زه چې ماشوم وم د کلي د چاغو پسونو شپون وم، نیمه ورځ به مکتب ته تلم او نیمه ورځ به مې د کلیوالو هغه چاغ پسونه چې د قوس د میاشتې په وروستۍ لسیزه کې به یې حلالول او بیا به یې په مخصوصه طریقه وچول تر څو د ژمي په واورینو شپو کې د لاندې شوروا ترې جوړه کړي، څروول.
د دغو پسونو لپاره د کلي د رشقې او شفتلو کښتونه او په وښو پټ کڅونه جایز وو، چې په کې وپوول شي.
کلیوالو خوا نه بدوله که به د لاندي پسونه د چا د کچالانو پر کښت ور برابر شول یا د شنو غنمو پر پټیو او خصیل باندې واوښتل، په ډاډه زړه به په کې څرېدل او ما به د ماشوم شپونکي یوه مخصوصه غړانګه ورسره کوله: وه لالی د ګلو نګه وان دی!
زموږ د ولسوالۍ بازار له غزني څخه د راغلیو کسبګرو لپاره مناسب بازار وو، دلته د غزني او هزاره جاتو موچیان، مستریان، د وچې میوې سوداګر او د اوسپنې د سامان آلاتو د جوړولو پښان او اهنګران هم هستوګن وو، چې اکثرو یې د کسب او کمال له لارې ډوډۍ خوړله.
په دغو کسبه کارانو کې به د اوړي په موسم کې شعبده بازان، مداریان او جمبوریان هم راتللو چې د بازار په لوی میدان کې به یې د جادو او منتر ننداره په پیسو خرڅوله.
په دغه ننداره کې به مداري استاد خپل جمبوري ته د الله شا کوکو جان سندره ویله. مداري استاد به ناره کړه چې الله شا کوکو جان تو کلاه داری یا نی؟
جمبوري به هم د الله شا کوکو جان غړانګه ورسره غبرګه کړه او خولۍ به یې په خوله کې ورته ونیوله. بیا به مداري استاد د الله شا کوکو جان غړانګه زمزمه کړه او په زمزمه پسې به یې یوه پوښتنه وتړله: تو نسوار داری یا نی؟
او جمبوري به د نسوار قطۍ له خولۍ څخه را وغورځوله او له دې طرفه به یې بیا ورسره د الله شا کوکو جان غړانګه زمزمه کړه.
موږ به ښه په ځیر سره متوجه وو، چې له جمبوري سره به ټول شیان ختم شول او فکر به مو کاوه چې اوس به مداري استاد د څه شي د لرلو او نه لرلو پوښتنه ترې کوي، ځکه د جمبوري په چانټه کې خو ټول شیان ختم شوي دي.
تلوسه به مو ډېر ګړندي حالت ته واوښته، بس سترګې به مو په جمبوري کې ښخې وې چې هر څه خلاص دي، مداري استاد به اوس د څه په باره کې تپوس کوي او د لرلو او نه لرلو په باره کې به یې جمبوری څه وایي؟
مداري استاد به بیا غړانګه شروع کړه، ډولکی به ورسره ودربېدلو او د الله شا کوکو جان سندریز سروکي به انګازه وکړه.
الله شا کوکو جان تو ګوګرد داری یا نی؟ او جمبوري به هم الله شا کوکو جان زمزمه کړ او له خولې څخه به یې د ګوګړو یو وړه پلاستیکي قطۍ راوغورځوله. موږ ساده باده کلیوال به اریان دریان ورته ولاړ وو.
زموږ د کلي محمد نور بایسکل ساز چې په کلي کې د جهان ګشته سړي په نامه مشهور وو، کوټه، کابل، پېښور او مزار شریف یې لیدلي وو.
د مداریانو په باره کې یې ویل چې دوی د چشم بندۍ خاص جادو کوي، په اصل کې کومه ننداره چې وړاندې کېږي حقیقت نه لري، خو دا د چشم بندۍ کمالات دي چې اصلي صحنه زموږ تر سترګو په یوه بل شکل سره تصویر او انځور جوړوي.
پرون یوه لوړ رتبه امریکایي دیپلومات تبصره کوله چې له ۲۰۱۴ ز کال وروسته طالبان تر هغو پورې د امریکا دښمنان نه دي تر څو چې امریکایي مفادات یې له ګواښ سره مخامخ کړي نه وي.
اوس نو سړی حیران پاتې شي چې امریکایي مفادات څنګه له ګواښ سره مخامخ کېږي او په سیمه کې د امریکا ګټې څه ته وایي؟
یو ځل خو طالبان په سیمه کې د امریکا د ګټو دښمنان وو، ځکه د دوی تر حاکمیت لاندې د نیویارک د سوداګرۍ د برجونو پرضد د برید پلان جوړ او عملي شو او بیا همدغه ګناه وه، چې د طالبانو حاکمیت ته یې د پای ټکی کېښود، ځکه اسامه بن لادن ته یې پناه ورکړې وه.
د طالب نظام ړنګ شو، اسامه د پیریانو جامې واغوستې او تری تم شو، اما القاعده یې لس کاله د امریکا پرضد وجنګېدله.
ناڅاپه اسامه په ایبټ آباد کې پیدا شو، هغه چا چې په کندهار کې پناه ورکړې وه، هغه د کال دوه زره میلیونه ډالره نور وګټل، د نړۍ شعور اریان دریان کتل چې دا څه لوبه روانه ده؟ بیا هم لوبې دوام وکړ.
اوس د امریکا د متحده ایالاتو سیمه ییزه جمبوریان یو ځل بیا له امریکا سره د الله شا کوکو جان سندره زمزمه کوي.
مداري استاد به له واشنګټن څخه ډولکی وښوراوه، چې الله شا کوکو جان تو القاعده داری یا نی؟ او په اسلام آباد کې به محلي جمبوري د رمزي بن الثیبه په څېر یو عرب له خولې څخه ورغورځاوه، دنیا به د جمبوري د خولې ظرفیت ته په حیرت سره وکتل او جمبوري به هم د امریکایي ارګستر له کمپوز سره د سندرې سروکی ور غبرګ کړ، چې الله شا کوکو جان.
دا ځل د سندرې د سروکي زمزمه په یوه ډېره تلوسه لرونکي پړاو کې ده، دا تلوسه د سترې لوبې یوه عجیبه صحنه ده.
په ۲۰۱۵ ز کال کې به امریکایي کمپوزیتور د لوبې نوې سندره له یوې نوې زمزمې سره د نندارې صحنې ته وړاندې کوي.
امریکایي استاد به د الله شاکوکو جان تو ملا عمر داری یا نی؟ سروکی زمزمه کړي او پنجابی استاد به سندره ور غبرګه کړي او سړپ ملاعمر به تر خوله غورځار کړي او بیا به سروکی ور غبرګ کړي، چې الله شا کوکو جان!
محترم قانع صاحب سلامونه او نیکی هیلی می ومنی
لیکنه مو ریښتیا هم ډیره زړه راښکونکی ده ، د امریکایی جمبوریانو د پریکړی ډیرښه تحلیل مو کړی دی ، خو کاش چی زمونږ سیاستمداران هم د نورمحمد باسیکل ساز په شان موضوع ته متوجه شی .
دا خوب دې اوبو ته وښایه چې بې فضله نشي که ملا عمر ته دپاکستان وس ورسیدلې په خدای اوس به یې لا وختي ورکړې وای
عصمت الله خانه !!! خدای دې خوشاله اوږد ژوند درکړې.هیله ده چې قلم دې دګران هیواد په خدمت کې اودداسې خلګو په سر خلاصولو کې ډیر هڅا ند وچلوې لکه طوفان خان جان چې دده جهل مرکب دې او نوموړی طوفان دفیل په غوږکې بیده دی.بد بختانه زموږ ډیر هیوادوال دطوفان په ډول بې تجریبې او دخپلو مشرانو (ملا عمر) دحال اوځای څخه ناخبره دې خدای دې دوی پوه کړې دنظر محمد مطمین سره سره.امین ځکه دوی دواړه دجهل په طوفان کښې غرق دې
طوفان جا نه ! دډیر افسوز او دژړا ځای دی ! هغه څوک چې شعاریې اسلام او دشریعت پیاده کول یې نا ره ده دغسې وزر لرونکې درواغ وا یې چې دغه ښاغلی (ملا عمر) په داخل دهیوادکښې دی.دغه درواغ په هیڅ ډول روا اودتوجیه وړ نه دې. علیه الصاوت والسلام چې داحد په غزا کښې کښې زخمې او صحا به کرام اکثره متلاشا اودده مبا رک څخه لیرې وه.دمشرکینو لښکر دابو سفیان په مشرې په ډیر غرور سره وویل : افیکم محمد؟ افیکم ابوبکر ؟افیکم عمر؟ الخ
ژباړه :په تاسې کې محمد ص شته؟ په تاسې کې ابوبکر رض شته؟ په تا سې کې عمر شته؟
صحابه کرامو سکوت وکی اوداسې درواغ یې ونه ویل چې : نه نشته
اوکه دغه ښاغلی ستا سې ډله تر علیه السلام ښه او بهتراو مشرف بولی
که ستا سې دډلې دغه عقیده وې خودغه اسلامې عقیده نه ده.په پا رسې ژبه کې متل دی چې وا یې: کفر که از کعبه بر خیزد – کجا با شد مسلما نې
طوفان ګله!!!خدای دې موږ او تا سې ټو له په صحیح معنا په اسلام او په وطن پوه کړې.امین
دکفر ټا فې وهل ډیر اسانه کاردې چې څوک یې پر بل چا ووهې. خو حق اوحقیقت پیژندل او پر هغوی عقیده درلودل بیا بل څیز دې
دا ړندک ملا عمر دي ددې ټولي دنیا په سطحه دومره پوه ، زورور او سیاست مدار دي چي نه د پاکستان او نه هم د امریکا وس په رسیږي . وا وا شاکوکو جان تو خبر داري یا نې
( په خدای اوس به يې لا وختي ورکړي وای )
خپلي خبري بې قسمه هم تا غوندي خلګ درسره مني . د قسم اخیستلو په مفهوم او قدر دي خدای پوه کړه ، نور به شین خانه څه درته ووایم
یره قانع صیب ودې خندولم. 🙂 سره له دې چې یو وخت چې مونږ ته غني ګران وو او تا سپک کړی وو درنه خفه وم خو ریښتیا خبره ده چې ښه قلم لرې. خدای دې عمرونه درکړي. البته، دې ته ګورم چې د ۲۰۱۵ تر پایه به دا سروکی که ژوند وو په خپلو سترګو وګورو که نه 🙂
رښتیا هم دا جمبوری یی ډیر ښه روزلی دی او خپل مداری استاد ته ډیر وفاداره دی.افسوس په تماشاچیانو او ننداره کوونکو چی لاتر اوسه د جمبوری په چلونو نه پوهیږی. قانع صاحب د ژوندی وی چی لږ او ډیر د جمبوریانو او مداریانو د چلونو او نندارو په باب خپل ولس ته معلومات ورکوی او خپل ویده ولس راويښوی.
قانع ګله ولا ودی خندولم. خو یوخ خبره رښتیا ده. الله شاکوکو جان د کابل د پاړسیوانانو یوه محلی سندره ده نو ستا د خبرو څخه داسی مالومیږی چی ۵۰ کاله پخوا هم پاړسیوانانو ټول پښتانه خطا ایستلی وه او موږ ورته وازه خوله ناست وو اونن یی هم پر موږ ساده ګانو هغسی بازار تود دی. په دی کښې ګرم څوک دی؟ زه خو وایم د مداریانو دی د مور شیدی سی
اله شاکوکو جان (قانع ګله!) یک قیصه دیګر داری یا نی؟ اله شاکوکو جان
قانع صاحب !تا ډېره ښه لیکنه کړې ده خو خو د غریبې کونډې د نلا د وار قصه ده چې ویل یې (ملا صاحب ښه پوهېږم چې دکورتو په سر ګوړه اچول کېږي او ښه خوند کوي خو څه وکړو نېستي دهاو وس نشته )