تاند(شنبه، د سنبلې ۲۹) د هلمند د کرنې ریاست وایي، په دغه ولایت کې د ۱۵۵ ممیز خونو رغنیزې چارې به په نیږدې یوه اوونۍ کې بشپړې شي او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.
د هلمند دکرنې ریاست وایي، په دې ولایت کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژې په اډانه کې د ۱۵۵عصري ممیزخونو رغنیزې چارې بشپړېدو په درشل کې دي او د یوې اوونۍ په ترڅ کې به یې رغنیزې چارې بشپړ او د انګورو بڼوالو په واک کې به ورکړل شي
د هلمند دکرنې رییس زلمی الکو وایي، چې دغه عصري ممیزخونې ددې ولایت په مرکز لښکرګاه، نادعلي، ناوې، ګرمسیر، مارجې او نهرسراج ولسوالیو کې جوړیږي.
ښاغلی الکو وویل:
هلمند هر کال زرګونه ټنه انګور توليدوی، پر دې سربېره چې تازه انګور خرڅوي، د انګورو د وچولو او ممیزو لپاره هم عصري ممیز خونو ته اړتيا لري، چې دغه اړتيا اوس د کرنې وزارت له خوا پوره کیږي
یاد ممیزخونې په دې ولایت کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت، د ممیزخونو د صنعت د ترویج، د بڼوالو د اقتصاد لوړولو او د انګورو باغونو د محصولاتو د ارزښت لوړولو په پار په معیاري او اسټنډرد ډول جوړیږي. ددې ترڅنګ دغه ممیز خونې د معیاري او ښه کیفیت لرونکي ممیزو د تولید لامل کیږي او همداراز د انګورو د ضایعاتو مخه نیسي.
د یادونې ده چې، په هلمند کې تر دې وړاندې هم د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې «NHLP» او مرسي کورپ موسسې په مالي همکارۍ ۲۷ عصري ممیزخونې جوړ او د انګورو بڼوالو په واک کې ورکړل شوي دي.