Homeخبرونهولسمشر غني د پکتيا د ولايتي شورا د مرستيال وژنه وغندله

ولسمشر غني د پکتيا د ولايتي شورا د مرستيال وژنه وغندله

تاند(شنبه، د سنبلې ۲۹) ولسمشر محمد اشرف غني د پکتیا د ولايتي شورا د مرستيال وژنه په کلکو ټکو غندلې او اړوندو ارګانونو ته يې لارښوونه کړې چې د نوموړي د وژنې عاملين تشخيص او د قانون منګولو ته وسپاري.

د ولسمشرۍ ماڼۍ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي:

جمهور رئیس د دغه تروریستي برید د سخت غندلو پرمهال اړوندو ارګانونو ته د پېښې د هر اړخیزې ارزونې او د عاملینو د تشخیص او مجازات په اړه لارښوونه وکړه او په ټینګار سره یې وویل، د تروریستانو او جنایتکارو پر وړاندې به زموږ د امنیتي او دفاعي ځواکونو مبارزه ادامه ولري.

ولسمشر غني يو ځل بيا پر طالبانو غږ کړی چې بشري، سراسري او دايمي اوربند ومني، ځکه د هغه په خبره دا د افغانستان د خلکو، حکومت او نړيوالو غوښتنه ده.

د اعلاميې په پای کې ولسمشر غني د ايوب غروال له کورنۍ او دوستانو سره خواخوږي څرګنده کړې.

د پکتيا د ولايتي شورا مرستيال ايوب غروال نن سهار په ګردېز ښار کې پوهنتون پر لاره د نامعلومو وسله‌والو په بريد کې ووژل شو.

1 COMMENT

  1. ولسمشره !
    تشخیص څه مانا لري، خو د همدې طالبانو ترهګرو او ستا د دولت روښانه فساد وژلی دی، نور به څه وکولای شې.. دا تشخیص نه نور تیر شه، په عمل کې د فساد په ضد د خپل دولت په ضد جهاد وکړه، او حکومت اصلاح کړه، که نه نو د داخلي فساد له امله به دې حکومت ړنګ شي، او نه د طالب له امله.. په هغوی خو هسې هم د اطرافو ولایتونو بچي ووژل او وژنې !!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...