جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهولسمشر غني: یو ځل بیا له طالبانو د اوربند غوښتنه کوو

ولسمشر غني: یو ځل بیا له طالبانو د اوربند غوښتنه کوو

تاند(شنبه، د سنبلې ۲۹) د ارګ له مطبوعاتي دفتره په یوه خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې افغانان له جګړو ستړي شوي دي او باید د تاوتریخوالي اوسنۍ کچه راکمه کړل شي.

ولسمشر غني په دغه اعلامیه کې له طالبانو یو ځل بیا د اوربند غوښتنه کړې ده.

نوموړي ویلې، افغان جګړه د خبرو له لارې باید پای ته ورسول شي، اوربند دې رامنځ ته شي او د بین الافغاني خبرو ادامه باید د تاوتریخوالي د ختمېدو سبب شي.

ولسمشر غني تر دې وړاندې هم څو ځله له طالبانو د اوربند غوښتنه کړې ده خو یادې ډلې یې غوښتنې ته د رد ځواب ورکړی.

بل خوا طالبانو هر ځل ویلې چې په بین الافغاني مذاکراتو کې به د اوربند پر دې مسئله بحثونه وشي.

ولسمشر غني داسې مهال د اوربند غوښتنه کوي چې تیره اونۍ په قطر کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ بین الافغاني خبرې پیل شوي چې تر اوسه کومې نتیجې ته رسیدلې نه دي.

1 COMMENT

  1. دوه یا دری کاله د مخه چی په کوچنی اختر دری ورځی اوربند وشو هلته نه له امریکا سره د سولی توافق شوی وو او نه هم جمهوریت تغیر کړی نو طالبانو ته چا هدایت وکړ چی له افغان دولت او امریکایانو سره دری ورځنی اوربند وکړی چی په هغه وخت طالبانو په زیاتو سیمو کی له افغان امنیتی ځواکونو سره ژړا ګانی کولی او ویل به چی پدی پوهیږی چی ټول افغانان یو او ټول مسلمانان یو نو له پورته مشکلاتو سره سره دوی تیر دری ورځنی اوربند غاړه کیښوده مګر اوس همدا له اوربند تیښته لری در حالیکه چی له امریکا سره د سولی تړون لاسلیک کړی او له افغان دولت سره هم بین الافغانی ناستی تر عنوان لاندی غونډی مخی ته بیایی
    سوال دادی (طالبان ولي له اروبند څخه ويره لري)

    تازه ، د قطر دفتر سياسي وياند ډاکټر محمد نعيم وردګ رسنيو ته ويلي چې د سولي خپل منځي خبرو سره، سره به په افغانستان کې جکړه روانه وي.
    ښاغلي نعيم دا خبري له پرونۍ غونډي وروستوپه داسي حال کې رسنيو ته کړي چې ډيرو رسنيو راپورونه خپاره کړل چې د سولي په خپل منځي خبرو کې ډير پرمختګ شوی او په ځينو جنجالي مسايلو هم توافق شوی.

    که څه هم د سولي خپل منځي خبرو لومۍ غوڼډه پع ډيره دوستانع ماحول کې پيل اوپای ته ورستيده له دې غونډي ورسته د ټولو افغانانو سولي ته د رسيدو هيله په زړونو کې را ژوندۍ شوې.

    اوس پوښتنه دا ده چې د افغان حکومت او عامو افغانانو له پرلپسي غوښتنو سره سره ولي طالبان اروبند ته غاړه نږدي؟

    په ادې اړه د سياسي چارو شنونکی يونس فکور وايې دا چې طالبان ولي له اروبند څخه ويره لري او ولي اروبند نه کوي دا څو خارجي او داخلي لاملونه لري.

    ښاغلی يونس فکور زپاتوي چې په خارجي اړخ کې د طالبانو تر ټولو قوي او لړی ملاتړی پاکستان هيواد دی طالبان نشي کولای د پاکستان بې اجازهد اروبند ياد داسي کوم بله پريکړه په خپل سر وکړي ځکه دده په وينا د طالبانو اوسنۍ ټول تحريک پاکستان چلوي قومانده د پاکستاني جنرالانو په لاس کې ده نو هفوي نه غواړي چې افغانستان دې داسي ژر د يوې سولې او اوربند خاوند شي. تر څو چې پاکستان خپلي غوښتني پرې منلي نه وي.

    د يونس فکور په خبره دا چې طالبان ولي اروبند نه کوي داخلي اړخ يې دا دی چې دوی ويره لري که يو ځل هم اروبند وکړي همدا اوسنۍ ډله به يې نه وي ډله يې سره پاشل کيږي او بله دا چې طالبان له دې ويرع لري چې که اروبند وکړي او دوی په کوم سياسي موقيف کې نه وي شايد بيا دا چانس څوک دوی ته ورنه کړي بلکي له دوی سره د تيري شل کلني جګړي د جنايتونو پوښتنه وکړي.

    ښاغلی فکور زياتوي چې طالبانو دا درک کړي که يو ځل هم افغان ولس د سولي له نعمت څخه برخمن شو نو دړی ځوک بيا جکړي ته نه پريږدي چې خپله ناروا جکړه د پاکستان په غوښتنه مخته بوزي.

    بايد وويل شي چې د سولي بين الافغاني خبري په داسي حال کې تر سره کيږي چې په ټول افغانستان کې سخته جکړه روانه ده هره ورځ پکي سل کونه افغانان شهيدان او زخميان کيږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب