زه له ځان ځنې خپه راغلی یم
ګلې! تاته په ګیله راغلی یم
سپیان خبر نشول، پالنګ سر ته دې ناست یم
زه په بنده دروازه راغلی یم
ستا پر شونډو مې عمري تنده کړه ماته
د زمزمو په چینه راغلی یم
په بوسو مې درته هر یو تصویر خوړین کړ
دومره مست، دومره نشه راغلی یم
له هر نازه دې قربان شم، خو دا واوره:
اوس خو تا کره میلمه راغلی یم
دا جهان مې د دوه – درې ورځو مسکن دی
زه خو دلته په میله راغلی یم
ازادي مې شوه نفس پورې محدوده
نور ولچک او زولانه راغلی یم
لاس نیولی، پر باریکو لارو سر کړم
زه دې چم ته توره شپه راغلی یم
زه چې راغلم د ډیوې وروستۍ سلګۍ وې
د پتنګ په جنازه راغلی یم
زه چې راغلم خوشحالي وه خلاصه شوې
دې خیرات ته پسینه راغلی یم
یو پټ درد یمه سایه ور سره ګرځم
زه (نعمان) سره جوړه راغلی یم
نعمان دوست، د لیندۍ ۳۰، ۱۳۹۳ ، جلال اباد