یکشنبه, دسمبر 21, 2025
Home+افغانستان او پاکستان ته د تلپاتې سولې اړتیا

افغانستان او پاکستان ته د تلپاتې سولې اړتیا

لیکوال: شاه زلمی
نېټه: ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۵
مقدمه
افغانستان او پاکستان دوه ګاونډي هېوادونه دي چې  تاریخي، مذهبي او فرهنګي اړیکې لري. له بده مرغه، دا اړیکې د جګړې، بې‌ باورۍ او سیاسي شخړو له امله ډېر ځله ورانې شوې دي. د دواړو خواوو خلک د جګړې له ناورین، بې‌ ثباتۍ او اقتصادي سختیو ستړي دي.  ولسونه د داسې حالت غوښتوونکي کې دي چې نه یوازې جګړه ودروي، بلکې د تلپاتې سولې او متقابل اعتماد بنسټ کېږدي.
د اوربند مفهوم او محدودیت
اوربند (Ceasefire) د جګړې لنډمهاله بندښت ته ویل کېږي. دا معمولاً د خبرو اترو لپاره زمینه برابروي او د تاوتریخوالي کچه راکموي. خو اوربند تل دایمي نه وي؛ که د جګړې اصلي لاملونه حل نه شي، شخړه بېرته راژوندۍ کېږي. په افغانستان او پاکستان کې د اوربندونو بېلابېلې تجربې شوي، خو د سولې د دوام ضمانت یې نه دی ورکړی.
د تلپاتې حل اړتیا
د شخړې بشپړ او تلپاتې حل (Final Resolution) هغه وخت ممکن دی چې دواړه هېوادونه د خپلمنځي بې‌اعتمادي پر ځای د واقعي همکارۍ لاره خپله کړي. دا د څو مهمو ګامونو غوښتنه کوي:
1. سیاسي تفاهم او د خبرو دوام – جګړې هیڅکله د توپک په زور نه دي ختمې شوې. دواړه هېوادونه باید د خبرو له لارې د اختلافاتو حل ته ورسېږي.
2. اقتصادي همکاري او تجارتي اړیکو احترام – ګډې سوداګرۍ، ترانزیټي پروژې او د انرژۍ تبادله کولای شي د باور فضا رامنځته کړي. دواړه هېوادونه باید د یو بل تجارتي حقوقو او تړونونو ته درناوی وکړي، تر څو سوداګریزې اړیکې د جګړې پر ځای د همکارۍ وسیله وګرځي او تجارت  له سیاسي ناندریو په بشپړه توګه  خپلواک وګرځول شي.
3. د کرښې دواړو غاړو امنیت مدیریت – د دواړو هېوادونو ګډ امنیتي میکانیزمونه کولای شي د ستونزو مخه ونیسي، یوبل ته ډاډ ورکړي چې د یوبل پر ضد به هغه مخالفین او ډلې نه حمایه کوي چې شک او مخالفتونو پاروي، او خپل داخلي سیاسي اختلافونه به د یوبل پر غاړه نه وراچوي، د سرزورو کړیو ملاتړ به نه کوي.
4. د خلکو ترمنځ اړیکې – فرهنګي، علمي او تعلیمي تبادلې د ملتونو ترمنځ باور پیاوړی کوي.
5. د بهرني لاسوهنې مخنیوی – دواړه هېوادونه باید پرېکړه وکړي چې د خپلو ستونزو حل به د دریمو قوتونو په غېږه کې نه اچوي او د نورو د ګټو لپاره به ستونزې پدې سیمه کې نه پیدا کوي، په نړیوال او رسنيز ډګر کې به د یوبل بد نه وايي.
د سرحد د لانجې پر ځای د همکارۍ مفکوره
د افغانستان او پاکستان ترمنځ یو اساسي اختلاف د ډیورنډ کرښې موضوع ده. افغانستان دا د تاریخي دلایلو له مخې نه مني، او پاکستان دا د سرحد په توګه مني. دا اختلاف د دواړو هېوادونو ترمنځ اوږدمهاله بې‌اعتمادي رامنځته کړې ده.
خو که د سرحد پر ځای د ګډې اقتصادي سیمې او ازاد تګ راتګ ماډل جوړ شي، نو ښایي دا پوله د جګړې پر ځای د همکارۍ کرښه شي. دواړه هېوادونه کولای شي داسې اقتصادي دهلېزونه او ګډ بازارونه رامنځته کړي چې نه یوازې د پولو د سختو بحثونو فشار کم کړي، بلکې د خلکو ژوند ته مستقیمه ګټه ورسوي. دا کار به د سولې او ثبات بنسټ هم پیاوړی کړي.
د سولې ګټې
که د افغانستان او پاکستان ترمنځ رښتینې او تلپاتې سوله ټینګه شي، نو دواړه هېوادونه به د سیمې د اقتصادي زړۀ (Economic Hub) په توګه وځلېږي. فقر، بې‌ کاري او مهاجرت به کم شي، او د تعلیم، صنعت او سوداګرۍ لپاره به نوي فرصتونه رامنځته شي.
پایله
افغانستان او پاکستان دواړه یوازې اوربند ته اړتیا نه لري، ځکه اوربند موقتي سکون راولي خو د جګړې ریښې نه شي پرېکولی. دواړو هېوادونو ته د تلپاتې، عادلانه او بااعتماده سولې اړتیا ده — داسې سولې چې د متقابل احترام، ګډو ګټو، تجارتي اړیکو ته درناوي او انساني همکارۍ پر بنسټ ولاړه وي.
که دواړه لوري دا درک کړي چې د سولې بریا د یو هېواد په تاوان نه، بلکې د دواړو په ګټه ده، او د سرحد پر ځای د ګډې اقتصادي سیمې مفکوره ومني، نو دا  به د شخړې پر ځای د سولې او پرمختګ نښه شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

په لغمان کې تر میلاد مخکې دورې لرغونی اثار وموندل شول

تاند (دوشنبه، د لیندۍ/ قوس ۲۴ مه) د لغمان ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د یکشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې اعلان...