جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهد روغتیا نړیوال سازمان: افغانستان کې د کورونا د بیا پراختیا احتمال...

د روغتیا نړیوال سازمان: افغانستان کې د کورونا د بیا پراختیا احتمال شته

تاند(شنبه، د سنبلې ۲۹) د روغتیا نړیوال سازمان په افغانستان کې د کورونا د بیا خپرېدو خبرداری ورکړی.

په افغانستان کې د روغتیا نړیوال د بېړنیو پروګرامونو مسوول په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي په افغانستان کې د کورونا د پراختیا د له منځه وړلو لپاره اړینو او جدي اقداماتو ته اړتیا ده.

د هغه په خبره دا احتمال شته چې کورونا ویروس بیا ځلې په افغانستان کې خپور شي او د خلکو ژوند ته ګواښ جوړ کړي.

د روغتیا نړیوال سازمان دا اندېښنه هم ښودلې چې په افغانستان کې عام وګړي روغتیایي سپارښتنو ته پاملرنه نه کوي او دا مسئله به د کورونا د لا ډېرې پراختیا سبب شي.

په ورته وخت کې د روغتیا نړیوال سازمان بیا پر ټولو نړیوالو غږ کړی چې راتلونکی ژمی باید په هر اړخیزه توګه د کورونا د ختمولو لپاره هڅې وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...