شنبه, اپریل 27, 2024
Homeادبد خوشحال بابا د يو شعر نوې کره‌کتنه:ضمیر څار

د خوشحال بابا د يو شعر نوې کره‌کتنه:ضمیر څار

(که ستاسې ذهن ته څه راغلل، درېغوئ مه)

څو دې وس رسي په لوی درياب کې ګرځه

په وياله کې دې زوال وينم نهنګه

لفظي مانا: 

لومړی، د دې بيت لفظي مانا ته متوجه کېږو: داسې ښکاري لکه شاعر چې د کومې ويالې تر غاړې ولاړ وي او نهنګ ته په خطاب کې وايي: [ستا جسامت ته په کتو] ښه ده چې په سمندر کې لامبو وکړې؛ د ويالې [په څېر لنډ تنګ ځای کې] ستا ګوزاره ګرانه ده—پاته راځې. دا مانا اکثراً د توجه په محراق کې نه‌وي؛ په څو دلیله: يو، له نهنګ سره څوک خبرې نه‌شي کړای. که څوک، احياناً، وغږېري ورسره هم، نهنګ په ژبه نه‌پوهېږي او زمونږ په باور منطق نه‌لري. دويم، مونږ پوهېږو چې د دې بيت ويونکی عملاً له نهنګ سره نه‌دی غږېدلی. درېيم، نه‌مونږ د نهنګ له غمه مړه‌ يو او نه نهنګ زمونږ په خبره کوي او يا ورته ارزښت لري. څلورم، نهنګ، زمونږ د تجربې په اساس، لا تراوسه په وياله کې موندل شوی نه‌دی او مونږ کله هم فکر نه‌کوو چې په وياله کې دې نهنګ وي. 

ضمني مانا: 

د همدې او نورو دلایلو په اساس زمونږ ذهن د لومړۍ او لفظي مانا پر ځای دويمې او ضمني مانا په لور سوق کېږي.

د دې بيت دويمه (غیرلفظي او ضمني) مانا پراخه ده: لوی درياب کېدای شي ټولنه وي، هېواد وي، نړۍ وي؛ يا، بشرپالنه وي، انسانيت وي، علم و دانش وي، خدمت وي؛ او يا، پوهو او هوښيارو خلکو سره ناسته ولاړه وي. وياله کېدای شي کورنۍ وي، کلی وي، ولايت، هیواد يا سيمه وي؛ همدارنګه امکان لري چې د فزیکي چاپېريال پر ځای ذهني جزيرې مراد وي لکه سمت‌پرستي، قوم‌پرستي، افراطیت، ژبني تعصبات او نور. يا، مراد ځنې نادان او واړه خلک وي. نهنګ کېدای شي په خپله د بيت ويونکی وي—د بيت ويونکي به ځان ته خطاب کړی وي. نهنګ کېدای شي زه وم—لوستونکی. لوستونکی بيا د نړۍ د وګړو د شمېر قدر همدومره متفاوت کېدای شي: عادي وګړی وي، ملک وي، ملا وي، ډاکټر وي، انجنير وي، سوداګر وي، وکيل وي، وزیر وي، ولسمشر وي او…. يو لوستونکی د ژوند او چاپيریال په مختلفو پړاوونو کې بېل کرکټر او سرخوږی ممکن ولري: په ماشومتوب کې يو ډول وي، په ځوانۍ او په زړښت کې بل ډول؛ له کورنۍ سره په برخورد کې يو ډول وي او له ټولنې سره بل ډول…. دا لړۍ همداسې پسې غځېدای شي. نو، خوشحال ځان ته، یا بل چا ته وايي، چې له قوم‌پرستۍ، فرضاً، راووځه او د انسانيت لاره غوره کړه؛ که نه، چېرته نه‌رسې او تباه کېږې. 

له بلې زاويې، دا بیت انتقاد کېدای شي، نصیحت کېدای شي، مشاهده او اظهار نظر کېدای شي، او که خپل ځان ته خطاب وي، د هشدار او خبرداري دنده ترسره کولی شي.

د نوې کره‌کتنې نقد:

په هر صورت، بحث دا دی چې په دې بيت کې راغلي کلمات او ترکيبونه، او په کوم ترتيب چې اوډل شوي، د مانا يا ماناوو په رامنځته کولو کې څه نقش لري؟ که د دې معادل کلمات او ترکیبونه راوړل شوي وای، او يا ترتیب يې بدل وای، اوسنۍ ځانګړې مانا يا ماناوې يې له لاسه ورکولې.

مثلاً، “څو دې وس رسي” د خپلې لفظي مانا تر څنګ څو ضمني او رواني ماناوې ښندي: يو، مخاطب (ویونکی/لوستونکی) فعلاً بې‌وسه دی—يا يې لږ تر لږه پوره وس نه‌رسي. په بله وينا، دی اوس لپاره په هغه کار کې ښکېل دی چې د بيت د ويونکي نه‌خوښېږي. دويم، مخاطب ته د قاطعيت او مجبوريت احساس نه‌ورکوي—ترې غواړي چې د امکان تر حده لاس په کار شي. درېيم، د امر پر ځای هڅوونکې خبره ده. مونږ، حتی که ځان ته هم خطاب کوو، اړ نه‌يو چې آمرانه ژبې نه استفاده وکړو. څلورم، د مخاطب خپلواکۍ ته احترام شوی—حتی که ويونکی خپل ځان هم مخاطب کړی وي. پنځم، نرمښت لري او په دې ډول د ويونکي انتقاد په زړه‌-خواله بدلوي.

سربېره پر دې، “څو دې وس رسي” د بيت په سر کې راوړل شوی او دا چاره بې‌هدفه نه‌ده: د مخاطب د جدي غبرګون د ښودلو مخنيوی کوي—که احياناً دا جمله وروسته راغلې وای، هغه مهال چې د مخاطب دفاعي غبرګون پارېدلی وی، ګټه به يې نه‌وای کړې.

له بل پلوه، د سمندر په ځای “لوی درياب” راوړل شوی: يو، د “لوی دریارب” دوه کلمې دی او د غږونو شمېر يې تر سمندر ډېر دی؛ دویم، دوه اوږده واولونه (اوږد واو او الف) په کې راغلي؛ درېيم، په دې ډول، د تلفظ پر مهال دې سمندر پر ځای ډېر زمان اخلي او دا د “لوی دریاب” پر ستروالي تاکيد کوي. همدارنګه، د “لوی درياب” خبره د بيت په لومړۍ برخه کې راوړل شوې چې پر ويالې يې د فضيلت او لومړيتوب ښکارندويي کوي او له ايډيال‌توب سره يې مرسته کوي.

د “ګرځه” کلمه د لامبه پر ځای غوره شوې: دا کلمه، په معنوي لحاظ، تر دويمې پراخه ده—هم ګرځېدا او هم لامبو دواړه په بر کې نيسي. ګرځېدا هم په اوبو کې کېدای شي او هم په وچه کې. سربېره پر دې، ګرځېدا تر لامبو اسانه کار دی. خوشحال خپل مخاطب سخت کار ته نه‌هڅوي—هغه کار ته يې هڅوي چې دی يې کولی شي. همدارنګه، لامبو د لږ وخت لپاره کېدای شي، ګرځېدا د ډېر وخت لپاره—بلکې د ټول عمر لپاره. ګرځېدا زمونږ د ژوند يوه برخه ده. د لامبو په نسبت، په ګرځېدا څوک دومره نه‌ستړی کېږي. يوه بله مسئله دا هم ده چې ګرځېدا يوازې پلې نه‌، په آس، موټر او نورو نقلیه وسايطو کې هم کېدای شي. په هر صورت، دا ټکی تر لامبو او نورو ورته ټکو خورا پراخ دی او د خوشحال له پيغام له لېږد سره ډېره مرسته کولی شي.

يوه بله کلمه چې د بيت له عمومي تون سره مرسته کوي، “زوال” دی. زوال د تباه‌ کېدو يا له منځه تللو مانا لري اما د دې دوو کلمو په څېر دومره ستوغه او نېغه خبره نه‌ده—يو ډول تدريجي تباه کېدو ته اشاره ده. دا، لکه وړاندې چې د “څو دې وس رسي” جلمه په مخاطب نرمه لګېږي—نه‌غواړي چې د مخاطب سپکاوی وشي او آني او جدي غبرګون ښکاره کړي؛ بلکې د بيت د پيغام په اړه په سړو ماغزو غور وکړي. سربېره پر دې، زوال مخاطب ته دا خبره هم رسوي چې ګواکې دی فرصت لري؛ نن، سبا يا بل سبا، هر وخت چې يې وس ورسېد، او په خپله یې تصميم ونيو، له موجودې لارې ګرځېدای او د خوشحال د خوښې وړ کار ته لاس اچولی شي.

په دې بيت کې يو بل څه چې د نوې کره‌کتنې د خوښې وړ دي، هغه د طبيعي او انساني ژوند تړون دی: نهنګ ته انساني خواص ورکړل شوي. دا هغه څه دي چې نوې کره‌کتنه يې په لټه کې ده. 

د دې ادبي تيورۍ او کره‌کتنې د خوځښت پر مهال، چې د شلمې پېړۍ په لومړيو کې پيل شوی او بيا د شلمې پېړۍ تر نيمايي پورې دوام مومي، صنعتي، ساينسي او اقتصادي پرمختګونو انساني ژوند له طبيعي ژوند څخه بېل کړی وو. په دې وخت کې، حتی تر ننه هم، منطق تر احساسه ښه ګڼل کېده او د ژوند په هره چاره کې پر علمي اصولو خورا ډېره تکيه کېده. په همدې اساس، نويو کره‌کتونو کوښښ کاوه چې فکر او احساس بېرته سره پخلا کړي. يا په بله وينا، زمونږ پخوانی او له طبيعت سره نږدې ژوند بېرته احيا کړي.

په دې ډول، د يو ادبي اثر په مانا کې فورم—لفظونه او د هغوی ترتیب—خورا ډېر رول لري: له يو بل څخه نه‌بېلېدونکي دي. د دوی په باور، عادي او ورځنۍ ژبه داسې ده لکه ښيښه‌يي ګيلاس چې اوبه (منځپانګه) په کې له ورايه ښکاره‌کېږي خو ادبي ژبه مينا ته پاته کېږي—

دا زما له غمه شين زړه په کې خيال د يار د شونډو

هسې رنګ زېب و زينت کا لکه می په شنه پياله کې

—محتوا ځنې څنګه چې ده هسې نه‌ښکاري. سربېره پر دې، په ادبي اثر کې لفظي مانا مهمه نه‌ده؛ بلکې ضمني مانا يا ماناوې اهميت لري.

2 COMMENTS

  1. د بابا د دی بیت اوسنی مطلب دا دی چی! اشرفغنی دی د هر ریس د تقرر امضا نه کوی! بلکه د یوه سم وزیر د تقرر امظا بس ده او نور به وزیر امضا کوي.

  2. ولا جالبې مانا ته دې لاسرسی پيدا کړی دی 🙂

    ښه شعر يوه او ټاکلې مانا نه‌لري؛ هر څوک يې د خپل ژوند او چاپېريال په اساس يو مطلب ځنې اخلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب