پنجشنبه, مې 9, 2024
Homeخبرونهد امریکا د استازو جرګې ارګ او سپېدار ته لیک لېږلی

د امریکا د استازو جرګې ارګ او سپېدار ته لیک لېږلی

تاند(شنبه، د سنبلې ۲۹) د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو چارو کمېټې ولسمشرغني او عبدالله عبدالله ته په یو لیک کې د افغان ښځو پر امنیت اندېښنه ښودلې ده.

په دې لیک کې ولسمشر محمد اشرف غني او د ملي پخلاینې مشر عبدالله عبدالله ته ویل شوي چې له افغان مخکښو ښځو، میندو، نجونو او خویندو سره تاوتریخوالی دوام لري او باید مخه یې ونیول شي.

په لیک کې دغه راز ویل شوي، د سولې په خبرو کې د افغان حکومت په مذاکراتي پلاوي کې د ښځو شتون یو مثبت ګام دی خو باید دا هم ومنل شي چې ښځې د افغانستان په راتلونکي کې یو مهم رول لوبولی شي.

د امریکا د استازو جرګه ولسمشر غني او عبدالله عبدالله ته په داسې حال کې دغه لیک لېږي چې په کابل کې د امریکا سفارت هم تېره ورځ خبرداری ورکړي و، چې ترهګرې ډلې هڅه کوي په دولتي کارمندانو، ښوونکو بشري حقونو فعالانو او په ځانګړې توګه ښځو باندې بریدونه وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب