دوشنبه, نوومبر 3, 2025
Homeمقالېد افغانستان او پاکستان ترمنځ جګړه: نمایشي که ریښتینی تقابل؟

د افغانستان او پاکستان ترمنځ جګړه: نمایشي که ریښتینی تقابل؟

یو ژور تحلیلي او مقایسوي بحث

 محمد خالد وردګ

سريزه

دغه مقاله د پاکستان او د طالبانو تر حاکمیت لاندې افغانستان تر منځ د روان کړکېچ دوه متضاد تفسیرونه څېړي. یو نظر وايي دا جګړه د پاکستان د پوځ استخباراتو او طالبانو تر منځ جوړه شوې تمثیلي جګړه ده، چې موخه یې پاکستان د نفوذ ساتل، د مداخلې توجیه، د ډیورند کرښې پراخول او طالبانو ته د ملی مدافعینو په توګه مشروعیت ورکول دی. بل نظر بیا دا جګړه ریښتینی او مخ په زیاتېدونکی تقابل بولي، چې د دواړو لورو د بې ‌باورۍ، د طالبانو د نسبي خپلواکه سیاست،‌ مستقل نړیوالې اړیکې او پاکستان د نفوذ نه د وتلو هڅې، او د هند سره د اړیکو د پراخېدو له امله رامنځته شوې جګړه بولي.

دا لیکنه د تاریخي، سیاسي او بشري اړخونو په تحلیل سره دا پېچلې شخړه څېړي او د نړیوالو معتبره سرچینو پر بنسټ د حقایقو وضاحت کوي.

د افغانستان او پاکستان تر منځ اوسنی کړکېچ د تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ ټي‌ پي) د لانجې تر حده محدود نه دی؛ بلکې دا یوه ژوره تاریخی ریښه لری چې د پاکستان د پیدایښت له وخته سرچینه اخلی او د سیمې د جیوپولیټیک بدلونونو، د پراکسي سیاستونو، او د ستراتیژیکو ګټو د ټکر یو دوامدار انعکاس دی.

کله چې طالبان بیا واک ته ورسېدل، اسلام‌اباد تمه لرله چې کابل به لکه پخوا د دوی د نفوذ په محور کې پاتې شي او هر څه به د اسلام اباد په خوښه او اجازه تر سره کوی خو اوس داسې ښکاري چې د طالبانو سیاست له اسلام‌اباد د نفوذ دایرې نه وتلی او د افغانستان او پاکستان اړیکې د وروستۍ نیمې پېړۍ تر ټولو حساس پړاو ته داخلې شوې دي.

لومړی لیدلوری: دجوړې شوې جګړېنظریه

نیابتي پالیسۍستراتیژیک ژورتیا تداوم

د دې نظر پلویان وايي، پاکستان د خپل پوځ او استخباراتي ادارو له لارې له طالبانو او ټي‌ ټي‌‌‌‌‌ پي دواړو څخه د خپلو جیوپولیټیک اهدافو لپاره کار اخلي. دا “دوه مخې پالیسي” د پاکستان د نظامي جوړښت یوه تاریخي تګلاره ده چې موخه یې د افغانستان بشپړ سیاسي،‌ اقتصادی،‌ فرهنګی او طبیعي زیرمو کنټرول او د هند پر وړاندې د ستراتیژیک ژورتیا کمربند جوړول دي.

له ۱۹۹۰مو کلونو راهیسې، پاکستان د طالبانو د ملاتړ له لارې هڅه کړې چې افغانستان د خپل نفوذ ساحه وساتي، څو د هند د ګواښ مخه ونیسي.

د ټي ټي پي د جوړېدو پلمهد قبایلو سیمو اشغال 

د ټي ټي پي جوړېدل د همدې سیاست برخه وه. اسلام‌اباد د ترهګرۍ ضد جګړې په نوم د قبایلي سیمو نظامي اشغال ته لاره هواره کړه، او د “امنیت راوستلو” تر شعار لاندې یې دا سیمې د اساسي قانون برخه وګرځولې. اوس ورته سناریو د افغانستان په اړه تکرارېږي: د “ټي ټي پي د پناه ځایونو” تر عنوان لاندې د افغان خاورې بمبار، د ډیورند کرښې نظامي پراختیا، او د افغانستان د حاکمیت تضعیف هڅې ګڼي.

د جګړې تمثیلي بڼه

د دې نظریې ملاتړي وایي، د پاکستاني بمبارونو قربانیان ډېری ملکي وګړي دي، نه د طالبانو جنګیالي. دا ښيي چې جګړه کنټرول شوې او هدف یې تبلیغاتي انځور جوړول دي، داسې انځور چې پاکستان نړیوالو ته د “طالبانو دښمن” او طالبانو ته د “ملي مدافعینو” رول ورکړي.

د طالبانو د خپلواکۍ د ښودلو سناریو

ځینې شنونکي استدلال کوي چې دا جګړه د طالبانو د خپلواک ښودلو یوه استخباراتي پروژه ده. پاکستان هڅه کوي طالبان له ځان څخه “جلا” او د یوه ملي ځواک په څېره کې پر افغانانو وټپي تر څو کورنۍ او نړیوال مشروعیت ترلاسه کړي او افغان ملت ته د “ملي مدافعینو” په توګه معرفي کړی.

د دې نظریې کمزورۍ او تناقس

داسې ښکاري چې دا روایت له ګڼو تضادونو ډک دی. د جګړې شدت، د پاکستان پوځي تلفات، او د طالبانو د بهرني سیاست او نړیواله مستقلې اړیکې دا ټول ښيي چې جګړه له تمثیل حده تېرېدلې. پاکستان تل د افغان هند نږدې اړیکې خپل ملی امنیت ته ګواښ بللی ځکه پاکستان نه غواړی د دوو رقیبو ملکونو تر منځ منحصر پاتې شی خو شواهد داسې ښیې چې طالبان د هندوستان سره نږدې اړیکې جوړې کړي دی چې پاکستان ته د تحمل وړ نښکاری خصوصا چې دې وروستیو کې د دغه دوو هېوادو تر منځ سخته جګړه وشوه.‌

په ۲۰۲۳ کې یوازې د پاکستان پوځ له ۲۰۰۰ زیات سرتېري له لاسه ورکړي، او دا نه شي کېدای چې یوه “جوړه شوې جګړه” دې دومره تاوان وزېږوي. سربېره پردې، که دواړه طالبان او ټي ټي پي د اسلام‌اباد تر ولکې لاندې وای، نو دا ډول تلفات او د استخباراتي کړنو بې‌ نظمۍ ناشونې وه.

د افغانستان پلازمېنه کابل باندې یرغل یو داسې سره کرښه وه چې د پاکستان په تاریخ کې دا جرآت نه و کړی داسې یو تجاوز وکړی خو دا کار په هغه وخت کې تر سره شو چې امیر خان متقی هند ته د سفر په دوره تللی و او د پاکستان نظامی رژیم ته دغه صحنه د تحمل وړ نه وه.

 دوهم لیدلوری: دواقعي جګړېنظریه

د دې نظریې پلویان باور لري چې جګړه تمثیل نه، بلکې واقعي او ژور نظامي او سیاسي تقابل دی. دواړه لوري د ګټو، بی‌باورۍ او د نفوذ د جګړې په میدان کې راښکېل دي.

د طالبانو د مستقل نړیوالو اړیکو او سیاست مسیر

طالبان که څه هم د پاکستان په ملاتړ واک ته رسېدلي، خو د واک له بیا ترلاسه کولو وروسته یې تدریجاً له اسلام‌اباد ځان جلا کړی. طالب مشران د مطبوعاتو په سویه دا دا ویلي چې دوی پدې حقیقت پوه دی چې پاکستان د هر افغان نظام دښمن پاتې شوی، که هغه د ظاهر شاه سلطنت وي، جمهوریتونه وي، یا د طالبانو لومړۍ او دویمه دوره.‌

طالبان دا احساس لري چې پاکستان د دوی د مشرانو په وژلو او تسلیمول کې لاس درلود، د ملا برادر نیول، د ملا ضعیف سپارل، د ملا اختر منصور برید،‌ د استاد یاسر شکنجه او وژل،‌ او په زرګونو طالبانو امریکا ته سپارل او د طالبانو د سیاسي دفتر پر وړاندې استخباراتي خنډونه یې بېلګې دي.

د هند سره اړیکې او د پاکستان غبرګون

لکه څنګه چې مخکې یاد شو د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي هند ته د رسمي سفر پر مهال پاکستان پر کابل، خوست او کونړ بمبار وکړ.‌ ګر چې پاکستان بمبار او ملکي‌ وګړو قتل عام نوې خبره نوه خو د کابل بمبار د  سمبولیک خو څرګند پیغام و: اسلام‌اباد د کابل او نوي ډهلي نږدېوالی نه شي زغملی.

پاکستان افغانستان د هند د احتمالي نفوذ د لېږد دهلېز ګڼي، او د “دوو دښمنو هېوادونو تر منځ بند پاتې کېدو” احساس کوي. اسلام‌اباد د افغانستان شتون د خپل بقا لپاره ګواښ بولي، ځکه چې کابل د ډیورند کرښه نه ده منلې او نه به یې ومني. د پاکستان له نظره، یو خپلواک، هندوستان‌ ته نږدې او له دیورند ناخوښ افغانستان د دوی د جغرافیایي منطق دړې وړې کېدل معنا لري.

د ډیورند کرښې نښتې

د ډیورند پر پوله د طالبانو او پاکستاني پوځ تر منځ نښتې اوس منظمې شوې دي. طالبانو څو سرحدي پوستې ونیولې، د پاکستاني پوځ درنې مرګ ‌ژوبلې یې اړولې، او د کابل پر بمبار د غچ په توګه یې پراخ بریدونه ترسره کړي دي.

د قطر او ترکیې په منځګړیتوب لنډمهالی اوربند شوی، خو دایمي حل لا نه‌دی رامنځته شوی. کله چې هلته ترکیه کې د اوربند په هکله خبرې روانې دی د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف طالبانو ته د جګړې ګواښونه ورکوی چې د نړیوال دیپلوماتیک پروتوکول په خلاف عمل دی.

د داعش خراسان فکتور

طالبان پاکستان تورنوي چې د داعش خراسان څانګې ملاتړ کوي څو طالبان کمزوري کړي. د طالبانو د امنیتي چارواکو په وینا، د داعش مشران یې په کراچۍ او پېښور کې په نښه کړی، چې دا خپله د “استخباراتي جګړې” نوی فصل پرانیزي.

د کډوالو مسله د فشار وسیله

پاکستان د افغان کډوالو د جبري ایستلو، توقیف او د هغوی د ملکیتونو لوټولو له لارې هڅه کوي پر طالبانو سیاسي فشار راوړي. دا کړنه د بشر حقونو له نظره ګډه سزا ګڼل شوې.

جیوپولیټیک چاپېریال

دا شخړه یوازې دوه اړخیزه نه ده؛ دا د یوې لویې جیوستراتیژیکې لوبې برخه ده:

امریکا لا هم له پاکستان سره پوځي اړیکې غواړي، څو د چین او روسیې پر وړاندې د سیمه‌یز توازن لاره وساتي.

هند د افغانستان سره د نږدې اړیکو ملاتړ کوي تر څو د پاکستان د نفوذ مخه نیسي.

چین د سي پېک د امنیت لپاره په سیمه کې نسبي ثبات غواړي.

ایران او روسیه د یو نا پېلې افغانستان ملاتړ کوي، څو د امریکا او پاکستان ګډ نفوذ مهار کړي.

 تحلیلي ارزونه

د دواړو نظریاتو ترمنځ پرتله څرګندوي چې جګړه نمایشی یا تمثیلي نه ده.

د طالبانو د بهرني سیاست خپلواکي،

د هند سره نږدې اړیکې،‌

د پاکستان د پوځ درانه انسانی او تجهیزاتی تلفات،‌

او د اسلام‌اباد د استخباراتي ستراتیژۍ ګډوډي

دا ټول ښيي چې دا جګړه د نفوذ او حاکمیت د دوو متضادو محورونو تر منځ واقعي تقابل دی.

پاکستان اوس د خپلو پخوانیو پروکسي ډلو له کنټروله وتلی دی، او دا جګړه د “پخواني بادار” پر ضد د “پخواني شاګرد” پاڅون ته ورته ده.

 بشري او ټولنیز اړخ

د جګړې تر ټولو لوی زیان د کرښې دواړه غاړې افغان ولس ویني خو پاکستان هم دا زور او توان نه لری چې افغانستان په ګونډو کړی.‌ ملکي مرګ‌ ژوبله، بې‌ځایه کېدل، اقتصادي رکود او د کډوالو کړکېچ ټول د دې بحران انساني بُعد تشکیلوي. په مقابل کې، د پاکستان پوځ هم د خپلو غلطو ستراتیژیو قرباني شوی؛ د ټي ټي پي او بلوڅ آزادی غوښتونکو حملو د پوځ مورال ټیټ کړی او د داخلي مخالفت فضا یې نوره هم زیاته کړې ده.

خو له دې ټولو سره، په افغان ملت کې یو نوی ملي شعور رامنځته شوی – داسې شعور چې نور د تحمیل شوې تابعیت منلو ته تیار نه دی. هغه طالبان چې تر پرونه د پاکستان نیابتی جنګیالي بلل کیدل نن پاکستان په وړاندې وسله پورته کړې او د پاکستان په مقابل کې د نوې جهاد جزبه زیږیدلې.‌

پایله

د افغانستان او پاکستان تر منځ جګړه د یوه ساده امنیتي بحران نه، بلکې د سیمه‌ییز قدرت د توازن د بیا وېش یو فصل دی.

تر هغو چې پاکستان د افغانستان خپلواکي او جغرافیایي بشپړتیا په رسمیت ونه پېژني، او د دیورند کرښې په زور منلو هڅې ونه دروي، دا جګړه به دوام وکړي.

پاکستان له تاریخي پلوه هېڅکله یو خپلواک،‌ مترقي او هند ته ‌نږدې افغانستان ‌ندی منلی، ځکه دا د هغه د مصنوعي جوړښت د بقا پر ضد یو فکري او جغرافیایي ګواښ ګڼي.

راتلونکی به هغه وخت مثبت وي چې د متقابل احترام، د ډیورند مسلې د سیاسي حل، او د مداخلې د بندېدو اصول د دواړو هېوادونو د اړیکو بنسټ وګرځي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میجر ”لې مسیوریېر “ او ”لودین“ کندهار

(کندهار په ۱۸۷۹ او ۲۰۲۴ کي دکتاب لنډه پېژندنه) لیکنه: غني حسن دا کتاب په اصل کي پر ۳ برخو ویشل سوی دی.  لومړۍ برخه ئې:  د فرنګي...