پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهقطرکې د تماس ډلو ترمنځ د خبرو اترو پر طرزالعمل بحثونه دوام...

قطرکې د تماس ډلو ترمنځ د خبرو اترو پر طرزالعمل بحثونه دوام لري

تاند ( د سنبلې ۲۹): د افغانستان د سولې په چارو کې د دولت وزارت وايي، چې په قطر کې لا هم د تماس ډلې د مذاکراتو پر کړنلاره او کاري اصولو بحثونه روان دي.

د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ یوه اونۍ کېږي، چې د بین الافغاني خبرو پرانيسته شوې.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت وايي، د دواړو لوریو د تماس ډلې په منظم ډول ناستې لري او هڅه کیږي، چې ژر تر ژره یو ګډ دریځ رامنځته شي.

په ورته مهال د افغان حکومت مذاکراتي ټیم غړي وايي، چې د کړنلارې په اکثره مواردو اجماع موجوده ده خو په وینا یې دوه اختلافي مسایل لا هم نه دي حل شوي.

دوی وايي، چې په یادو دوو مواردو د نظر اختلاف ددې لامل شوی، چې مذاکرات وځنډوي.

دواړه لوري هڅه کوي، چې له رسمي مذاکراتو وړاندې هغه اختلافي مسایل، چې راتلونکي مذاکرات له ستونزو سره مخ کولی شي، غواړي سر له اوسه یې حل کړي.

ل لورته د ملي پخلاينې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله وايي د مذاکراتو د پیل لپاره یو لړ اساسي ګامونه اخیستل شوي او تمه شته، چې ژر به یوې مثبتې پایلې ته ورسېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب