مارچ مشري فرزانه مجيد او ماما قدير کوله، د فرزانه مجيد ځوان ورور د بي ايس او سينئر وايس چيرمين ذاکر مجيد چې د ۲۰۰۹ز کال د جون پر ۸مه ورک شوی دی او تراوسه يې درک نشته، د وايس اف بلوڅ مسنګ پرسنز سپينږيري مشر ماما قدير زوی جليل ريکي هم هغه مهال لومړی ورک شوی او بيا شهيد کړل شوی وو، په دې مارچ کې سمي دين بلوڅ د ډاکټر دين محمد لور چې هغه مهال څوارلس کلنه وه هم ورسره وه، ددې پلار له اورناچ روغتون څخه په ۲۰۰۹ز کال کې وړل شوی دی او تراوسه يې درک نشته، سمي دين بلوڅ اوس يوځل بيا د خپلو بلوڅو خويندو سره ملګرې ده او بلوڅ يکهجتي کمېټۍ کې د خپلو ورکو او شهيدانو وروڼو لپاره د حق او انصاف غوښتنه کوي.
او دويم لانګ ګلزار دوست بلوڅ څو ورځې وروسته د ايران سره له تړلې سرحدي ضلعې کيچ له مرکز تربت څخه کويټې ته وکړ چي ۷۷۶ کيلوميټره سفر يې درلود.
کله چې د وايس فار بلوڅ مسنګ پرسنز مشر ماما قدير مشر زوی جليل ريکي لادرکه کړل شو، له هغه وروسته يې د کويټې پریس کلب مخې ته يو اعتصابي کمپ جوړ کړ، که څه هم د ماما د زوی مسخه شوی جسد وموندل شو خو اعتصابي کمپ د پخوا پڅېر دوامداره وساتل شو چې دا دې شپاړس کاله يې کيږي خو تراوسه هيڅ انصاف نه دی ورکړل شوی، او دا کمپ په ژمي کې کراچۍ ته لېږدوي.
د بلوڅو ښځې په لومړي ځل د ۲۰۱۸ز کال په وروستیو او د ۲۰۱۹ز کال په لومړیو کې په زيات شمېر د لا درکو خلکو لپاره په احتجاج راووتلې، په دې کې د ځپل شوې ضلعې اوران اوسېدونکي او د بلوڅ سټوډنټس ارګنايزيشن مشر شبير بلوڅ خور سيما بلوڅ او د شبير مېرمن بنين د شبير بلوڅ د موندلو لپاره کويټې ته راغللې او د لادرکه خلکو د موندلو لپاره يې اعتصاب پيل کړ. چې وروسته په زيات شمېر د لا درکو خلکو د کورنيو ښځو هم ګډون پکښې وکړ. چې دې لړۍ دوام وکړ وخت ناوخته به يې احتجاجي مظاهرې کولې.
کله چې په ۲۰۲۳ز کال کې د بلوچستان سي ټي ډي پوليسو د نومبر د ۲۲مې او ۲۳مې ترمنځ شپه کې د څلورو کسانو د وژلو دعوه وکړه، په وژل شويو کسانو کې بالاچ بلوڅ هم وو، د هغه کورنۍ وويل چې بالاچ بلوڅ يې د اکتوبر مياشتي په وروستيو کې د کوره څخه وړی وو، د نومبر پر ۲۰مه يې نيونه هم ښکاره او مقدمه هم پرې درج شوه، د نومبر پر ۲۱مه عدالت ته وړاندې کړل شو او عدالت د سي ټي ډي پوليسو ته د لسو ورځو په ريمانډ ورکړی وو.
د بالاچ بلوڅ له وژنې وروسته د هغه کورنۍ او قامپالو احتجاجي پرلت پیل کړ، چې ولي يې بالاچ بلوڅ وواژه؟ او غوښتنه يې وکړه چې په پېښه کې ښکېل د سي ټي ډي چارواکو پرضد دې مقدمه درج کړل شي. د نومبر پر ۲۳مه په تربت کې د بالاچ د جسد سره احتجاج پیل شو، اووه ورځې وروسته یې د بالاچ مړی خاورو ته وسپاره، د ډسمبر پر شپږمه يې د لانګ مارچ په ښکل تګ پيل کړ، مشري يې ډاکټر صبیحه بلوڅ، سمي دین بلوڅ، سیما بلوڅ او ځينې نورو ښځو يوزای کاوه.
دا مارچ د بلوڅو له ډيرو غرنیو سېمو څخه تېرېده له پنچګور څخه بسیمه، ګریشه، نال، خضدار، سوراب، قلات، منګوچر او هرځای چې به په لانګ مارچ تشدد کېده د هغوی شمېر به لا زیاتېده نر او ښځي به ورسره کېدې، شپږمه ورځ د ډسمبر پر ۱۱مه کويټې ښار ته ورسېدل، چې هلته يې په مشري کې مهم رول ډاکټر ماه رنګ بلوڅ ولوباوه، د ماه رنګ بلوڅ پلار غفار لانګو لومړی په ۲۰۰۶ز کال کې لادرکه کړل شو خو څه موده وروسته بېرته وموندل شو، خو په ۲۰۰۹ز کال کې بيا لادرکه کړل شو او په ۲۰۱۱ز کال کې مسخه شوی جسد وموندل شو.
د رياست د منفي چلند له امله دا لانګ مارچ له مرکزي ښار کويټې څخه د اسلام اباد پر لور روان شو، چې په لاره کې د رياست لخوا سختې ستونزې ورته جوړي شوې، خو په دې هرڅه سربېره د ۲۰۲۳ز کال د ډسمبر پر ۲۰مه د ډيره اسماعيل خان له لارې اسلام اباد ته ورسېدل، اسلام اباد ته په رسېدو سره حکومت ونيول، له راخوشي کېدو وروسته يې هلته د جنوري تر ۲۳مې پورې د اسلام اباد پريس کلب مخې ته پرلت کښېناوه، خو غوښتنې يې ونه منل شوې ناهيلي بېرته کويټې ته راستون شول او په زرونو خلکو يې مخې ته د هرکلي لپاره ورغلل، چې بيا يې د جنوري پر ۲۷مه په کويټه کې يوه لويه او تاريخي غونډه وکړه، همدا ډول يې خپلې مبارزې ته دوام ورکړ، په بلوڅو ضلعو کې غونډې وکړې د خپلو د راپورته کولو او ويښولو لپاره يې فعاليتونو پيل کړل.
کله چې د ۲۰۲۵ز کال د مارچ پر ۱۱مه له کويټې څخه پېښور ته تلونکی د جعفر ایکسپریس پر ريل ګاډي باندې د بولان په ډهاډر سيمه کې د خپلواکۍ غوښتونکو بلوڅو تنظيم بي ايل اې بريد وکړ، او د پاکستان له سيکورټي ادارو سره تړلي ۴۰۰ مسافر يې له ځان سره بوتلل، په غبرګون کې سيکورټي ادارو د مسافرو د موندلو لپاره عملیات پيل کړل.
له پېښي دوه ورځي وروسته ۱۳ مړي دشپې په تاريکه کې په کاسي هديره کې ښخ کړل شوي وو او په وينو لړلي تابوتونه هلته پراته وو، ددې ترڅنګ پنځه مړي د کويټي سېول روغتون ته وروړل شوي وو.
د بلوڅ ايک جهتي کمېټۍ غوښتنه وکړه، چې جسدونه دې دوی ته ورکړل شي، دا رياست هغه بلوڅ وژلي دي کوم چې يې لادرکه کړي وو او اوس يې په جعلي مقابله کې په دې نامه وژلي دي چې بي ايل اې والا دي. خو حکومت د بلوڅ ايک جهتي کمېټۍ غوښتنه ونه منله او هغوی يې په غبرګون کې احتجاجي پرلت پیل کړ د کويټې کراچۍ لويه لار يې وتړله، خو د مارچ پر ۲۱مه رياستي ادارو په دې پرلتوالو تشدد وکړ ډزې يې باندې وکړې چې په پايله کې د يوه ماشوم پر ګډون درې کسه ووژل شول او ۱۳ نور ژوبل شول، خو ددې هرڅه سربېره رياست په ډيري سپين سترګي ددې شهيدانو ايف اي ار هم د بلوڅ ايک جهتي پر مشرانو وکړ.
د مارچ پر ۲۲مه يې د بلوڅ ايک جهتي په لسګونو ملګري په 3MPO کې ونيول او د کويټې تاڼو ته يې بوتلل، چې وروسته يې نور ملګري راخوشي شول خو د تحريک مشران يې د ماه رنګ په شمول په ګڼ شمېر دروغجنو ايف ای ارز کې بنديان پاتې شول چې دادې اوږده موده کيږي چې د رياست په بند کې دي.
ددې تحريک د بنديانو د راخوشي کولو لپاره د بلوچستان نشنل ګوند(مينګل) مشر اختر مینګل غبرګون وښود څو ورځې يې په بلوڅ مېشتو سيمو کې کاربندیز او احتجاجونه وکړل او بيا يې د مارچ پر ۲۸م تاريخ د خضدار له وډھ څخه لانګ مارچ پيل کړ چې کويټې ته په رسېدو يې د حکومت لخوا مخنيوی وشو، بيا يې هم هلته پر لکپاس پرلت وواهه چې وروسته بې نتیجې پای ته ورسېد.
د بلوڅو ايک جهتي کمېټۍ ترڅنګ بلوڅو ښځو په “حق دو تحريک” کې هم لويه ونډه درلودله او د خپلو نارينوو ترڅنګ اوږه په اوږه ولاړې وې د حق او انصاف غوښتنه يې کوله، دا تحريک د ۲۰۲۱ز کال د نومبر پر ۱۴مه د بلوچستان د ګوادر خلکو د خپلو حقونو د غوښتلو لپاره د جومات اسلامي د غړي مولانا هدايت الرحمان تر مشرۍ لاندې د “حق دو تحريک” يانې حق راکړئ پيل کړ او پرلت يې کښېناوه، ۳۲ ورځې وروسته د ډسمبر پر ۱۶مه د بلوچستان حکومت ورسره کښيناست او غوښتني يې د کاغذ پرمخ ومنل شوې، مولانا هدايت الرحمان پرلت ولاړ کړ.
د يادو غوښتنو د منلو په صورت کې يوځل بيا د ۲۰۲۲ز کال د اکتوبر پر ۲۷مه مولانا په ګوادر ښار کې احتجاج پیل کړ، د نارينوو ترڅنګ ښځو هم په زيات شمېر ګډون ورسره وکړ، ياد احتجاجي پرلت ۶۰ ورځې دوام وکړ، خو د پرلت د ختمولو لپاره حکومت په ګوادر کې دفعه ۱۴۴ ولګوله چې له امله يې پنځه کسه يوځای نشي کښېناستلی.
د ۲۰۲۲ز کال د ډسمبر پر ۲۵مه پوليسو د “حق دو تحريک” ۱۳ احتجاج کوونکي ونيول او مولانا ځان ګوښه کړ، د ملګرو له نيولو وروسته مولانا هم وغوښتل چې ځان پوليسو ته احواله کړي او بند ته ولاړ شي، نو د ۲۰۲۳ز کال د جنوري پر ۱۳مه مولانا د ګوادر عدالت ته ورغی هلته پوليسو ونيوه، له ۱۲۵ ورځې بند وروسته يې د ۲۰۲۳ز کال د مئ پر ۱۸مه بېرته خوشي کړ.
مولانا هدايت الرحمان خپل همدا تحريک “حق دو تحريک” د يو سياسي تنظيم په حيث د ۲۰۲۳ز کال د اګست په مياشت د پاکستان له انتخاباتي کميسيون سره راجسټر کړ، او دی ټولټاکنو ته ددې تنظيم پر نمايندګي ودرېد او ټاکنې يې وګټلې صوبايي اسمبلۍ ته يې لار وموندله. مولانا د خپلو خلکو لپاره په صوبايي اسمبلۍ او پر ميدان دواړو ږغ پورته کاوه، چې بيا يې د جماعت اسلامي پر ملګرتيا د ۲۰۲۵ز کال د جولائي پر ۲۵مه له کويټي څخه اسلام اباد ته لانګ مارچ وکړ، حکومت يې د اګست پر ۲مه غوښتني د کاغذ پرمخ ومنلې او دوی لانګ مارچ ختم کړ.
“که چېرې زه په جماعت اسلامي کې نه وای، نو زه به (د خپلواکي غوښتونکي مشر) الله نظر سره په غرونو کې وم”. دا خبرې مولانا هدايت الرحمان په ۲۰۲۱ز کال په سُربندن کې يوې احتجاجي مظاهرې ته په خبرو کې وکړې، چې بيا يې د حق دو تحريک جوړ کړ او د هغه له لارې صوبايي اسمبلۍ ته ولاړی.