فاروق سرور –
اجمل پسرلي، د يوې ډېري محترمي، نامتو او ابداري ادبي کورنۍ ځلاند ستوری چي دا مهال په پراګ کې دی او له اخباري څانګي سره خپله وظيفه ترسره کوي، د خوږې پښتو يو پياوړي ليکوال هم دي. دی وړه افسانه ليکي، هغه هم ډېره وړه، خو په ډير کمال او ساده ټکو سره. د ده د قيصې په څو ټکو کې داسي د غضب تاثر وي چي سړی ولړزوي .
دی لږ و ډېر اطالوي ليکوال البرتو موراويا ته سوی دی. موراويا هم د لاشعور خبره کوي او اجمل هم، خو موراويا خبره د جنسياتو وخواته بيايي خو د دې بالکل برعکس اجمل د اخلاقي اقدارو په خوا ځي چي د يوې مثالي ټولنې دپاره ډېر ضروري دي.
خوند د ده تازه افسانه ده چي دی يو بس ته د ختو په وخت يوه پخوانۍ يورپي همسايه پېغله وويني. دی ساده پښتون وايي چي کښې به نو او د تېرو وختو د خبرو په يادولو به خوند واخلو، خو هغه دم دستي خوا ځني بده کړي او خپل بس بدل کړي چي ولي د اوسني وخت نه.
يورپ او غرب که څه هم دا وخت موږ ته غم جوړ کړی دی او ورور په ورور وژني، خو د دوی مزاج د دې خبرې څرګندونه کوي چي دغه بدبختان د دولت، توان او سازشونو په چپه هېڅ قدرونه نه لري او مات مات دي کني انسان ولاړ په پرون دی، د ده مځکه تېر وخت دی او که دا ځني واخلې، نو دی ختم دی او هم دا د ټي اېس ايليټ د وينا مطابق د يورپ ټرېجيډي ده او په دغه به سبا د ده ټولنه د لېونتوب په خوا ځي.
نو که څه هم د اجمل د وينا مطابق نن موږ د دې سيمي خلګ په بدبخت حالاتو کښي ګېر يو. سبا به دا بد وخت ختم سي، خو زموږ درانه اقدار به زموږ د ښو ټولنو چوکاټ وي. هم دغه خبره، ده په يوې بلي افسانې کې هم تکرار کړې ده چي موږ د مشرانو قدر کوو، خو يورپ يې لکه بې کاره څيز غورځوي او د بوډاګانو سېنټرز ته يې حواله کړي چي هر مذهب او اخلاقيات يې غندنه کوي.
ښه لیکنه وه.