Homeخبرونهد پاکستان او ترکمنستان ولسمشرانو د ټاپي پروژې پر ژر بشپړولو خبرې...

د پاکستان او ترکمنستان ولسمشرانو د ټاپي پروژې پر ژر بشپړولو خبرې وکړې

تاند(شنبه، د سنبلې ۲۹) د پاکستان ولسمشر عارف علوي له خپل ترکمن ساري قربان قُلي بیردي محمدوف سره په ټېلفوني خبرو کې د ټاپي پروژې د ژر بشپړېدو غوښتنه وکړه.

ده وویل، دا پروژه به د ترکمنستان او پاکستان ترمنځ دوه اړخیزې اړیکې لا ډېرې پیاوړې کړي.

علوي او بیردي محمدواوف د ټاپي ترڅنګ د ټاپ یا له ترکمنستان څخه د افغانستان له لارې پاکستان ته د برښنا د لېږد د پروژې په اړه هم خبرې وکړې.

د پاکستان ولسمشر خپل ترکمن ساري ته د چین- پاکستان د اقتصادي کوریدور (دهلیز) په اړه وویل چې دا به د سیمې هیوادونه په ځانګړي ډول افغانستان او د منځنۍ اسیا هیوادونه له یو بل سره ونښلوي.

ده د ګوادربندر د اهمیت په اړه وویل چې دا بندر له تودو اوبو سره د ترکمنستان د وصلولو تر ټولو نژدې لار ده.

دواړو مشرانو د ټاپي پروژې په برخه کې پر شوي پرمختګ رضایت وښود.

پاکستان تراوسه پورې په خپله خاوره کې د نللیکې کار نه دی پیل کړی خو د ترکمنستان ولسمشر د پاکستان ولسمشر ته وویل چې افغانستان پر دې پروژې په خپله خاوره کې ژر کار پیلوي.

1 COMMENT

  1. زمونږ د پاره تر چابهار بل ښه بدیل نشته دی.
    پاکستانه ترکمنستان چرته د افغانستان په شان دولت نلري چې ته به پرې سبا له لارې بندوې او پنځه میاشتې به بیا ورسره لارې خلاصوې، هغوی خو د ارګ د حکومت په شان بار بار غولیدونکې خلک ندي. افسوس نو…

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...